یو شمیر ښځو په پیژند پاڼو کې د دوی د عکسونو لګولو «اختیاري» ګرځولو اړوند د طالبانو د حکومت پریکړه د ښځو په وړاندې تبعیضي اقدام بولي او خبرداری ورکوي چې دا پریکړه به ژر تر ژره د دوی له اساسي حقونو څخه د محرومولو لامل شي او د طالبانو لخوا په تدریجي ډول له عمومي برخې د ښځو د لرې کولو بهیر به ګړندی کړي.
دوی دا هم وايي، چې په پیژندپاڼو کې د ښځو د عکسونو نشتوالی د دوی هویت پیژندنه سختوي او د جعل کارۍ او له اسنادو د ناسمې استفادې زمینه برابروي.
د کابل ښار اوسېدونکې صدیقې د یکشنبې په ورځ «اګست په ۳۱مه» ازادي راډيو ته وویل چې دا پرېکړه په عملاً ښځې د خپلواک هویت له حقه محروموي:
د یوې اوسېدونکې په توګه، طالبان حتی له ښځو څخه دا حق اخلي او نه غواړي چې په پیژند پاڼو کې د هغوى عکس ولګول شي، چې دا کار ښځې له ډېرو ستونزو سره مخ کوي، په هېواد کې به دا قانون وي خو له هېواده بهر ښځې به له ډېرو ستونزو سره مخ کړي او ښايي د دغه ډول پیژندپاڼو له لارې درغلۍ او فساد هم وشي.
د کابل يوې بلې اوسېدونکې هم چې نه یې غوښتل د موضوع د حساسيت له امله يې نوم خپور شي وويل:
"په دې کار ښځې شاته پاتې کېږي، له ټولنې څخه لرې کړل کېږي، هويت پټېږي او ډېرى يې انزوا ته یوړل کېږي، زموږ غوښتنه دا ده چې دوی (د طالبانو حکومت) دې د ښځو لپاره په پیژندپاڼو کې د هغوى عکسونه اختیاري نه کړي، ځکه چې ښځې بايد خپل هویت څرګند کړي او په پېژندپاڼو او اسنادو کې خپل عکسونه ولګوي.”
د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، په پیژندپاڼو کې د ښځو د عکسونو د لګولو د اختیاري ګرځولو پرېکړه د طالبانو د حکومت مشر هبت الله اخندزاده له لارښوونې او د دوی مرکزي دارالافتاء ته له راجع کېدو وروسته شوې ده.
د دغې ادارې ویاند محمد حلیم رافیع رسنیو ته په یوه استولي غږیز پیغام کې ویلي، چې دغه دفتر په ټول افغانستان کې نارینه او ښځو ته له تبعیض پرته پیژند پاڼې وېشي او د شته پالیسۍ له مخې د هویت د کره والي لپاره د انځور په ګډون اړین امر دی.
خو نوموړي د دليل له وړاندې کولو پرته زياته کړې چې د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د ښځو د انځور لګولو په اړه د طالبانو له مشر هبت الله اخندزاده څخه لارښوونه غوښتې او هغه دا يو شرعي او اختياري حکم بللى دى.
"د امیر المومنین( هبت الله اخندزاده) لخوا یاده مسله د وروستۍ پریکړې په موخه د افغانستان (طالبانو حکومت) مرکزي دارالافتاء ته راجع شوه او دارالافتاء د ۱۰۷۵ ګڼې پریکړې پر بنسټ په تذکره کې د ښځینه وو انځور لګول د سخت ضرورت په اساس شرعي کړنه او اختیاري وګڼل.”
د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې وايي، په تېرو څلورو کلونو کې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو د تبعیضي کړنو له امله په پیژندپاڼو کې د ښځو عکس د لګولو اجباري کول بې معنا او د ښځو په زیان دي او دا مسله به په اوږد مهال کې د هغوی هویت له منځه وړلو لامل وګرځي.
له دغو فعالانو صفیې عارفي ازادي راډيو ته وویل:
وروسته په دې برخه کې اکثره افغان نارینه مداخله کوي او د کور ښځو او نجونو ته وايي چې عکسونه مه اخلئ، چې په یو ډول سیوري غوړوي چې د ښځو هویت ورو - ورو بې اهمیته کیږي او کمیدو او ورکیدو ته ځي.
بلخوا یو شمېر حقوق پوهان وايي، چې د تابعیت پیژند پاڼه په ټولنه کې د افرادو د فردي هویت او تابعیت د حقونو یوه برخه ده او د طالبانو دغه پرېکړه د افغانستان له کورنیو قوانینو او نړیوالو معیارونو سره په ټکر کې ده.
له دې ډلې د افغانستان د حقوق پوهانو د سراسري ټولنې مشر میر عبدالواحد سادات چې په بهر کې فعالیت کوي ازادي راډيو ته وویل چې دا مسله د دویمې درجې وګړو په توګه د ښځو ونډه تقلیلوي او عملي کول به یې د ښځو د حقونو په خوندي کې جدي ستونزې رامنځته کړي.
"په حقیقت کې دا د دویمې درجې وګړو په توګه د ښځو رول تنزیل کوي او په عمل کې د واده، طلاق، راکړې ورکړې، پېر او پلور او د میراث په مسلو کې محاکمو ته د ښځو د مراجعې او د دوی د حقونو د تثبیت په برخه کې دوی له جدي ستونزو سره مخ کوي."
په پېژند پاڼو کې د ښځو د عکسونو لګولو اختیاري ګرځولو یو شمېر غبرګونونه هم راپارولي دي.
د امریکا د استخباراتو مرکزي ادارې (سي ای اې) پخوانۍ مامورې سارا ادامز په دې اړه غبرګون کې په خپله ایکس پاڼه د یکشنبې په ورځ د اګسټ په ۳۱ مه د پاسپورت پاڼو ځینې انځورونه خپاره کړل، چې په ادعا یې له افغانستانه بهر د ځینو طالب دیپلوماتانو د میرمنو عکسونه دي.
که څه هم د طالبانو حکومت د اسلامي شريعت په چوکاټ کې د ښځو د حقونو د خوندي کولو ادعا کوي، خو په تېرو څلورو کلونو کې له شپږم ټولګیو پورته ښوونځیو او پوهنتونونو کې د نجونو پر زده کړو او په ډېرو دولتي او نادولتي ادارو کې د ښځو پر کار یې ګڼ محدوديتونه لګولي دي.