حاجي بشیر یو افغان سوداګر او د سبزیو صادرونکی چې د تورخم له لارې پاکستان ته کرنیز محصولات لکه بانجان، بادرنګ او نورې سبزۍ صادروي د جمعې په ورځ (د اګست په ۲۲مه) ازادي راډیو ته وویل، د پاکستان حکومت لخوا له ویزو او پاسپورټ پرته د موټر چلوونکو پر تګ، راتګ د لګولو شویو محدودیتونو له امله تورخم کې افغانستان غاړې ته په تازه میوې او سبزیو بار په لسګونه موټرې بندې پاتې دي، چې سوداګرو ته یې ستونزې جوړې کړې دي:
"له سرشاهي کمپ څخه تر تورخم پورې، موټرونه ولاړ دي، چې شاوخوا ۲۵۰ موټرې دي، یوازینۍ پلمه د موټر چلوونکو ویزې او پاسپورټونه دي، چې په تیرو څو ورځو کې یې ډیرې ستونزې رامنځته کړې دي، حتی هغه موټر چلوونکي چې د شپږ میاشتې ویزه هم لري د تیریدو اجازه نه ورکول کېږي، موږ بادرنګ او بانجان رومي صادروو، چې یو موټر ته په درې ورځو کې پاکستان ته د اوښتو اجازه ورکول کېږي، کله چې جایداد ته رسېږي، هیڅ هم نه پاتې کیږي، موږ له اسلامي امارته غوښتنه کوو چې په جدي توګه په دې مسله کې له پاکستان سره یوې موافقې ته ورسیږي، ترڅو د خلکو فصلونه له منځه ولاړ نه شي."
رفیع الله یو بل افغان سوداګر چې تازه میوې صادروي، هم وايي چې په تیرو څو ورځو کې یې د میوو د لاریو د ځنډېدو له امله یې په ملیونونه پاکستاني کلدارې زیان کړی دی.
ده هم ازادي راډیو ته وویل:
"ما پخوا زردالو صادرول، اوس د انګورو د صادراتو موسم دی او هره ورځ زما د انګورو دوه یا درې کانټینرونه صادرېږي. کله چې په تورخم کې ودرېږي، دا درېدل هر سوداګر ته ډېر زیان رسوي، ما پخپله ۱۰ میلیونه کلدارې زیان کړی، ځکه چې زما میوې خرابې شوې وې."
د ننګرهار ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي ډاکټور مخلص احمد هم د افغان میوو او سبزیو سوداګرو ستونزې ومنلې او ویې ویل، هغه موټرونه چې تازه میوې او سبزۍ لیږدوي باید له کوم خنډ پرته ورته د تیریدو اجازه ورکړل شي:
"د میوو او سبزیو سوداګرو شکایت چې د دوی لارۍ باید د میوو او سبزیو د صادراتو په دې موسم کې پرته له کوم خنډه تیرې شي، د دوی قانوني او مشروع غوښتنه ده، که میوې او سبزۍ په خپل وخت تیرې نه شي او بازار ته ونه رسیږي، نو خرابېږي او سوداګر به زیان سره مخ شي، د تورخم په هغه غاړه کې د ګمرک چارواکو لخوا د موټرو چک او تفتیش ډیر وخت نیسي."
د یادونې ده چې مخکې د افغانستان د سوداګریزو موټرو چلوونکو او د هغوی مرستیالان د (TAD) سند پر بنسټ له ویزو او پاسپورټونو پرته د افغانستان او پاکستان ترمنځ سفر کاوه، خو د روان کال د اګست له لومړۍ نیټې راهیسې پاکستان د افغان سوداګریزو موټرو چلوونکو او د هغوی مرستیالانو ته د پاسپورټونو او ویزې درلودل جبري وګرځول.
د سوداګریزو موټرو یو شمېر چلوونکي او د هغوی مرستیالانو مخکې ازادي راډیو ته ویلي وو چې دوی د ویزې ترلاسه کولو په بهیر کې له ستونزو سره مخ دي او باید د پخوا په څیر د (TAD) سند پر بنسټ د سفر کولو اجازه ورکړل شي.
که څه هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترانسپورت او ترانزیت مسله تل له ننګونو سره مخ وه، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ یې پر سوداګرۍ منفي اغېز کړی، خو د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت په دې وروستیو کې اعلان کړی چې د خصوصي سکتور سره په مشوره یې له دې لارې د میوو، سبزیو او نورو صادراتي توکو د صادراتو لپاره ځانګړي ساعتونه ټاکلي دي.
دغه وزارت د پنجشنبې په ورځ، د اګست په ۲۱مه، په خپل ایکس پاڼه (پخوانی ټویټر) کې په یوه بیان کې وویل چې د تازه میوو او سبزیو د صادراتو لپاره په ورځ کې ۱۴ ساعته او د نورو صادراتي توکو لپاره ۱۰ ساعته ځانګړي شوي دي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي چې دا پریکړه یوازې د تازه میوو او سبزیو په موسم کې د اعتبار وړ ده او د صادراتو د اسانتیا او د کرنیزو محصولاتو د ضایع کیدو د مخنیوي لپاره شوې ده.
که څه هم د افغانستان د تازه میوو او سبزیو سوداګر د دې اقدام هرکلی کوي، خو کافي یې نه بولي وايي چې لګول شوي زماني محدودیتونه باید کم شي او د دوی د صادراتو لپاره باید اوږده موده په پام کې ونیول شي.