د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۴۴

په هرات کې خونړۍ ترافیکي پېښه ولې رامنځته شوه؟


د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي چې په هرات کې د رامنځته شوې ټرافیکې پېښې د قربانیانو شمېر ۷۹ تنو ته رسېدل دی.

د دې وزارت ویاند عبدالمتین قانع نن د اګسټ په ۲۰ مه رسنیو ته ویلي چې په مړو شویو کسانو ۱۹ یې یوازې ماشومان دي. هغه ویلي چې په پېښه کې د ټپي شویو دوه کسانو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.

د طالبانو د حکومت کورنیو چارو وزارت دا ټرافیکي پېښه ټکان ورکونکې بللې او ویلي یې دي چې په دې اړه د څېړنو امر شوی دی.

دغه وزارت ویلي پېښه تېره شپه د اګسټ په ۱۹ مه شاوخوا اته بجې او دیرش دقیقې د هرات – اسلام کلا په لار هغه مهال رامنځته شوه چې یو بس موټر چې له ایرانه ایستل شوي افغان کډوالو په کې سفر کاوه د تیلو له یو ټانکر سره ټکر وکړو.

د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د کډوالو د لیږد کمیټې شمېرې چې باختر اژانس خپرې کړي ښيي چې د پېښې ډېری قربانیان د کاپیسا، پروان، کابل، غزني، دایکندي او بغلان ولایتونو اوسېدونکې دي.

دا په داسې حال کې ده چې ایران په وروستیو کې له دې هیواده سلګونه زره افغان کډوال ایستلي او هره ورځ زرګونه کسان د اسلام کلا له لارې افغانستان ته ننوځي او د هرات له لارې نورو ولایتونو ته سفر کوي.

په پېښه کې د یو وژل شوي کس رحیم الله نږدي دوست ازادي راډيو ته وویل چې هغه اتلس کلن او دوه کاله وړاندې ایران ته د کار کولو لپاره تللی وو.

نوموړی چې اوس مهال په ایران کې دی او نه غواړي په راپور کې یې نوم خپور شي وویل رحیم الله یو ځل له ایرانه ایستل شوی وو خو په وروستیو کې یو وار بیا دغه هیواد ته داخل شوی وو.

"رحیم الله، چې د پروان ولایت اوسېدونکې وو له موږ سره یې دلته کال کاوه، عمر به یې ۱۸ یا ۱۷ کاله وو، دلته ایران ته د کار کولو او ښه ژوند په هیله راغلي وو، خو د استوګنې د اسنادو د نه لرلو له امله له دې ځایه وایستل شو، افغانستان ته له رسېدو وروسته د موټر چلونکي د بې احتیاطۍ او د موټر د تېز تګ له امله له دې پېښې سره مخامخ شو. او د ژوند کولو لپاره راغلی و، خو هغه ځکه وشړل شو چې د استوګنې اسناد یې نه درلودل. کله چې هغه افغانستان ته لاړ، د خپلې بې پروایۍ او بې احتیاطۍ له امله له داسې یوې پېښې سره مخ شو."

د هرات ولایتي چارواکو هم د دې ټرافیکي پېښې لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي او تېز تګ بللی دی.

د هرات والي مولانا اسلام جار په یو پیغام کې چې د دې ولایت د مطبوعاتي دفتر په اېکس پاڼه خپور شوی د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږې ښودل شوې او له موټر چلونکو غوښتل شوي چې د موټرچلولو پر مهال له احتیاط کار واخلي او ټرافیکي قوانین مراعت کړي.

په هرات کې طالب چارواکو ویلي چې د پېښې ډیری قربانیان د بس سپرلی وه خو د تیلو د ټانکر دوه سپاره او دوه نور کسان چې په موټر سایکلونو یې سفر کاوه هم په دې پېښه کې وژل شوي دي.

د یادونې ده چې په افغانستان کې وخت ناوخت دغه ډول مرګونې ټرافیکې پېښې رامنځته کیږي چې لاملونه یې د سړکونو خرابوالی او په لویو لارو د موټر چلونکو بې احتیاطي بلل کیږي.

نږدې اته میاشتې وړاند ې په غزني کې د کابل – کندهار په لویه لار په یوه ورځ د دوه ټرافیکي پېښو له امله ۵۲ کسان مړه او ۶۸ نور ټپیان شول.

دواړه پېښې د بسونو او ګازو د لېږد د ټانکرو ترمنځ د ټکر له امله رامنځته شوې وې.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت د ترافیکو عمومي ریاست وړاندې ویلي چې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د جدي له پیله په ټول افغانستان کې د ټرافیکي پېښو له امله ۲ زره کسان مړه شوي او ۷ سوه نور ټپیان شوي دي.

په افغانستان کې ټرافیکي قوانینو ته نه پاملرنه او د منظم ټرافیکي سیستم نشتوالی هغه عوامل بلل کیږي چې له امله یې دغه ډول خونړۍ پېښې رامنځته کیږي.



XS
SM
MD
LG