د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۵۹

ټرمپ وايي پوتین د جوړ جاړي لپاره چمتو دی ; زیلینسکي د لازیات ملاتړ لپاره سټارمر سره ولیدل


پوتین ، ټرمپ ، زیلنسکي
پوتین ، ټرمپ ، زیلنسکي

دامریکا او روسیې ولسشمران د اوکراین د شخړې دپای ته رسولو په موخه نن د متحدو ایالاتو په الاسکا کې خبرو ته سره کیني. په دې درې نیم کلنه جګړه کې چې - د دوهمې نړیوالې جګړې راهیسې په اروپا کې تر ټولو لویه ده – لسګونه زره کسان وژل شوي او په میلیونو اوکراینیان د خپلو مېنو پريښودو ته اړ شوي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په الاسکا کې د دواړو مشرانو ترمنځ د غونډې په درشل کې وویل چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوکراین په جګړه کې یوې معاملې ته چمتو دی.

ټرمپ د پنحشبې په ورځ ،( اګست په ۱۴مه) د فاکس نیوز راډیو سره په مرکه کې وویل چې هغه باور لري چې پوتین "قانع دی چې د الاسکا د سرمشریزې غونډې په جریان کې یوه معامله وکړي".

ټرمپ وویل:

هغه به یو جوړجاړی وکړي. زه فکر کوم چې هغه به یې وکړي ، او موږ به وګورو.


بل لورته ، په مسکو کې، پوتین د کرملین لخوا په خپره شوې یوه لنډه ویډیو کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ټرمپ د هڅو ستاینه وکړه، او ویې ویل چې سپینه ماڼۍ

د دښمنیو د پای ته رسولو او هغو هوکړو ته رسیدلو لپاره چې ټولو ښکیلو خواوو ته په زړه پورې وي خورا انرژي لرونکې او صادقانه هڅې کوي.


د ټرمپ د خبرو څخه څو ساعته مخکې، د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي په لندن کې د برتانیا صدراعظم کیېر سټارمر سره د امنیتي مسایلو په اړه خبرې وکړې.

زیلینسکي له غونډې وروسته وویل،

په هر ډول سیناریو کې به اوکراین خپل ځواک وساتي.


هغه زیاته کړه: "مونږ د واقعي دوامدارې سولې لپاره د امنیتي ضمانتونو په اړه په تفصیل خبرې وکړې ،"

زیلنسکي دداسې شرایطو د رامینځ ته کولو وړاندیز وکړ چې دهغه په ټکو ، "امریکا بریالۍ شي په روسیه فشار راوړي ترڅو له وژنو لاس واخلي."

زیلنسکی لندن ته له سفر یوه ورځ مخکې برلین کې د څو اروپایي هغو مشرانو سره په ویډیو کنفرانس کې ګډون وکړ چې اندیښنه لري چې د ټرمپ او پوتین د غونډې له خبرو ګوښه پاته شوي.

فاکس نیوز سره په مرکه کې ولیدل شول چې ټرمپ د دغو انديښنو دکمولو هڅه وکړه.

ټرمپ دیته اشاره وکړه چې پوتین سره د غونډې د نتایجو په رڼا کې کولی شي زیلینسکي ته زنګ ووهي ترڅو ژر تر ژره د ټولو دریوو مشرانو په ګډون دوهمه غونډه جوړه کړي.

ټرمپ وویل :

دا په دې پورې اړه لري چې{ پوتین سره } زما د غونډې په جریان کې څه پیښیږی، زه به ولسمشر زیلنسکی ته زنګ ووهم چې راځئ هرچیرې چې مونږ سره ګورو هلته به یې راوبلو.


هغه زیاته کړه: "دوهمه غونډه به خورا مهمه وي، ځکه چې دا به یوه داسې غونډه وي چې دوی به پکې یوجوړ جاړی وکړي."

ټرمپ روسیې ته خبرداری ورکړی که چیرې د اوکراین پر وړاندې خپله جګړه ونه دروي نو "له خورا سختو عواقبو " سره به مخ شي ، خو کیف او اروپا د الاسکا په خبرو کې شامل نه دي او انديښنه داده چې امکان لري د اساسي امنیتي ګټو لپاره د اروپا اوکراین هیلې له پامه وغورځول شي.

ټرمپ دا تفصیل ورنکړ چې که چیرې مسکو په اوکراین کې خپله درې نیم کلنه جګړه وو نه دروي نو له کومو پایلو سره به مخ شي، خو هغه وویل چې د خبرو اترو هدف "د جګړې پای ته رسول" دي.

پوښتنه داده چې ایا د ټرمپ او پوتین د غونډې په نتیجه کې به اوربند رامینځ ته شي ؟

ولسمشر ټرمپ ویلي دي چې په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره دواړه خواوې ښایې ځمکې تبادله کړي.

اروپایي مشرانو او زیلینسکي د الاسکا د غونډې په درشل کې هڅه وکړه چې غږ یې واوریدل شي.

داسې ښکاري چې واشنګټن د جګړې د پای ته رسولو لپاره کیف او مسکو یوې لویې هوکړې او جوړجاړي ته چمتو کوي.

د متحده ایالاتو مرستیال ولسمشر جي ډي وینس خبرداری ورکړی چې د سولې هر ډول تړون امکان لري دواړه خواوې " خوشحاله " نه کړي.

خو د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون ویلي چې ټرمپ دتیرې چهارشنبې د ورځې په ټیلیفونې خبرو کې ورته په وضاحت ویلي چې پوتین سره غونډه کې غواړي اوربند ترلاسه کړي او

د اوکراین پورې اړوندو سیمه ایزو مسئلو په اړه به ... یوازې د اوکراین ولسمشر مذاکرات وکړي.


XS
SM
MD
LG