د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۵ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۵۵

د ایران سپاه پاسداران له طالبانو د برتانوي ځواکونو د پخوانیو افغان همکارانو نوملړ غوښتی


د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي - عکس ارشیف
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي - عکس ارشیف

د برتانیا ټېلګراف ورځپاڼې راپور ورکړی چې د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو چارواکي په افغانستان کې د بریتانوي ځواکونو د پخوانیو افغان همکارانو د افشا شوي نوملړ د ترلاسه کولو په هڅه کې دی.

په راپور کې راغلي چې دوی له طالبانو د دغه ۲۵۰۰۰ کسانو نوملړ غوښتي او هڅه کوي چې له مخې یې د ایم ۱۶ جاسوسان تشخیص او تعقیب کړي.

په راپور کې راغلي، ایران غواړي دا مسله د دغه هیواد د اټومي پروګرام په اړه په لویدیځ د فشار د یوې وسیلي په توګه وکاروي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد او مرستیال ویاند یې حمد الله فطرت په دې اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې خو ټېلګراف ویلي تهران کې یوه لوړ پوړي چارواکي تایید کړی چې د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو مشرتابه په رسمي ډول له طالبانو د دغه نوملړ د سپارلو غوښتنه کړې ده.

په راپور کې راغلي چې پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واکمنېدو وروسته د بریتانیا یو شمېر پخواني افغان همکاران ایران ته تللي او لا هم په دې هیواد کې میشت دي.

ټېلګراف ویلي لږ ترلږه د یو افغان نوم چې په دې نوملړ کې شامل و په دې وروستیو ورځو کې له ایرانه ایستل شوی او دا د دې ښکارندوي کوي چې په دې برخه کې دواړه لوري ( طالبان او ایران ) سره همکاري لري.

په راپور کې راغلي چې د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو چارواکو د دغه نوملړ د ترلاسه کولو لپاره یوه ځانګړې کمیټه هم ټاکلې او په دې اړه د کابل او تهران ترمنځ بحثونه هم پیل شوي دي.

د ټېلګراف د راپور په ټکو په کندهار کې د طالبانو مشرتابه په کابل کې خپلو مامورینو ته امر کړی چې دغه کسان ونیسي تر څو په برېټانیا یې د ډیپلوماټیک فشار د وسیلي په توګه یې وکاروي.

ورځپاڼې لیکلی، کندهار کې د طالبانو مشتابه باور لري چې دغه کسان لا هم له بریتانیا سره همکاري کوي.

که څه هم د طالبانو د حکومت ویاند له دې وړاندې ویلي چې د خپل مشر د عمومي عفوي فرمان ته ژمن دي خو ټېلګراف ته یو طالب چارواکي ویلي چې جاسوسان د عفوې په فرمان کې نه دي شامل.

په افغانستان کې د بریتانیا یو شمېر پخواني همکاران هم وايي چې د دغه لسټ له افشا کېدو وروسته په سخته ویره کې ژوند کوي.

له ډلې یې یو تن د نوم د نه خپرېدو او د غږ بدلون په شرط ازادي راډيو ته وویل:

" زموږ د انتقال مسئله لا تراوسه هم نامعلومه ده، د لست له افشا کېدو وروسته خطر نور هم زیات شوی دی، ویل کیږي چې زموږ زیات شمېر همکاران طالبانو نیولي، او وژلی یې یې دي، دا زموږ لپاره یو بد وضعیت دی."

په ایران کې میشت یو افغان چې ده هم په افغانستان کې له بریتانوي ځواکونو سره کار کړی او له تېر نږدې یو کال راهیسي دغلته له خپلې څلور کسیزې کورنۍ سره یو ځای میشت دی ازادي راډيو ته یې وویل چې له یوه لوري د ډیپورټ او له بله لوري د نوملړ د افشا کېدو مسلې سخت اندېښمن کړی دی.

دی چې هم نه غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي د غږ د بدلون په شرط یې ازادي راډیو ته وویل ژر ترژره باید له هغه ځایه انتقال شي.

"دلته هره ورځ د ډیپورټ خطر موجود دی، د لست له افشا کېدو وروسته زموږ ویره نوره هم زیاته شوې ده، زموږ غوښتنه داده چې بریتانیا باید ژر تر ژره په دې برخه کې لاس په کار شي او د پاتې افغان همکارانو د انتقال پروسه په جدي ډول پیل کړي."

د راپورونو پر بنسټ دغه لست د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې افشا شو خو د بریتانیا حکومت د دې لپاره چې د دغه کسانو ژوند له خطر سره مخ نه شي، د موضوع د رسنیز کېدلو مخه ونیوله او په پټه یې د خپلو افغان همکارانو د انتقال د پلان پلي کول پیل کړل.

ویل کیږي په دې نوملړ کې د بریتانوي ځواکونو د MI6 جاسوسي برخې د لږ ترلږه سلو کسانو نومونه او جزیات هم شامل دي.

ټېلګراف ورځپاڼې له دې وړاندې ویلي وو چې د دغه لست له افشا کېدو وروسته ، طالبانو له ۲۰۰ ډېر د بریتانیا افغان همکاران په نښه کړي او وژلي دي.

خو هغه مهال د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت یو شمیر کورنیو رسنیو سره په خبرو کې دا ادعا رد کړې وه ویلي وو، دوی اړتیا نه لري چې د بریتانیاویانو له اسنادو استفاده وکړي، دا اسناد د دوی اړوند امنیتي ارګانونو کې شته او په دې یې ټینګار کړی و چې عمومي عفوه شوې او د افرادو تعقیب ته اړتیا نشته.

دغې ورځپاڼې تازه ویلي ویلي ایران داسې مهال د دغه کسانو د نوملړ د ترلاسه کولو هڅه کوي چې په وروستیو کې په دې هیواد د اټومې پروګرام په برخه کې فشارونه مخ پر زیاتېدو دي.

په راپور کې راغلي تازه بریتانیې، فرانسې او جرمني تهران ته ګواښ کړی چې د روانې میاشتې تر پایه، د اټومي پروګرام په خبرو کې پرمختګ ونه شي نو دوی به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پخوانۍ پرېکړې بېرته پلی کړي، چې له مخې یې پر اټومې پروګرام د محدودیتونو ور هاخو د ایران پر ټول اقتصاد محدودیتونه لګول کېدای شي.

XS
SM
MD
LG