افغان فرهنګیان مشال په لاس کډوال
په افغانستان د طالبانو تر بیا ځلي واکمنېدو ورسته که په دغه هیواد کې فرهنګي فعالیتونو کم شوي، اروپايي هیوادونو، امریکا او کاناډا ته په ډېر شمیر سره د دوی په کډوال کېدو سره یې، د پراخېدو او رنګینۍ خبره کېږي.
په دغو هیوادونو کې میشت یو شمیر پخواني فرهنګیان وايي، دا بدلون په کمي او هم په کیفي ډول محسوس دی.
د دوی په راتګ سره نه یوازې دا چې زمونږ په فرهنګي فعالیتونو کې چټک والی راغلی او پراخ والی راغلی، په مجموع کې په ټوله اروپا کې مونږ وینو چې د فرهنګی فعالیتونو ساحې پراخې شوې دي، کار ډیر شوی دیشیرولي شیر
په جرمني کې د افغانستان د کلتوري ودې ټولتې مشر ډاکټر شیر ولي شیر ازادي راډیو ته وویل،
" د دوی په راتګ سره نه یوازې دا چې زمونږ په فرهنګي فعالیتونو کې چټک والی راغلی او پراخ والی راغلی، په مجموع کې په ټوله اروپا کې مونږ وینو چې د فرهنګی فعالیتونو ساحې پراخې شوې دي، کار ډیر شوی دی ."
د دغې ټولنې په نوښت څه موده مخکې "د لونګو امیل" په نوم یو پراخه مشاعره هم جوړه شوې وه چې د بېلابیلو اروپايي هیوادونو نه د نویو کډوالو شویو په ګډون په لسګونو شاعرانو ګډون کړی و.
دغه شان له نورو اروپايي هیوادونو هم وخت وخت د بېلابیلو فرهنګي غونډو او هنري پروګرامونو خبرونه خپریږي.
د امریکا په یو شمیر ایالاتو کې هم د فرهنګي فعالیتونو د پراخېدو او ښه کېدو خبره کېږي.
په دغه هیواد کې میشتې او د امریکا غږ اشنا راډیو د ادبي پروګرامونو یوې مسوولې اغلې نوشابې اشنا ازادي راډیو ته وویل،
دا کډوالي لامله شوې چې د کاناډا به کافوو کې د افغانانو ادبي غونډې تازه رنګ واخلي او ساه وباسي. دلته شاعر کولای شي د مینې غږ وکړي، د وطن او زړه تنګۍ خبره وکړي او رېښتیا ووايي، دلته قلم د فکر په جرم نه ماتېږي او کلمې د سانسور د تیغ لاندې نه مريصفیه
"دلته په امریکا کې پخوا هم میشتو افغانانو ادبي ناستې درلودې او اوس هم دا غونډې کېږي، د نویو چاپ شویو اثارو او کتابونو مخکتنه کېږي، خو له افغانستان د لیکوالانو، شاعرانو او ژورنالیستانو په راتګ او دې غونډو کې په ګډون سره، په ادبي ناستو کې ډېر بدلون راغلی، د کمیت او کیفیت دواړو له نظره یې تاثیرات مثبت دي. "
دا ورځې په ټولنیزو رسنیزو کې په نېږدې راټلونکي کې په دې هیواد کې د " افغان میلې " په نوم د یو هنري پروګرام د جوړېدو خبره کېږي چې ښايي د زمري د اته ویشتمې نېټې د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ګټلو ورځې په مناسبت وي.
د امریکا ګاونډ کاناډا کې هم افغان فرهنګیان غلي نه دي ناست.
دې هیواد کې میشتې افغان شاعرې او لیکوالې صفیې میلاد ازادي رادیو ته وویل،
" دا کډوالي لامله شوې چې د کاناډا به کافوو کې د افغانانو ادبي غونډې تازه رنګ واخلي او ساه وباسي. دلته شاعر کولای شي د مینې غږ وکړي، د وطن او زړه تنګۍ خبره وکړي او رېښتیا ووايي، دلته قلم د فکر په جرم نه ماتېږي او کلمې د سانسور د تیغ لاندې نه مري."
د یادونې ده چې پر افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو ورسته یو شمیر افغان فرهنګیان او هنرمندان ګاونديو هیوادونو ته هم کډه شوي خو هلته د امکاناتو د نه شتون او هم د کوروبه هیوادونو له خوا په کډوالو د بېلابیلو فشارونو له امله دوی ته په ډله ییز ډول د ډیرو ځلېدونکو او پراخو فرهنګي او هنري فعالیتونو زمینه نه ده برابره شوې خو په انفرادي ډول ځني فعالیتونه شوي دي.