د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۷ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۱۹

د پلازمېنې کابل اوسېدونکې نجونې او ښځې وايي چې طالبانو د دوی پر تګ راتګ محدودیتونه زیات کړي دي


په پلازمېنه کابل کې د طالبانو وسله وال
په پلازمېنه کابل کې د طالبانو وسله وال

یو شمېر کابل میشتې نجونې او میرمنې ادعا کوي چې د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت په دې وروستیو کې د ښځو او نجونو د نیونو لړۍ چټکه کړې او د هغوی پر ژوند او له کوره بهر تګ راتګ باندې محدودیتونه یې زیات کړي دي.

دوی ازادي راډیو سره خبرو کې دا ادعا هم کړی چې له تېرو دوو اوونیو راهیسې دې فضا ډیره وېره خپره کړې او په خبره یې ان د کورنیو لخوا یې اوس له کوره بهر ته د وتلو په برخه کې ممانعت کېږي او وضعیت ورځ بلې ته په «کورنيو زندانونو» بدلېدونکی دی.

د کابل ښار د تایمنیو د سیمې یوې اوسېدونکې ډاکټرې ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت محتسبانو په وروستیو اونیو کې د ښځو او نجونو نیونو ته زور ورکړی چې ورسره د دوی ژوند سخت شوی دی.

دا مېرمن چې د موضوع د حساسیت له امله نه غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي وايي" هره کورنۍ وېرېږي چې زموږ د لوڼو پښه تر حوزې ونه رسېږي. ډېرې نجونې، بازار، روغتون، ښار او حتا دندو ته نه پرېښودل کېږي. شخصا زه چې کار هم کوم، مور مې راته وایي چې تر څو وضعیت ارامه شوی نه وي مه ځه، ځکه وېرېږي چې زما لور حوزې یوړل نه شي. اوس که تاسو وګورئ، په ښار او بازار کې د نجونو حضور ډېر پیکه دی. د کورنیو وېره ډیره زیاته شوې. ځکه ځینې نجونې یې سره له دې چې حجاب یې درلود بیولي دي نو زه هم ډارېږم چې بومې نه ځي. دا څو ورځې مې استاد ډاکتر ته زنګ واهه چې زه نه شم درتللی، مجبوره یم چې یا په کور کې کېنم یا دا خطر په ځان ومنم خو کورنۍ مې تل دا ممانعت کوي."

دا مېرمن زیاتوي چې دا حالت پخوا راهیسې همداسې و، خو په وینا یې په تېرو دوو اونیو کې نور هم سخت شوی دی.

د بشري حقونو فعالان وايي، دا په ټولنه کې د وېرې نه جرانېدونکو پایلو ته د زمینې برابرولو خطرناک حالت دی.

د کابل د ۱۱ مې حوزې د اړوندې خیرخانې مېنې یوه اوسېدونکې مېرمن هم چې له کوره بهر کار کوي، ورته اندېښنه ښیي.

دې هم چې د ورته ستونزې له امله یې نه غوښتل نوم او د دندې ځای یې په راپور کې یاد شي، ازادي راډیو ته یې وویل"زه د روان وضعیت عیني شاهده یم. څو ورځې مخکې یې په یوه څلور لاره کې یوې مېرمنې سره له دې چې حجاب یې هم درلود، ونیوله. نو دې وضعیت پر موږ ډېر بد تاثیر کړی، زموږ پر کورنیو یې هم اغېز کړی ځکه د دې وضعیت په اړه عملاً رسنیو کې هر څه خپرېږي، خپله یې په خپلو سترګو ټولنه کې ګوري، نو د کورنیو پر ذهنیت یې فشار راوړی، حتا اوس مو کورنۍ د لباس پر څرنګوالي ډېر ټینګار کوي چې له کوره بهر پر تاسو څه ونه شي."

دا مېرمن ادعا کوي چې دوه ورځې مخکې د دې لپاره چې دا په ټکسي کې له محرم پرته کار ځای ته ولاړه نه شي، ۴ ساعته یې پر سړک انتظار وکړ څو له یوې کورنۍ سره شخصي موټر کې ولاړه شي.

د کابل ښار د دریمې حوزې اړوند پُل سرخ سیمې یوه اوسېدونکې چې دا هم نه غواړي په راپور کې یې پېژندګلوي وشي، وایي وروستي وضعیت دوی او کورنۍ دومره وېرولي چې ان په ورځو - ورځو او د مهمو کارونو لپاره هم بهر وتلو ته زړه نه ښه کوي او په خبره یې کور ورته زندان زندان دی.

دا مېرمن وايي"دا بیخي بد حالت دی چې دوی ښځې نیسي. شخصاً موږ خپله ډېرې وېرېږو چې که دباندې ووځو، کومه ستونزه راپېښه نه شي. فضا بیخي تنګه شوې، کورنۍ وایي ډېرې مه وځي، چې اوس ښځې بیایي. زموږ غوښتنه دا ده چې دوی دې له ښځو سره نور دا چلند نه کوي او فضا دې نوره پرې دومره نه تنګوي چې ان له خپل سیوري ووېرېږي."

یو طالب وسله وال پر هغو مېرمنو څار کوي چې د مرستو د ترلاسه کولو لپاره په کتار کې ولاړې دي.
یو طالب وسله وال پر هغو مېرمنو څار کوي چې د مرستو د ترلاسه کولو لپاره په کتار کې ولاړې دي.

دا نجونې او میرمنې له نړیوالې ټولنې غواړي چې د افغان ښځو غږ واوري او د روان وضعیت د پای ته رسولو لپاره پر طالبانو فشارونه راوړي.

د بشري حقونو ځیني فعالان دا حالت زړه بوږنونکی او له ټولنې څخه په بشپړ ډول د ښځو د څنډې ته کولو هڅه یې بولي. دوی ټینګار کوي چې د دې وضعبت پایلي به نه جبرانېدونکي وي.

له دې ډلې د بشري حقونو د فعالانو د اتحاد HRAU غړي فهیم فرواک ازادي راډیو ته وویل"دا د ښځو لپاره د ټولنیز زندان جوړول بلل کېږي، چې د وېرې او ګواښ په وسیله ترې د کار او زده کړو حق اخیستل کېږي. طالبان په دې ډول کړنو عملا د ښځو ځپونکې او ورسته پاتې ټولنه جوړوي. د بشري حقونو له لید لوري دا بهیر باید له وړاندې د جوړ شوي پلان له مخې د ښځو د حقونو د سیستماتیکو سرغړونو په توګه وپېژندل شي."

دا د هغو ښځو لپاره چې د ګواښلو په وسیله د کار او زده کړو حق ترې اخیستل کېږي د ټولنیز زندان جوړول دي.

دا اندېښنې داسې وخت مطرح کېږي چې له تېرو دوو اونیو راهیسې ځینو ښځو او کورنیو د ازادي راډیو په ګډون له بېلابیلو رسنیو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې دوی د حجاب او محارمو د نه لرلو په تور د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت محتسبانو نیولي او بندیانې کړي یې دي. پر خواله رسنیو هم داسې ویدیوګانې خپرې شوې دي چې د نیولو پر مهال پکې ښځې او نجونې د ژړا او زاریو په حال کې ښکاري.

معلومه نه ده دا چې دا ویدیوګانې څه وخت او په کوم ځای کې اخیستل شوي او او ازادي راډیو هم په خپلواک ډول د هغو رښتینولي نه شي تاییدولای.

د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر د دې ادعاوو په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، خو نوموړي له ځینو نړیوال رسنیو سره په خبرو کې د ښځو د نیولو او بندي کولو ادعاوې رد کړې او ویې ویل چې دوی له یوې میاشتې راهیسې د حجاب په اړه د پیل شوي کمپاین ترڅ کې یوازې ښځو او نجونو ته په عامه ځایونو کې سپارښتنې کوي.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکي ریچارړ بینیت د جولای په ۲۱ مه پر خپله اېکس پاڼه په یوه بیان کې د اندېښنې په څرګندلو سره دا کار د ښځو د ځپلو په برخه کې د طالبانو د سیستماتیکو پالیسیو یوه برخه بللې وه.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر (یوناما) هم په همدې ورځ خبرداری ورکړی و، چې دا ډول پیښې ښځې او نجونې نورې هم څنډې ته کوي او د ویرې په خپرولو د خلکو باور کمزوری کوي.

XS
SM
MD
LG