د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۶ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۴۷

په ایران کې د حکومت دوه نور مخالفان چې د بشري حقونو ډلو یې حکم غیرعادلانه بللی و، اعدام شول


مهدي حسني (ښی) او بهروز احساني اسلاملو
مهدي حسني (ښی) او بهروز احساني اسلاملو

ایران نن د اپوزیسیون د مجاهدین خلق ډلې دوه غړي اعدام کړل. دواړه تورن کسان پر ملکي وګړو، کورونو، عامه تاسیساتو، دولتي او تعليمي ادارو او مرستندویو ټولنو په حملو تورن وو.

د مجاهدین خلق د ممنوع ډلې پلویان مهدي حسني او بهروز احساني اسلام لو، چې په عامه تاسیساتو په برید او بغاوت تورن وو، د زمري- اسد د پنځمې نېټې په سهار وختي اعدام شول.

د ایران د قضا اړوند خبري آژانس میزان نن راپور ورکړ چې حسني او اسلام لو د مجاهدین خلق له فعالانو څخه او په دې تورن وو چې په کور کې د جوړو شویو چاودېدونکو وسیلو په ذریعه یې پر عامه تاسیساتو حملې کړې دي.

دا کسان پر ملکي وګړو، عامه تاسیساتو، دولتي ادارو او خیریه ټولنو په حملو تورن وو.

محکمې دواړه کسان نژدې یو کال مخکې د ۲۰۲۴ کال په سپټمبر میاشت کې په اعدام محکوم کړي وو. د میزان د خبر له مخې سترې محکمې د بیاځلې محاکمې لپاره د تورنو غوښتنه رد کړه او د هغوی د اعدام حکم یې تایید کړ.

راپور زیاتوي چې حسني او اسلام لو له مجاهدین خلق ډلې سره په همغږۍ کې د راکټونو د توغولو وسیلې او هاوانونه جوړ کړي وو او په بېرحمۍ سره یې پر ملکي وګړو، کورونو، عامه تاسیساتو، دولتي او تعليمي ادارو او مرستندویو ټولنو د راکټونو ډزې کړې وې څو عامه نظم ګډوډ کړي.

د بښنې نړیوال سازمان ویلي دي چې مهدي حسني او بهروز احساني اسلام لو په ۲۰۲۲ کال کې نیول شوي وو او د محاکمې پرمهال یې چې دې سازمان غیرعادلانه بللې، خپل جرم نه و، منلی. د بشري حقونو ډلو ویلي چې تورن شکنجه شوي او اعترافونه په زور ترې اخیستل شوي دي.

دې سازمان په تېره جنوري میاشت کې د خپلو سرچینو په حواله ویلي و، چې د استخباراتو اجنټانو له تورنو څخه په داسې حال کې پوښتنې ګروېږنې کولې چې د دوی مدافع وکیلان هلته حاضر نه و.

سرچینو د آزادۍ راډیو د ایران څانګې راډیو فردا ته ویلي چې د تورنو د کورنیو غړو او مدافع وکیلانو ته له هغو سره د وروستۍ لیدنې امکان نه و، برابر شوی او هغوی له اعدام څخه هم نه وو، خبر. د سرچینې په وینا د دواړو کورنیو او وکیلانو د دوی د اعدام خبر له رسنیو اورېدلی دی.

د بشري حقونو ډلو د دې کسانو د اعدام لپاره د محکمې حکم غیرعادلانه بللی دی.

د ملګروملتونو د بشري حقونو د لویې کمیشنرۍ د راپور له مخې په ۲۰۲۴ کال کې په ایران کې لږترلږه ۹۰۱ تورن اعدام شوي دي چې دا له ۲۰۱۵ کال راهیسې تر ټولو لوړه شمېره ده.

مجاهدین خلق د ایران یوه کیڼپالې اسلامپاله ډله ده چې په ۱۹۷۰مو کلونو کې یې د پرځېدلي شاهي نظام او امریکا پرضد وسله واله مبارزه کوله خو وروسته د ۱۹۷۹ کال د اسلامي انقلاب له پلوي ډلو سره په نښتو کې ښکېل شوه.

دا ډله، چې مشران یې په پاریس کې په تبعید کې ژوند کوي، تر ۲۰۱۲ کال پورې د متحدوایالتونو او اروپايي ټولنې د تروریستي ډلو په فهرست کې وه.

XS
SM
MD
LG