د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي چې په سیمو کې یې څاه ګانې وچې شوي او اوس څښاک او کرنې ته د اوبو له سخت کمښت سره مخ دي.
د کابل ولایت د پاچا صاحب پای منار د سیمې اوسېدونکی نذیر سحري وايي، د څښاک د اوبو کمښت د دې سيمې اوسېدونکي له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
نوموړي د جمعې په ورځ د «سرطان په ۲۷مه» ازادي راډيو ته وویل چې د دې سیمې اوسیدونکي د څښاک اوبه له له لرې واټن سیمو یا له هغو کورونو ترلاسه کوي چې ژورې څاه ګانې یې کیندلې دي:
"دې سیمه کې د څښاک اوبه ډېرې کمې دي، د اوبو کچه ډېره ټېټه شوې، په ډېرو ځایونو کې څاه ګانې وچې شوي، څوک چې د برمه یي څاه ګانو د کیندلو وس لري، څاه ګانې یې کېندلي،خو څوک یې چې وس نه لري، سلګونه متره لرې ځي او اوبه راوړي، سهار وختي ورته نوبت نیسي، د کرنې په برخه کې هم ورته ستونزه موجوده ده، د اوبو کچه ډېره ټيټه شوې او ډېری څاه ګانې وچې شوې دي، خلک د کرنې په بذخه کې هم د اوبو له کمښت سره مخ دي.»
د کابل د شپاړلسمې ناحیې اوسېدونکې زینت هم دورته ستونزې په اړه وايي:
"موږ اوس د څښاک د اوبو له کمښت سره مخ یو، د څښاک د اوبو د ستونزې د حل لپاره موږ له ټانکرونو اوبه اخلو چې د دروازو تر شا یې راوړي او په ډېر احتیاط ترې استفاده کوو، ځکه اوبه ډېرې کمې شوي او خلک اوبو ته سخته اړتیا لري."
دا اندیښنې داسې مهال مطرح کیږي چې د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام (یو ان -هبیتات) خبرداری ورکړی چې په کابل کې د اوبو کچه ډېره راټیټه شوې او شاوخوا شپږ میلیونه خلک د اوبو د کمښت له خطر سره مخ دي.
دغه سازمان د پنجشنبې په ورځ (د جولای په ۱۷مه) په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د افغانستان د پلازمینې اوسیدونکي د اوبو له «بې ساري ناورین» سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام زیاته کړې چې د افغانستان د اوبو د دې ناورین د رسېدنې لپاره پراخې پانګونې او د نړیوالو سازمانونو تر منځ همکارۍ او همغږۍ ته اړتیا ده.
دغه سازمان ټینګار کړی چې د اوبو له ناورین سره د مبارزې لپاره د اوبو د مصرف او مدیریت په برخه کې د عامه پوهاوي لوړول ډیر اړین دي.
«یو ان-هبیتات» د روان کال په حمل میاشت کې هم ویلي و، چې اوس مهال په افغانستان کې ۲۱ میلیونه کسان د اوبو له جدي ناورین سره مخ دي او دغه هېواد د اوبو د زیربناوو په برخه کې پراخې پانګونې ته اړتیا لري.
د اوبو د مدیریت یو شمېر کارپوهان هم په کابل کې د اوبو کمښت یوه جدي ستونزه بولي او ټینګار کوي چې د دې ستونزې د حل لپاره باید بېلابېل اقدامات وشي.
له دې ډلې عبدالله هېواد ازادي راډيو ته وویل:
"د کابل ښاریانو لپاره د اوبو له ناورینه د خلاصون یوازینۍ لاره دا ده چې د کابل یو شمېر اوسیدونکي دې نورو ځایونو ته انتقال شي، هغه کسان چې د کار د نشتوالي له امله له ولایتونو کابل ته راغلي، باید بېرته ولېږدول شي او د کار زمینه ورته برابره شي،دویمه لاره دا ده چې د شاه عروس او شاه توت بندونو وتړل شي، چې کابل کې اوبه پیدا شي او د لوګر پر سیند نیمه څاه ګانې وکیندل شي تر څو د اوبو کچه راپورته شي، دریم دا چې د خلکو د عامه پوهاوي کچه لوړه شي تر څو له اوبو بې ځایه استفاده ونه کړي.»
دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د «مرسي کورپس» نړیوال سازمان خبرداری ورکړی وه چې کابل به تر ۲۰۳۰ کال پورې د اوبو له جدي کمښت او وچکالۍ سره مخ شي.
دغه سازمان ویلي چې په تېرو لسو کلونو کې د کابل د ځمکې لاندې اوبو کچه د چټکې ښار مېشتېدنې او د اقلیمي د بدلون له امله ۳۰ متره راټیټه شوې ده.
د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال مجیب الرحمن عمر هم د تېر کال د حوت په ۶مه په کابل کې د اوبو په نړیوال کنفرانس کې ويلي وو چې اوس مهال په دغه هېواد کې شاوخوا ۶۵ سلنه خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.
نوموړي لسیزې جګړې، په ښارونو کې د نفوسو ډېروالی، دوامداره وچکالۍ او اقلیمي بدلون په افغانستان کې د اوبو د کمښت لاملونه بللي وو.