دغه سرچینې ازادي راډیو ته په خبرو کې وویل، چې دا نښتې له تېرو دریو ورځو راهیسې په وقفهيي ډول روانې دي، او که څه هم اوس درېدلي، خو اندېښنې شته چې بیا به پیل او شدت ومومي.
د دې ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي، چې دا نښتې، چې سپکې او درنې وسلې پکې کارول شوې، له تېرو دریو ورځو راهیسې په وقفهيي ډول دوام لري.
دوی ازادي راډیو ته په خبرو کې زیاته کړه، که څه هم نښتې نن (د سرطان ۲۶مه) د غرمې له ۱۲ بجو وروسته درېدلي، خو دوی د بیا پیل او شدیدېدو په اړه اندېښمن دي.
د دوربابا ولسوالۍ یوه اوسېدونکي، چې د موضوع د حساسیت له امله یې نهغوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته وویل:
"په دوربابا ولسوالۍ کې، نن له سهار وختي د غرمې تر ۱۲ بجو پورې جګړه روانه وه، نن یې دریمه ورځ وه، اوس یو څه ارامه شوې ده، دواړه خواوې په یو بل ډزې کوي، خو تر اوسه دواړو خواوو ته کوم زیان نهدی رسېدلی."
د دې ولسوالۍ یو بل اوسېدونکي، چې نهيې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، د غږ بدلولو په شرط یې ازادي راډیو ته وویل:
"جګړه د اوس لپاره درېدلې، زموږ اندېښنه دا ده چې که دا جګړه دوام ومومي، هغه کسان چې پولې ته نږدې دي، د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کېږي، ځکه چېرې چې جګړه وي، طبعاً خلک له هغه ځایه کډه کوي، نو زموږ غوښتنه د دواړو خواوو له حکومتونو دا ده چې جګړه ودروي او خلکو ته اجازه ورکړي چې په سولهییزه فضا کې ژوند وکړي."
د طالبانو او پاکستان حکومت هم د دې نښتو په اړه رسمي څه نهدي ویلي.
ازادي راډیو هڅه وکړه چې په دې اړه په ننګرهار کې د طالبانو د حکومت د امنیه قوماندانۍ ویاند سید طایب حماد او په دې ولایت کې د دوی د سرحدي لوا له چارواکو د دې نښتو د جزئیاتو په اړه وپوښتي، خو دوی د راپور تر خپرېدو د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نهکړې.
خو ځینو پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د چهارشنبې په سهار د دواړو هېوادونو د پولهساتو ترمنځ نښته شوې ده.
د دغو راپورونو له مخې، په یادو نښتو کې د خیبر پښتونخوا ایالت په لنډي کوتل سیمه کې په یو کور د هاوان مرمۍ هم لګېدلې، چې له امله یې یو ماشوم وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.
دا نښتې داسې مهال کېږي، چې د پاکستان د صدراعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق داړ کابل ته پر سفر دی.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د سفر موخه په دوه اړخیزو او درې اړخیزو غونډو کې ګډون کول دي، چې تمرکز یې په سیاسي او اقتصادي همکارۍ، د سیمهییز ثبات ډاډمن کول، او د ازبکستان-افغانستان-پاکستان د ریلپټلۍ پروژې لپاره د ګډو امکاناتو د مطالعاتو لپاره د چوکاټ تړون لاسلیک کول دي.
د یادونې ده، چې له هغه راهیسې چې طالبانو پر افغانستان واک ترلاسه کړی، د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د دواړو خواوو د سرحدي ځواکونو ترمنځ څو ځله نښتې شوې دي، چې په ځینو مواردو کې د ځایي اوسېدونکو د بېځایه کېدو او د هغوی ته د تلفاتو اوښتو لامل هم شوي دي.
د روان کال د جوزا میاشتې په لومړیو کې، د هلمند ولایت په بهرامچه ولسوالۍ کې د پاکستاني پولهساتو ځواکونو او طالبانو ترمنځ لس ورځنۍ نښته شوې وه.
د سیمهییزو سرچینو په خبره، د هغو نښتو په پایله کې، ګڼ شمېر ځایي اوسېدونکي اړ شول چې خپل کورونه پرېږدي او طالب ځواکونو، ملکي وګړو او ځینو کورونو ته هم زیانونه اوښتي وو.
دا نښتې په داسې حال کې کېږي، چې د طالبانو او د پاکستان حکومتونو په دې وروستیو کې اعلان کړی، چې دوی به د دواړو هېوادونو ترمنځ ډیپلوماټیکې اړیکې د سفیرانو کچې ته لوړې کړي.
د دې نښتو اصلي لامل زیاتره وخت د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د نویو مورچلو او پوځي پوستو جوړول بلل شوي دي.