دوی وايي، نه شي کولی په ډیزلي برېښنا ډېر یخ تولید او په هغه نرخ چې ښاروالي یې دوی ته ورکوي بازار ته وړاندې کړي.
د ننګرهار ولایت په جلالاباد ښار کې د یخ د تولید د یوې فابریکې خاوند ننګیالی ستانکزی وايي:
"هر فابریکهلرونکی د ورځې له ۴۰ زرو تر ۵۰ زرو افغانیو تاوان سره مخ دی، که دا سیستم روان وي، خپلې کارخانې به وتړي."
نوموړي ازادي راډیو سره په خبرو کې ادعا وکړه، چې په ۲۴ ساعتونو کې دوی ۱۴ ساعته د برېښنا پرچاوۍ لري.
ښاغلی ستانکزی زیاتوي چې له دې امله د دوی کار ستونزو سره مخ دی:
"د ورځې موږ تقریباً لس زره کندې یخ تولیدوو، اوس موږ د برېښنا د کمښت له امله ډېر تولید نه شو کولی، ماښام اووهنیمو بجو نه زموږ برقونه قطع شي تر سهار اووهنیمو پورې. د ورځې هم همداسې، له یو ساعت نه تر دوو ساعتونو پورې پرچاوۍ وي. په دغه حالت کې موږ له ډېرو ستونزو سره مخ یو او نه شو کولای ډېر تولید بازار ته وړاندې کړو."
نوموړی وايي چې ننګرهار ښاروالي د یوې میاشتې په ترڅ کې دوی ته درې ځلي نرخونه ورکړي؛ یو ځل یې ورته ویلي چې باید یوه کنده یخ په پنځوس افغانۍ وپلوري، بیا یې ۴۷، او بیا هم ۳۷ افغانۍ ورته ویلي دي.
دی زیاتوي چې، دوی نه شي کولای په ډیزلي برېښنا ډېر یخ تولید او په هغه نرخ چې ښاروالي یې دوی ته ورکوي بازار ته وړاندې کړي.
په جلالاباد کې د یخ د یوې بلې تولیدي فابریکې خاوند حاجي محمد عارف هم ورته ستونزه شریکوي:
"په ۲۴ ساعتونو کې یې موږ ته د لس ساعتونو وعده کړې وه، خو هغه لس ساعته هم اوس اته ساعته ته راکم شوي، اته ساعته موږ ته برق راکوي. په جلالاباد او شااوخوا ولسوالیو کې د برېښنا کمښت دی، لامل یې همدا دی چې برق نه وي."
په ننګرهار کې د یخ فابریکو د مالکانو ټولنه هم دا ستونزه تاییدوي.
د دغې ټولنې مسوول سنګر مومند ازادي راډیو ته وویل:
"فعلاً موږ ته لس ساعته برېښنا راکوي، ۱۴ ساعته پرچاوۍ ده. دې سره زموږ تولید کمېږي. په جنراتورونو موږ هومره تولید نه شو کولای لکه څنګه چې په برېښنا کوو. جنراتورونه ګرمېږي. له دې امله د یخ قیمت هم لوړېږي."
د نوموړي په خبره، دا مهال په ننګرهار کې د یخ د تولید ۳۷ فابریکې فعالې دي چې په ورځني ډول شاوخوا ۹۰ زره کندې یخ تولیدوي.
د یخ فابریکو د مالکانو ټولنې د معلوماتو پر بنسټ، د چنګاښ ۲۴مه چې د سې شنبې ورځ وه، په ننګرهار کې د یخ تولیدوونکو فابریکو یوه کنده یخ په ۴۷ افغانۍ بازار ته وړاندې کړې وه.
موږ غوښتل چې د ننګرهار د یخ د تولیدوونکو فابریکو د خاوندانو او مسوولینو د ستونزو په اړه د دغه ولایت لپاره د طالبانو تر کنترول لاندې د برېښنا ریاست نظر هم واخلو، خو د یاد ریاست ویاند ظاهر اعمار د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ونه وایه.
مخکې تر دې، په نورو برخو کې هم د تولیدي فابریکو خاوندانو د برېښنا کمښت د خپلو تولیداتو په وړاندې جدي ستونزه بللې وه.
په اوړي کې، چې د ننګرهار په شان ګرمسیرو ولایتونو کې ګرمي زیاتیږي، خلک یخ ته ډېره اړتیا پیدا کوي، ځکه ډېر خلک د اقتصادي ستونزو له امله په کورونو کې یخچال نه لري او څوک یې چې لري هم، د برېښنا د پرچاویو له امله ورته کافي یخ نه جوړېږي، نو اړ کېږي چې له بازاره یخ وپیري.
د یادونې ده چې ننګرهار کې په اوړي کې د یخ په سر د خلکو تر منځ کله ناکله شخړې هم کېږي.
د تېر جمهوري نظام پر مهال د دغه ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې د یخ په سر شخړه کې د یوې ښځې په ګډون څلور کسان وژل شوي هم وو.
په راپور کې مرکه شوي د یخ د تولید فابریکو مسوولین وايي، که چیرې د دوی د برېښنا ستونزه هواره شي، تولیدات به یې زیات او د اوړي په موسم کې به ډېر خلک په ارزانه بیه یخ ته لاسرسی ولري.