د ځمکپوهانو په خبره، فعال ګسل چې په انګلیسي کې (ACTIVE FAULT) بلل کېږي، د ځمکې دننه هغه برخې ته ویل کېږي چې د ټیکټونیکي حرکتونو له امله په کې زلزلې رامنځته کېږي.
اوچا په یوه تازه ارزونه کې، چې پرون د جولای په ۱۵ مه یې خپره کړې، ویلي چې افغانستان د خپل موقعیت له مخې د یوریشیا، هند او عربستان د ټیکټونیکي صفحو د ټکر په سیمه کې واقع دی او په دوامداره ډول د زلزلې له خطر سره مخ دی.
ټیکټونیک په جیولوژي کې هغه سیمو ته ویل کېږي چېرې چې فعال ګسلونه / درزونه موجود وي. دا سیمې عموماً د ځمکې د زلزلو اصلي سرچینې بلل کېږي.
په راپور کې راغلي، پلازمېنه کابل نه یوازې دا چې په زلزلهزېږه سیمه کې پروت دی، بلکې په دې ښار کې د نفوسو زیاتوالي، بېپلانه ښاري پراختیا او د غیرمعیاري ساختمانونو موجودیت د زلزلو له امله د زیانونو د رامنځته کېدو ویره لا زیاته کړې ده.
اوچا خبرداری ورکړی چې چمن، هریرود، مرکزي بدخشان او درواز د هېواد له هغو مهمو زلزلهزېږو سیمو څخه دي چې د ۷ څخه تر ۸ ریښتره پورې زلزلې راولاړولی شي.
اوچا ویلي، د چمن د فعال ګسل یا غلتې له امله د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوې ویجاړوونکې زلزلې د کېدو امکان په راتلونکو ۵۰ کلونو کې له ۲۰ سلنه پورته اټکل شوی.
اوچا وایي، له کابل ور اخوا د جلالاباد په ګډون هرات او بدخشان هم د زلزلې د بیلابېلو کچو له خطر سره مخ دي، په ځانګړي ډول هرات چې د راپور له مخې په ۲۰۲۳ کال کې د ریښتر په کچه شپږ اعشاریه ۳ درجې زلزلې ورته پراخ زیانونه واړول.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر په راپور کې راغلي، چې په تېرو لسو کلونو کې له ۶ سوه زره ډېر افغانان د زلزلې له امله زیانمن شوي، او په منځني ډول هر کال د زلزلې له امله ۱۸۸ تنه وژل شوي دي. خو راپور د پکتیکا او خوست د ۲۰۲۲ کال وروستیو زلزلو ته اشاره کړې، چې له امله یې له زرو ډېر کسان ووژل شول او شاوخوا ۱۵ سوه نور ټپیان شول.
اوچا خبرداری ورکړی چې د کابل او نورو زیانمنونکو سیمو کې د زلزلو د خطر د کمولو لپاره باید، د ودانیو د معیاري کېدو په ګډون، خلکو ته د عامه پوهاوي او د بېړني حالت لپاره د پلانونو د درلودلو ترڅنګ بېړني اقدامات وشي.
اوچا دا خبرداری په داسې حال کې ورکړی، چې افغانستان لا له وړاندې د اقلیمي بدلونونو له امله له سختو زیانونو سره مخ دی.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان تازه ویلي، د دې هېواد ۱۹ ولایتونه سختې وچکالۍ ځپلي دي.
دغه سازمان د جولای په ۱۵ مه، په خپله ایکس/ پخواني ټویټر پاڼه کې په یو بیان کې ویلي، چې وچکالۍ د افغانستان شمالي ولایتونه تر نورو ډېر زیانمن کړي دي.
په بیان کې راغلي، چې د وچکالۍ له امله د افغانستان کرنیز محصولات کم شوي، څړځایونه وچ شوي او د اوبو سرچینې هم کمې شوي دي.
په همدې حال کې، د افغانستان د شمالي ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي وایي، له مخکې بیلابېلو طبیعي افتونو سخت ځپلي، او باید نړیواله ټولنه له دوی سره مرستې وکړي.
د تخار د قلعه ینګي ولسوالۍ یو اوسېدونکی عبدلحنان ازادي راډیو ته وویل، په سیمه کې یې وچکالۍ خلک له ډېرو ستونزو سره مخ کړي دي:
"موږ له وړاندې سیلابونو او وچکالیو دومره ځپلي یو، چې د بل بحران د زغم توان نه لرو. وچکالي دومره ډېره شوې ده، چې دلته مخکې اوبه له ۲۵ تر ۳۰ مترو راوتلې، خو اوس ان ۶۰ او ۷۰ مترو ته ښکته شوي دي. د سیلابونو له امله همدا تېر کال زموږ په سیمه کې سلګونه کورنۍ اغېزمنې شوې، چې ډېر شمېر کورنۍ لا هم بېرته خپل پخواني حالت ته نه دي راغلي."
د بغلان ولایت د دهنه غوري ولسوالۍ یو اوسېدونکی سردار خان ازادي راډیو ته وویل:
"موږ له نړیوالې ټولنې، په ځانګړي ډول له مرسته کوونکو هېوادونو هیله لرو، چې د افغانستان له بېوزله وګړو سره مرستې جاري وساتي. ځکه د افغانستان بیلابېل ولایتونه له سختې وچکالۍ سره مخ دي. زموږ په سیمه کې داسې وچکالي ده چې مخکې هېڅکله نه وه لیدل شوې. بېوزلي زیاته شوې ده، کار او روزګار نشته، د اقلیمي بدلون له امله رامنځته شوي بدلونونه هم خلک ډېر ځپلي دي، نو موږ مرستو ته اړتیا لرو. نړیواله ټولنه باید په دې برخه کې د افغانانو لاسنیوی وکړي."
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان ټینګار کړی، چې وچکالۍ د ټولو افغانانو په ژوند منفي اغېز کړی، خو کلیوال ډېر زیانمن کړي دي.
افغانستان د اقلیمي بدلون له امله یو له زیانمنونکو هېوادونو ګڼل کېږي، چې په وروستیو کلونو کې د سیلابونو، بارانونو، توپانونو او زلزلو له امله یې خلکو ته د سر او مال درانه زیانونه اړولي دي.