د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۰۵

ډیلي ټیلیګراف:طالبانو د بریتانیې د افغان همکارانو د لیست له افشا کیدو وروسته یو شمېر له دوی تعقیب کړي


وروسته له هغې چې یو شمېر بریتانیوي رسنیو راپور ورکړ چې بریتانیا په ۲۰۲۲ کال کې د دې هېواد د ځواکونو د افغان همکارانو د لیست له افشا کېدو وروسته په پټه زرګونه افغانان یاد هېواد ته انتقال کړي، تازه د طالبانو ځینو غړو ډیلي ټیلیګراف ورځپاڼې ته ویلي، د دغه لېست خپرېدو د یادو کسانو په پېژندلو او تعقیب کې مرسته کړې ده.

بریتانیوي ډیلي ټیلیګراف ورځپاڼې پرون سې شنبه د جولای ۱۵ مه په یو راپور کې د یو شمېر طالبانو له قوله ویلي چې د دغه کسانو لټون په وروستیو کې چټک شوی او دوی ان خپلو سرحدي ځواکونو ته خبر ورکړی چې له افغانستانه د دې خلکو د وتلو مخه ونیسي.

ورځپاڼې د طالب سرچینو له قوله، چې نومونه او دندې یې نه دي ښودل شوي، ویلي چې د کندهار مشران پر کابل فشار راوړي چې دا خلک دې ژر پیدا شي، ځکه هغوی باور لري چې دغه کسان لا هم له بریتانیې سره همکاري کوي.

یو طالب چارواکي ډیلي ټیلیګراف ته ویلي چې "جاسوسان د عفوې په فرمان کې نه دي شامل."

د طالبانو د حکومت ویاند، ذبیح الله مجاهد، د ډیلي ټیلیګراف ورځپاڼې د راپور په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، خو وړاندې تر دې طالبانو تل ټینګار کړی چې د خپل مشر ملا هبت الله له لوري د عفوې فرمان ته ژمن دي.

خو له بریتانیوي ځواکونو سره د یو افغان همکار د کورنۍ یوه غړي ازادي راډیو ته وویل، چې دوه کاله وړاندې په افغانستان کې طالبانو د ده د کورنۍ غړی له بریتانیوي ځواکونو سره د همکارۍ په تور وواژه.

نوموړی، چې بریتانیا ته د تګ کیس لري او د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي، د غږ د بدلون په شرط ازادي راډیو ته وویل: "یوه شپه چې زه کور ته نه وم تللی، له ۲۰ تر ۳۰ طالبانو مې کور محاصره کړی و، دوی دروازه ټکولې وه، شپږ اووه کسان کور ته ننوتلي وو او زما ورور یې نیولی و، پلار او مور مې ورته ډېرې زارۍ او فریاد کړی و، خو هغوی زما د مور او پلار په وړاندې زما ورور په شهادت رسولی و، هېڅ مسلمان داسې کار نه کوي."

دا په داسې حال کې ده چې د ډیلي ټیلیګراف په ګډون یو شمېر بریتانیوي رسنیو پرون سې شنبه د جولای په ۱۵ مه راپور ورکړ، چې د بریتانیوي حکومت نږدې ۷ میلیارده پونډه د دې هېواد د ځواکونو د ۲۵ زره هغو افغان همکارانو او د هغوی د کورنیو د غړو د بیا مېشتېندنې په پروګرام مصرف کړي، چې په غلطۍ سره یې نومونه افشا شوي وو.

په راپور کې راغلي، چې د بریتانیا دفاع وزیر د جولای په ۱۵ مه د دې هېواد په پارلمان کې له هغو افغانانو بښنه وغوښته، چې معلومات یې په ناڅاپي ډول د تخنیکي تېروتنې له امله افشا شوي وو.

رسنیو ویلي، دا لېست په ناڅاپي ډول د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې افشا شو، او د بریتانیا حکومت د دې لپاره چې د دغه کسانو ژوند له خطر سره مخ نه شي، د موضوع د رسنیز کېدلو مخه ونیوله او په پټه یې د دوی د انتقال د پلان پلي کول پیل کړل.

ډیلي ټیلیګراف د یوه بریتانیوي چارواکي له قوله لیکلي، د هغو ۶۹۰۰ افغانانو له ډلې چې د دې معلوماتو د افشا کېدو څخه مستقیم اغېزمن شوي، ۴۵۰۰ اوس مهال یاد هېواد ته انتقال شوي او نور ۲۴۰۰ لا هم د انتقال په تمه دي.

چارواکو ویلي، د هغه ۱۷ زره افغانانو له ډلې چې د یو جلا پروګرام له لارې بیا مېشتېدل او د دې معلوماتو له امله هم اغېزمن شوي، ۱۴ زره یې اوس مهال په انګلستان کې دي او ۳ زره نور یې لا هم د لېږد په تمه دي.

په همدې حال کې د بریتانیوي ځواکونو یو شمېر پخواني افغان همکاران، چې اوس مهال په افغانستان کې دي، وايي د طالبانو د حکومت له لوري له ګڼو ګواښونو سره مخ دي، او بریتانیا تراوسه د دوی د انتقال لپاره کوم اقدام نه دی کړی.

د دوی له ډلې یو یې، چې نه یې غوښتل په راپور کې نوم یې خپور شي، د غږ د بدلون په شرط وویل: "په تېرو څلورو کلونو کې ما په څلورو بېلابېلو ځایونو کې ژوند کړی، تل مې خپل موقعیت ته بدلون ورکړی، ځکه دوی تل زما کور ته د پلټنې لپاره راتلل او د هغه کسانو په اړه یې پوښتنې کولې، چې د تېر حکومت پر مهال د بهرنیانو همکاران ول. تراوسه دا جنجال روان دی، نه شم کولای ازادانه کار وکړم، ځکه پېژندل کېږم."

که څه هم د ۲۰۲۱ کال د اګست له پنځلسمې، واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته، د طالبانو مشر عمومي بښنه اعلان کړه، خو په تېرو نږدې څلورو کلونو کې د تېر جمهوري حکومت د وسله وال پوځ د غړو، د بهرنیو ځواکونو د افغان همکارانو، مدني فعالانو، د بشري حقونو د فعالانو او د خبریالانو د نیولو، شکنجه کولو، ورکېدو او زنداني کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

په زرګونه افغانان، چې د تېر جمهوري حکومت پر مهال د بهرنیو ځواکونو سره همکار پاتې شوي، اوس مهال د خپلو کیسونو د پړاوونو بشپړولو په هدف په ایران او پاکستان کې مېشت دي، خو په وروستیو کې له دې هېوادونو هم د جبري ایستلو له ګواښ سره مخ دي.

XS
SM
MD
LG