داسې مهال چې د پاکستان حکومت په دې هیواد کې د میشتو افغانانو د ویزو د تمدید پروسه تر نامعلومې مودې ځنډولې په پلازمینه اسلام اباد کې میشت یو شمېر افغانان وايي د پولیسو له لوري د بې ویزې افغانانو د نیولو او حاجي کمپ ته یې د انتقال پروسه یو وار بیا تېزه شوې ده.
حاجي کمپ په راولپیڼدۍ کې هغه ځای چې له نیول کېدو وروسته افغانان ورته انتقال او له بایمټریک وروسته له دې هیواده په جبري ډول ایستل کیږي.
د اسلام اباد په جی ۹ سیمه کې میشت یو افغان عبدالله چې متحده ایالاتو ته د ایس اي وي کیس لري وايي همدا پرون د دوی کورته پولیس ورغلي او د ده یو د تره زوی یې له ځانه سره وړی دی.
دا څو ورځې وشوې چې د پولیسو جنجال بیا زیات شوی دی، همدا پرون راغلی وو، زه نه وم زما یو تره زوی یې وړی حاجی کمپ ته، همدا اوس مې ورسره خبرې وکړې راته یې وویل چې ډیپورت کوي یې، ما ۲۲ ورځې مخکې د ویزې د تمدید غوښتنه کړې خو غوښتنلیک مې تراوسه نه دی منل شوی، موږ نه پوهیږو څه وکړو، موږ ته باید یوه لاره وښودل شيعبدالله
دی وايي له تېرو شلو ورځو راهیسي یې د ویزې د تمدید غوښتنه کړې خو تراوسه یې غوښتنلیک نه دی منل شوی:
"دا څو ورځې وشوې چې د پولیسو جنجال بیا زیات شوی دی، همدا پرون راغلی وو، زه نه وم زما یو تره زوی یې وړی حاجی کمپ ته، همدا اوس مې ورسره خبرې وکړې راته یې وویل چې ډیپورت کوي یې، ما ۲۲ ورځې مخکې د ویزې د تمدید غوښتنه کړې خو غوښتنلیک مې تراوسه نه دی منل شوی، موږ نه پوهیږو څه وکړو، موږ ته باید یوه لاره وښودل شي."
د اسلام اباد په بي ۱۷ سیمه کې میشت د یوې اته کسیزې کورنۍ مشر بل افغان چې نه غواړي د موضوع د حساسیت له امله یې نوم راپور کې واخیستل شي وايي د ټولې کورنۍ د ویزو موده پای ته رسېدلې خو نوې ویزې نه دي ورکول شوي.
نوموړي ازادي راډيو ته وویل چې همدا نن هم د دوې سیمې ته پولیس ورغلي او لږ ترلږه له پنځلس تر شلو افغانان یې د ویزې د نه لرلو له امله له ځانونو سره وړي دي:
"همدا اوس هم پولیس راغلي او خلک نیسي، دوی له یوې خوا د ویزې تمدید بند کړی دی، نه پوهیږو کومه پالیسې لري، اول یې شپږ میاشتې ویزې موده یوه میاشت کړه او اوس یې د یوې میاشتې تمدید هم بند کړی دی، زه دا اوس هم په یو ځای کې پټ یم د پولیسو له ویرې، دوه ورځې کیږي چې ویزه مې ختمه شوې ده خو دوی تمدید بند کړی دی."
دا په داسې حال کې ده چې د تېرو نږدې شلو ورځو راهیسي د پاکستان حکوکت د افغانانو په وړاندې د ویزو د تمدید پروسه ځنډولې ده چې له امله یې دغلته میشت زرګونه افغانان اوس مهال بې ویزې شوي دي.
دغه افغان کډوال وايي له تېرو څو کلونو راهیسي د متحده ایالاتو په ګډون نورو هیوادونو ته د پنا غوښتنې د کیسونو د څېړنې په تمه یې میشت دي خو اوس مهال د ویزو د نه تمدید له امله د ایستلو له ګواښ سره مخ شوي دي.
زه دا اوس هم په یو ځای کې پټ یم د پولیسو له ویرې، دوه ورځې کیږي چې ویزه مې ختمه شوې ده خو دوی تمدید بند کړی دیپه پاکستان کې میشت افغان کډوال
که څه هم پاکستان په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي د خو د جولای په ۱۲ مه یو شمېر پاکستاني رسنیو له دې ډلې جیو نیوز راپور ورکړ چې افغانانو ته د برښناني ویزو د ناقانونه صادرېدو په تور د فدرال د څېړنې ادارې ( اف، ای ، اې) د ویزو د صادرولو یو شمېر اداري کارکونکي نیولي دي.
په همدې حال کې جرمني رسنیو راپور ورکړی چې تازه پاکستان کې جرمني ته د تګ په تمه په اسلام اباد کې میشت ۱۵۰ کسان چې د دغه هیواد تایید لیکونه ورسره وو نیول شوي او د اخراج کمپونو ته لېږدول شوي دي.
د جرمني د ویلټ ام زونټاګ رسنۍ د راپور له مخې پاکستان له تېرو دوه ورځو راهیسي د هغه افغانانو نیول او د اخراج کمپونو ته استول پیل کیږي چې د جرمني له لوري ورسره د انتقال ژمنه شوې وه.
په راپور کې راغلي چې دا مهال په اسلام اباد کې لږ ترلږه ۲۵۰۰ افغان پناه غوښتونکي چې جرمني ورسره د انتقال ژمنه کړې میشت دي.
راپور دا هم وايي، چې پاکستان دغه کسانو ته د مارچ تر ۳۱ مې وخت ورکړی وو چې باید له دې هیواده وویستل شي خو د راپور په ټکو د جرمني د غوښتنې پر بنسټ دا نېټه د جون تر ۳۰ مې وغځول شوه.
که څه هم د جرمني حکومت په وروستیو کې اعلان کړی چې د دغه افغانانو د انتقال پروسه پیلوي خو تراوسه په دې برخه کې کوم پرمختګ نه دی شوی.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان لا له وړاندې په دې هیواد کې د میشتو ( اې سي سي) یا افغان تابعیت کارت لرونکو افغانانو په ګډون د بې اسناده افغان کډوالو د نیولو او جبري ډیپورت کولو پروسه پیل کړې ده.
پاکستان دغه شان په دې هیواد کې میشتو یو عشاریه څلور میلیونه د (پي اور ار) کارتونو درلودونکو افغان کډوالو ته هم د تېرې جون ۲۴ مه له دې هیواده د وتلو وروستۍ نېټه ورکړې وه خو تر اوسه د دغه کډوالو پر ضد د عملیاتو د پیلیدو خبر نه دی ورکړل شوی.
د پي اور ار یو شمېر درلودونکو له دې مخکې ازادي راډیو ته ویلي چې د پولیسو له ویرې له وړاندې افغانستان ته ستانه شوي دي.
" پي او ار" د کډوالۍ هغه کارتونه دي چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له خوا په ۲۰۰۷ کال کې افغان کډوالو ته ورکړل شوي دي.