د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۳ چنګاښ ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۵۱

له ایران او پاکستانه راستانه شوي افغانې کورنۍ؛ له زده کړو د لورګانو محرومیت ته انديښمن یو


له پاکستان او ایرانه، افغانستان ته یو شمېر تازه ستنې شوې کورنۍ، دغه هېواد کې له زده کړو د خپلو لوڼو د محرومېدو په اړه اندېښمنې دي.

دوی وایي، کډوالۍ کې یې لورګانو تعلیم کاوه او ښوونځيو ته تللې خو خپل هیواد ته په ستنېدو سره په کور ناستې دي.

د پاکستان د خیبرپښتونخواه له پېښور ښاره افغانستان ته تازه ستنه شوې د اوو لوڼو مور سعدیه وايي، پاکستان کې یې دوه لورګانې ښوونځي ته تللې، خو دلته اوس په کور ناستې دي.

دوی هلته ښوونځیو کې وې، دلته که دوی ته زده کړې وای، ډاکترانې او ښوونکې شوې به وی، نارینه اولاد هم نه لرم، لږتر لږه دوی به دومره کول چې زموږ روزي وګټي
سعدیه

"دوی هلته ښوونځیو کې وې، دلته که دوی ته زده کړې وای، ډاکترانې او ښوونکې شوې به وی، نارینه اولاد هم نه لرم، لږتر لږه دوی به دومره کول چې زموږ روزي وګټي، حکومت ته مو خبره دا ده چې نجونو ته هم د زده کړو کول پکار دي."

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په پنځلسمه پر افغانستان تر بیا واکمنېدو ورسته له شپږم تولګي پورته نجونې زده کوونکې ښوونځیو کې له زده کړو راګرځولې دي.

۳۵ کلنه شبانه چې د څلور لوڼو مور ده، بیا نږدې یوه میاشت مخکې له ایرانه افغانستان ته ستنه شوې ده.

وايي اوس خپلې ۶ کسیزې کورنۍ سره د بلخ ولایت په مزارشریف ښار کې اوسېږي.

د شبانې په خبره د طالبانو په لومړۍ واکمنۍ کې د دوی د محدودیتونو له امله دا زده کړو بې برخې شوې وه او اوس یې لوڼې ورته برخلیک سره مخ دي.

دې ازادي راډیو ته زیاته کړه.

"ډېر ورته اندېښمن یو، نه پوهېږم چې د دوی راتلونکې به څنګه وي، زموږ غوښتنه دا ده چې د ټولو نجونو پر مخ دې ښوونځي او پوهنتونونه پرانیزي، زما دا هیله وه چې یوه لور مې ډاکتره شي او بله یې ښوونکې شي، خو ارمانونه مو له منځه ولاړل."

د شبانې لور، ۱۴ کلنه صفیه چې ایران کې شپږم ټولګي کې وه هم د ورته اندېښنې په مطرح کولو د طالبانو له حکومته غواړي، چې د نجونو پر زده کړو محدودیتونه لرې کړي.

"ډېرې هیلې مې درلودې، خو اوس ډېره خفه یم چې له ښوونځي پاتې شوم، موږ ویل چې موږ به زده کړې وکړو، له ۱۲ ټولګي او بیا له پوهنتونه به فارغې شو، یو څه به رانه جوړ شي، هلته (ایران) کې چې وو، ډېره خوشحاله وم چې درس مو ویلو، دلته چې راغلو ناهیلې شوم، زما غوښتنه دا ده چې زموږ پر مخ د «بندیزونه» لرې او زده کړو اجازه راکړل شي، د ښوونځیو، د پوهنتون، تر څو راتلونکي کې ټولنې په خپلو پښو ودرېږو."

د طالبانو د حکومت د پوهنې چارو وزارت ویاند منصور احمد حمزه د راپور تر خپرېدو په راپورو کې د مرکه شویو کسانو د اندېښنو او غوښتنو اړوند د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

ډېر ورته اندېښمن یو، نه پوهېږم چې د دوی راتلونکې به څنګه وي، زموږ غوښتنه دا ده چې د ټولو نجونو پر مخ دې ښوونځي او پوهنتونونه پرانیزي، زما دا هیله وه چې یوه لور مې ډاکتره شي او بله یې ښوونکې شي، خو ارمانونه مو له منځه ولاړل
شبانه

د نجونو د زده کړو د کمپاین غړې او په تیر جمهوري نظام کې په کاناډا کې د افغانستان سفیره شینکۍ کړوخیل وايي طالبان باید په دې اړه په خپلو پالیسو بیا کتنه وکړي او د نجونو پر مخ د ښووڼخیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي.

نوموړې ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل،

" دا ډیره اړینه ده چې طالبان یو ځل بیا په خپلو پالیسیو تجدید نظر وکړي، د لیسو ( ښوونځیو) پرانیستلو ته اجازه ورکړي تر څو نجونې له دولسم ټولګي فارغې شي او وکولای شي پوهنتونو ته لاره پیدا کړي او همدارنګه هغو نجونو ته چې په پوهنتونونو او طبی موسساتو کې زده کړې کولې هغوی ته اجازه ورکړي چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي، افغانستان مسلکې پرسونل ته ضرورت لري او دا دوامداره تولید باید وشي تر څو د خلکو غوښتنو ته رسېدنه وشي."

د طالبانو حکومت د ۱۴۰۱ لمریز کال په لیندۍ ( قوس) میاشت کې نجونې پوهنتونونو کې له زده کړو راوګرځولې خو په طبي انستیتوتونو کې دوی ته د زده کړو اجازه وه چې بلاخره د ۱۴۰۳ لمریز کال په همدې میاشت یې په طبي انستیتوتونو کې هم د دوی په زده کړو بندیز ولګولو.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) د روان زېږدیز کال د مارچ په ۲۲مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي وه چې په افغانستان کې د ۱۴۰۴ تعلیمي کال له پیل سره نږدې ۴۰۰ زره نورې نجونې د زده کړو له حقه بې برخې شوې چې له دې سره د زده کړو د محرومو نجونو شمېر ۲،۲ میلیونو ته رسېږي.

یونیسف خبرداری ورکړی و چې که دا بندیز تر ۲۰۳۰ کال پورې دوام وکړي؛ څلور میلیونه نجونې به له ښوونځي پاتې شي.

خو یونسف نه وو ویلي چې په دې شمیرو کې هغه نجونې هم شاملې دي چې له کډوالۍ خپل هیواد ته ستنېږي.

پاکستان او ایران، په دې ورستیو کې افغانستان ته د کډوالو د بېرته ستنولو لړۍ چټکه کړې ده، په ځانګړي ډول ایران چې په ورځې په زرګونه کډوال ترې افغانستان ته ستېږي.

تازه اسلامي مرستندویه خیریه ټولنې( Islamic Relief) د جمعې په ورځ، د جولای په ۱۱مه، په یوه راپور کې ویلي وو چې د روان کال د جون له لومړۍ نیټې تر اوسه له ۴۵۰ زرو زیات افغان کډوال له ایرانه افغانستان ته ستانه شوي دي.
په ورته وخت کې ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ( یو این ایچ سي ار) او د کډوالۍ نړیوال سازمان( ای او ایم) بیا په یو ګډ راپور کې ویلي د روان کال له اپرېل راهیسې ۲ لکه ۵۷ زره افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي.
د روغتیا نړیوال سازمان(ډبلیو اچ او) بیا اټکل کړی چې په ۲۰۲۵ کال کې به، افغانستان ته د راستنیدونکو شمېر کې د پام وړ نور زیاتوالی هم راشي، د دغه سازمان په خبره په دې کال کې به شاوخوا ۱.۶ میلیونه افغان کډوال به له پاکستانه او تر ۲ میلیونو پورې له ایرانه بېرته افغانستان ته ستانه شي.

خو دا اټکل نه دی شوی، چې دې شمیر کې به په څومره شمیر نجونې وي چې خپل هیواد ته په ستنېدو سره به د طالبانو د محدودیتونو له امله له زده کړو محرومېږي.

XS
SM
MD
LG