دواړو سازمانونو په یوه ګډ راپور کې ویلي، چې د دې خلکو ۶۳ سلنه یې د پاکستاني پولیسو له لوري د نیول کېدو له ویرې له دې هېواده وتلي دي.
د پياوار کارت لرونکی محمد اسلم، چې د یوې ۲۴ کسیزې کورنۍ سرپرست دی او له تېرو څلورو لسیزو راهیسې د پاکستان په پلازمېنه کې ژوند کوي، ازادي راډیو ته یې وویل، چې د نیولو او ډیپورټ له ویرې یې د کورنۍ ۱۶ کسان افغانستان ته استولي او اوس مهال له نورې کورنۍ سره په یو نامعلوم وضعیت کې په پاکستان کې ژوند کوي.
"د کورنۍ یوه برخه مې افغانستان ته استولې ده چې اوس مهال هغوی هلته په بېسرنوشته حالت کې ژوند کوي او سرپناه نه لري. ما په دې خاطر چې پولیس مې کورنۍ ونهنیسي او بېعزته نه شم، نیمه کورنۍ مې هلته واستوله، ځکه دوی ان مېرمنې هم په بېعزتۍ له کورونو وباسي. دوی له دې وړاندې زرګونه کسان له خپلو کورنیو سره په بېعزتۍ نیولي او افغانستان ته یې ډیپورت کړي دي. ما د پولیسو له ویرې دا کار وکړ."
ثنا ګل ځدراڼ، چې دا هم د پياوار کارت لري او اوس مهال په پاکستان کې دی، وايي په افغانستان کې د کار او روزګار د نهموجودیت او په پاکستان کې د کارتونو د مودې د غځولو په اړه د نامعلوم برخلیک له امله اندېښمن دی.
"هلته کار او روزګار نشته، دلته یې هم موږ ته تراوسه څه نه دي ویلي. موږ منتظر یو چې دوی له موږ سره څه کوي. اوس دلته په یو بېسرنوشته حالت کې یو. که افغانستان ته لاړ شو، باید هلته یې له صفره پیل کړو. موږ غواړو همدلته ژوند وکړو، او غواړو چې زموږ د کارتونو موده وغځول شي او موږ ته نور وخت هم راکړل شي."
په پاکستان کې مېشتو پياوار کارت لرونکو افغان کډوالو ته دې هېواد خبرداری ورکړی و، چې د روان کال د جون تر ۳۰مې له هېواده ووځي، خو له دې نېټې دوه اونۍ تېرېږي او لا هم د پاکستان حکومت په رسمي ډول د دغو کارتونو د مودې د غځولو په اړه څه نه دي ویلي.
که څه هم د یو شمېر راپورونو پر بنسټ، د پاکستان د کابینې په غونډه کې یو شمېر وزیرانو د دې کارتونو د مودې د غځولو غوښتنه کړې ده.
د پياوار کارتونه په ۲۰۰۷ کال کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) له خوا افغان کډوالو ته ورکړل شوي وو.
ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ UNHCR او د کډوالۍ نړیوال سازمان IOM ویلي، چې د روان کال د جون له ۲۹مې د جولای تر ۵مې له پاکستانه د ستنېدونکو کډوالو ۳۲ سلنه یې د پياوار کارت لرونکي دي.
دواړو سازمانونو په یوه ګډ راپور کې ویلي، چې د دې خلکو ۶۳ سلنه یې د پاکستاني پولیسو له لوري د نیول کېدو له ویرې له دې هېواده وتلي دي.
په راپور کې ویل شوي، چې د دغو کارتونو نهتمدید د افغان کډوالو اندېښنې زیاتې کړي او افغانستان ته یې د دوی راستنېدل پېچلي کړي دي.
د دغه ګډ راپور پر بنسټ، د ۲۰۲۵ کال له اپرېل راهیسې په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د توقیف، ځورونې او جبري ستنېدو پېښې ډېرې شوې، چې ګڼې اندېښنې یې راپورته کړي دي.
په راپور کې راغلي، چې د روان کال له اپرېل راهیسې ۲ لکه ۵۷ زره افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي، چې په دې کې لږترلږه ۴۸ زره په جبري ډول له پاکستانه ایستل شوي دي.
دواړو سازمانونو ویلي، چې ډېری ستنېدونکي له کویټې، مرکزي کراچۍ او قلعه عبدالله څخه افغانستان ته داخل شوي، چې کابل، کندز او ننګرهار د دوی اصلي منزلونه دي.
په ورته وخت کې، د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په یوه جلا راپور کې ویلي، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ په پولو راستنېدونکي له ځورونې سره مخ دي.
د پلټنې په پوستو اوږدې پلټنې، توقیف، د پولیسو له لوري د ناقانونه پیسو غوښتنه، باج اخیستل، د اسنادو ضبط، له توکو یا څارویو سره د تېرېدو مخنیوی، د کورنیو جلا کول او دغه راز وهل ټکول هغه ستونزې دي، چې د راپور له مخې راستنېدونکي یې په پولو کې تجربه کوي.