د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۲ چنګاښ ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۵۲

د خبریالانو مرکز: طالبانو د ښځینه خبریالانو حضور د له‌منځه وړو هڅې ګړندۍ کړي


په داسې حال کې چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له لوري پر ښځو او نجونو پراخ لګول شوي محدودیتونه لا هم په خپل ځای دي، د افغانستان د خبریالانو مرکز په یو نوي راپور کې ویلي، په تېرو شپږو میاشتو کې په رسنیو کې د افغان ښځینه خبریالانو د حضور د له‌منځه وړلو هڅې ګړندۍ شوي دي.

په دغه راپور کې، چې پرون جمعه د جولای ۱۱مه خپور شوی او په کې د روان کال د لومړنیو شپږو میاشتو پېښې را اخیستل شوي، راغلي چې د طالبانو سیمه‌ییزو چارواکو، په ځانګړي ډول ولایتي چارواکو، په رسنیو کې د ښځو د رول د محدودولو لپاره بیلابېل اقدامات کړي دي.

په راپور کې راغلي، دغه راز د ښځو له لوري اداره کېدونکو رسنیو باندې فشارونه د پام وړ زیات شوي، او ان ډېری دغو رسنیو ګواښونکي لیکونه ترلاسه کړي چې باید خپل فعالیتونه بند کړي.

د خبریالانو مرکز ویلي، د ښځو له لوري اداره کېدونکو رسنیو د جوازونو د نوي کولو په پروسه کې خنډونه رامنځته کړل شوي، او د سیمه‌ییزو چارواکو له لوري د دغو رسنیو مسوولینو ته ویل شوي، هغه وخت به یې جوازونه نوي شي، چې کله یو نارینه د جواز لرونکي یا مسوول په توګه وټاکل شي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د اړیکو او عدالت غوښتنې د برخې مسوولې سمیه ولي‌زاده په دې اړه ازادي راډیو سره په خبرو کې، په افغانستان کې ښځینه خبریالانو په وړاندې د محدودیتونو په زیاتېدو اندېښنه وښوده او وې ویل، طالبان هڅه کوي چې د افغانستان په رسنیو کې د ښځو حضور په بشپړ ډول له منځه یوسي.

"طالبان په دې هڅه کې دي چې د ښځو د غږ په خپرولو بندیز او د ښځو له لوري د اداره کېدونکو رسنیو په وړاندې د ستونزو په جوړولو سره، د افغانستان په رسنیو کې د جنسیتي توپیر پر بنسټ د ښځو حضور په بشپړ ډول له منځه یوسي، چې دا واقعاً د اندېښنې وړ ده او اندېښنې لاپسې زیاتوي."

نوموړې دغه راز وویل چې د طالبانو حکومت داسې مهال په افغانستان کې په ښځینه خبریالانو فشارونه زیات کړي، چې د روان کال په مارچ میاشت کې، په کندهار کې، چرته چې د طالبانو مشرتابه مېشت دی، چارواکو په سیمه‌ییزو رسنیو د ښځو د غږ په خپرولو بشپړ بندیز ولګاوه.

په همدې حال کې د افغانستان په بیلابېلو ولایتونو کې یو شمېر ښځینه خبریالانې وايي، ورځ تر بلې یې په وړاندې محدودیتونه زیاتیږي، او دا چې د دغو محدودیتونو د دوام له امله ډېری ښځینه خبریالانو خپلې دندې پرېښې، او یا هم له هېواده وتلي دي.

په ننګرهار کې یوه ښځینه خبریاله، د غږ د بدلون او نوم نه خپرېدو په شرط، ازادي راډیو ته وویل:

"د افغانستان ښځینه خبریالانې له سختو محدودیتونو سره مخ دي. په وروستیو کې په ولایتونو کې د محرم موضوع هم جدي شوې ده. موږ باید دفترونو ته له ځانونو سره محرم یوسو، چې دا زموږ د کار د پای ته رسېدو معنا لري. نو وضعیت ورځ تر بلې خرابیږي، او دا چې محدودیتونه لا په ډېرېدو دي."

د شمالي ولایت بلخ یوه ښځینه خبریاله مروه حمیدي، چې په خبره یې د طالبانو د محدودیتونو له امله یې خپله دنده پرېښې، ازادي راډیو ته وویل:

"ښځینه خبریالانې ان د دې اجازه نه لري چې په خپلو خپرونو کې له نارینه اورېدونکو سره خبرې وکړي. دغه راز دوی نه شي کولای له خپل نارینه همکار سره یو ځای خپرونه پر مخ یوسي. په بلخ کې د ښځینه خبریالانو کار ډېر محدود شوی دی. نه یوازې د ښځینه خبریالانو کار، بلکې رسنۍ په ټوله کې ډېرې محدودې شوي دي."

دغه ښځینه خبریالانې له نړیوالې ټولنې غواړي چې د دوی په وړاندې د محدودیتونو د دوام په اړه غلې پاتې نه شي، او د بیان د ازادۍ او په رسنیو کې د ښځو د کار د دوام په اړه پر طالبانو فشارونه راوړي.

که څه هم د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد تازه د خبریالانو د مرکز د نوي راپور په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، خو وړاندې تر دې یې ویلي، چې د شرعیت له مخې د بیان ازادۍ او د رسنیو فعالیت ته ژمن دي. داسې مهال چې واک ته تر رسېدو وروسته، طالبانو په افغانستان کې په رسنیو او د ښځینه خبریالانو په کار پراخ محدودیتونه لګولي دي.

تېر کال، طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر په قانون کې د ښځو غږ عورت وباله، او وې ویل چې ان ښځې په لوړ غږ ترانې، نعتونه او تلاوت هم نه شي کولای.

طالبانو د دې ترڅنګ، په ټلویزیونونو کې د خپرونې په مهال، پر ښځینه ویاندویانو او خبریالانو د ماسک اچول جبري کړي، او دغه راز یې په وروستیو کې، په یو شمېر ولایتونو کې دفتر ته د تګ پر مهال، ښځینه خبریالانو سره د محرم تګ حتمي کړی، چې د رسنیو د ملاتړو بنسټونو له لوري، د ښځینه خبریالانو په کار یو بل سخت محدودیت بلل کیږي.

XS
SM
MD
LG