دغه بنسټونه او مدني ټولنې د مسکو دا پرېکړه غندلي او د جرمني او پاکستان په ګډون یې په بېلابېلو هیوادونو کې د اعتراضونو او اعلامیو په خپرولو دا اقدام د افغان میرمنو په وړاندې په جنسیتي اپارتاید کې د روسیې ښکیلتیا او له بشري حقونو سرغړونه بللې ده.
د افغانستان د ښځو د تاریخي بدلون بنسټ، د افغانستان د ښځو د سیاسي مشارکت شبکه، د افغان ښځو د یووالي او پیوستون غورځنګ، شنبه های ارغواني غورځنګ او یو شمېر نور د بشري حقونو د ملاتړ هغه بنسټونه دي چې د روسیې د دې اقدام غندنه یې کړې ده.
د افغان ښځو د یووالي او پیوستون غورځنګ مشرې زهرا حقپرست د روسیې د دغه اقدام په اړه اندېښنه وښوده او ازادي راډیو ته یې وویل: "موږ د روسیې له لوري د طالبانو په رسمیت پېژندلو اقدام په کلکه غندو، دا پرېکړه د افغان میرمنو لپاره یو تازه کړاو دی، طالبان نه یوازې په کور دننه مشروعیت نه لري بلکې هره ورځ د ښځو ضد سیاست له مخې د ښځو په ژوند، کار او زده کړو لا محدودیتونه وضع کوي. موږ له نړیوالې ټولنې او څېرو غواړو چې د روسیې د دغه پرېکړې په اړه غلي پاتې نه شي."
د افغانستان د مترقي میرمنو د بنسټ مشره مولوده توانا له روسیې غواړي چې په دې اړه په خپله پرېکړه له سره غور وکړي.
نوموړې ازادي راډیو ته وویل: "د روسیې دا اقدام غیر انساني او له بشري حقونو سرغړونه ده، دوی د افغانانو په ځانګړي ډول د افغان میرمنو ټول ارزښتونه نادیده ونیول، دا به هېر نه شي. موږ هیله لرو چې روسیه به په خپله دغه پرېکړه له سره غور وکړي، او ټول هغه ارزښتونه او بشري حقونه به له پامه ونه غورځوي، چې افغانانو یې په اړه قربانۍ ورکړي او د ساتنې لپاره یې مبارزه کړې ده."
دغه بنسټونو د ملګرو ملتونو پورې اړوندو ادارو، اروپايي ټولنې، سیمهییزو هیوادونو، د اسلامي همکارۍ سازمان او نړیوالو محکمو څخه غوښتي چې د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو په اړه د روسیې دا اقدام په رسمي ډول وغندي، او له طالبانو سره له هر ډول تعامل ډډه وکړي.
دوی دغه راز په افغانستان کې د ښځو، ماشومانو، اقلیتونو او مدني فعالانو د ملاتړ غوښتنه هم کړې ده.
د دغو بنسټونو په اعلامیو کې راغلي چې د روسیې وروستۍ پرېکړه د افغانستان او افغانانو د ګټو خلاف عمل دی، ځکه د دوی په خبره د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د خلکو، په ځانګړي ډول د ښځو او مذهبي اقلیتونو د حقونو د ټینګښت لپاره هېڅ ډول تضمین وجود نه لري او دا پرېکړه به په دې هیواد کې د بشري حقونو د لا خرابېدو لامل شي.
دغه ښځینه فعالانو ټینګار کوي چې د روسیې له لوري یو "رژیم" ته سیاسي مشروعیت ورکول چې په پراخه کچه له بشري حقونو، د بیان د ازادۍ، د زده کړو، او نورو مدني حقونو څخه ښکاره سرغړونه کوي، نه یوازې د نړیوالو قوانینو په وړاندې خطرناک ګام دی، بلکې د "تاوتریخوالي او افراطیت" د عادي کولو لپاره مستقیمه مرسته هم بلل کیږي.
د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې یو شمېر افغان سیاسي څېرو او د طالبانو مخالفو وسله والو جبهو د روسیې دا اقدام غندلی، داسې مهال چې چین د دې پرېکړې هرکلی کړی او دا یې د مسکو او طالبانو ترمنځ په دوه اړخیزو اړیکو کې پرمختګ بللی دی.
دا غبرګونونه په داسې حال کې دي چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت او په کابل کې د هغه هیواد سفیر د جولای په درېیمه اعلان وکړ چې روسیه د طالبانو حکومت په رسمیت پېژني، هغه چې طالبانو زړهور اقدام وباله.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي په یوه اعلامیه کې د روسیې دا پرېکړه زړهور او ارزښتناک اقدام بللی او هیله یې ښودلې چې د روسیې له لوري د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندل به د نورو هیوادونو لپاره هم یوه لاره وي.
دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلي واکمنۍ نږدې څلور کاله کیږي.
دوی په دې هیواد کې د کار او زده کړو په ګډون پر ښځو پراخه محدودیتونه لګولي دي.
دغه راز ادعا کیږي چې حکومت یې ټولشموله نه دی.
ظاهراً همدا دلایل لامل شوي چې تر اوسه یې له روسیې پرته هېڅ هیواد حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.