د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۴ چنګاښ ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۵۹

د امنیت شورا نننۍ ناسته؛ له خبرو تر عمله، افغاني نجونې پر طالبانو د فشار غوښتنه کوي


د امنیت شورا ناسته: له خبرو تر عمله د افغانانو هیله

تمه ده چې افغانستان کې دملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ ( یوناما ) مشره روزا اوتونبایوا د دغه هیواد په اړه د امنیت دشورا غونډې ته وینا وکړي.

یوناما په خپله فیسبوک پاڼه په یو بیان کې ویلي دي چې دا ناسته دوشنبه د جون ۲۳ د کابل په وخت د ماښام په اوه نیمې بجې پیلیږي.

په بیان کې راغلي دي چې دې ناستې ته به د یوناما مشره د افغانستان په اړه خپل درې میاشتنې راپور وړاندې کړي.

موږ له دې ناستې تمه لرو چې دا ناسته دې یوازې باید د خبرو تر حده نه وي بلکې د افغانستان په اړه باید عملي اومسولیت مننونکې پرېکړې وشي
فریده

یوناما د روان میلادي کال د لومړیو دریو میاشتو په راپور کې ویلي وو، دوی په افغانستان کې واکمن طالبان هڅوي چې د بشري حقونو د وضعیت ښه کیدو ته توجه زیاته وکړي.

په دې راپور کې یوناما په ځانګړي ډول په عام محضر کې خلکو ته د سزا ورکولو پیښو ته اندیښه ښودلې وه او ویلي یې و چې دا ډول سزاګانې له بشري حقونو څخه سرغړونې دي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بیان له مخې اغلې اوتونبایوا به دې ناستې ته د دوحې د پروسې د راتلونکو ګامونو په اړه معلومات هم ورکړي .

د دوحې پروسه د یوې سیاسي لارې دنقشې له مخې طالبانو سره د لا اغیزمن او منسجم نړیوال تعامل لپاره په ۲۰۲۳ کال د مۍ په میاشت کې پیل شوه.

تراوسه ددې پروسې درې ناستې شوي.

د روان کال د مۍ په ۲۵ مه یو شمېر طالب سرچینو ازادي راډيو ته ویلي وو چې د دوحې پروسې د څلورمې ناستې لپاره هم تیاری روان دی.

دغو طالب سرچینو ویلي وو، که څه هم د دې ناستې کره نېټه لا نه ده معلومه خو «مقابل لوري» ترې د دوی د ګډون د یقینې کېدو لپاره د اجنډا غوښتنه کړې ده.

تمه ده چې د امنیت شورا تازه ( نن دوشنبې ) په ناسته کې د افغانستان د سیاسي او بشري وضعیت، ټولنیزو او اقتصادي ننګونو په اړه هم بحثونه وشي.

د معلوماتو له مخې دې ناستې ته به د بشري مرستو لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشی مرستیاله جویس مسویا او د ملګرو ملتونو د ښځو دبرخی اجرایوی مشره سیما باهوس هم غونډې ته وینا کوي.

ویل کیږي چې د ګډونوالو په خبرو کې به په ځانګړې توګه په ښځو او نجونو باندې د طالبانو د محدودیتونو او تبعیضی پالیسو په اغیز تمرکز وشي.

یو شمېر افغانان په ځانګړې ډول ښځې که څه هم وايي چې په تېر کې دغه ډول ناستو هیڅ ډول مثبتې پایلې نه دي ورکړي خو وايي هیله من دي چې د امنیت شورا په دې ناسته کې د افغانستان په اړه عملي پرېکړې وشي.

یوې افغانې میرمنې فریده راقي صوفي زاده ازادي راډيو ته وویل،

"له دریو ډېر کلونه کیږي چې افغان نجونې او میرمنې د ژوند له لومړنیو حقونو په ځانګړي ډول د زده کړو او کار له حقه محرومې دي، موږ له دې ناستې تمه لرو چې دا ناسته دې یوازې باید د خبرو تر حده نه وي بلکې د افغانستان په اړه باید عملي اومسولیت مننونکې پرېکړې وشي، چې په افغانستان کې د ښځو د زده کړو او کار باندې د محدودیت د پای ته رسېدو لامل شي."

طالبانو پر افغانستان تر بیا ځلې واکمنېدو وروسته په دې هیواد کې د زده کړو او کار په ګډون په ښځو پراخه محدودیتونه لګولي دي.

موږ سره باید مرستې وشي، بیکاري او بې وزلي ډېره زیاته شوې ده، الله دې وکړي چې د دې ناستې پایلې ښې وي
بشیر

که څه هم طالبانو ویلي چې په دې هیواد کې د شریعت له مخې د ښځو حقونه تامین دي، خو له شپږمو ټولګیو پورته تر پوهنتونه، یې د دوی په زده کړو بندیز لګولی او دغه شان یې په دولتي او غیر دولتي ادارو کې د دوی د کار مخه هم نیولې ده.

د ننګرهار یوه اوسېدونکی بشیر بیا هیله لري چې د امنیت شورا ناسته کې دې له افغانانو سره دبشري مرستو په دوام ټینګار وشي.

نوموړې ازادي راډيو ته وویل،

"موږ سره باید مرستې وشي، بیکاري او بې وزلي ډېره زیاته شوې ده، الله دې وکړي چې د دې ناستې پایلې ښې وي او په افغانستان کې د کار روزګار د پیدا کېدو او له افغانانو سره د مرستو د کېدو لامل وګرځي."

د امنیت شورا دا ناسته په داسې حال کې ترسره کیږي چې د روانې جون په ۱۸ مه د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش امنیت شورا ته په خپل درې میاشتنې راپور کې په افغانستان کې د امنیتي پېښو د زیاتېدو خبر ورکړ.

په دې راپور کې راغلي وو چې په تېرو دریو میاشتو کې د فبرورۍ له لومړۍ د اپریل تر ۳۰ مې نېټې په افغانستان کې ۲ زره ۲ سوه او ۹۹ پېښې ثبت شوي دي، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۳ سلنه زیاتوالي ښيي.

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد دغه راپور ناسم بللی و او ویلي وو چې د ملګرو ملتونو په راپور کې هڅه شوې چې د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه اندېښنې پیدا شي.

نوموړي په خپله اېکس پاڼه په یو بیان کې ویلي وو چې ملګرو ملتونو په افغانستان کې جنايي پېښې په امنیتي پېښو تعبیر کړي په داسې حال کې چې په خبره یې دغه ډول جنايي پيښې، په نورو هېوادونو کې له افغانستان څخه ډيرې ترسره کیږي.

خو د ګوتریش په راپور په یاده موده کې د طالبانو د مخالفو جبهو له ۵۰ د زیاتو بریدونه یادونه شوې وه او دا هم ویلي شوي وو چې د اسلامي دولت (داعش ډلې) خراسان څانګې هم بریدونه کړي دي.

XS
SM
MD
LG