په اروپايي هیوادونو کې میشتو افغانان ته روانه میلادي میاشت سندریزه ده.
د جون ۱۵ په هالند کې د جاوید امیرخیل کنسرت و. دې کنسرت ته په یاد هیواد کې میشت او له شا او خوا هیوادونو په سلګونه د موسیقۍ لیوال افغانان ورغلي وو.
په دوې کې یو ۸۵ کلنه افغانه میرمن هم وه، دې چې نه غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، خپل احساس یې له ازادي راډیو سره داسې شریک کړ:
" زه د جاوید جان کنسرت ته ته تللې وم، ډیر مې زړه ښه شو، خوشحاله شوم چې وامې وریدو، ډیرې ښې ښې سندرې یې وویلې، ومې وژړل، ویې ژړولم وطن پسې، جاوید جان ته هم خوشحالي غواړم."
ټاکل شوی چې امیرخیل په بلجیم، فرانسي او جرمني کې هم کنسرتونه ورکړي.
هارون پاچا بیا له جاوید امرخیل نه یوه ورځ مخکې د بروکسل په یو ستیج راڅرګند شو.
دا کنسرت چې بلجیم کې د افغان کلتوري بهیر په کوربه توب جوړ شوی و مسوولین یې وايي تر اووه سوه پورې کسانو په کې ګډون کړی و.
د دې ټولنې د مشرتابه شورا یو غړي سید حضرت ازادي راډیو ته وویل:
" هارون پاچا ډیرې ښې غزلیزې سندرې په کې وویلې، ډیر ښه پروګرام تیر شو، له ډېرې مودې ورسته د افغانانو هنري تنده ماته شوه، په تیره د هغه د وطني سندرو ډیر هرکلی وشو."
ښاپیرۍ نغمې هم د جرمني په کولن او فرانکفورت ښارونو کې کنسرتونه درلودل.
دې مخکې ازادي راډیو ته ویلي وو چې هالند او لندن کې به هم هنري پروګرامونه ولري.
هاخوا بل افغان پېژندل شوي سندرغاړي فرهاد دریا په استرالیا کې د کنسرتونو لړۍ پیل کړې ده۰
خو د جرمني استوګن یو ۱۵ کلن افغان ځوان احمد مسیح وايي، دې له دې کنسرتونو بې برخې شو، ځکه په خبره یې د رخصتۍ په موسم کې نه وو:
" په اروپا کې سږ کال کنسرتونه ښه وو، خو مونږ ونه شول کولای چې په ګدون وکړو، ځکه د رخصتیو په موسم کې نه وو، که راتلونکي کې دا موضوع په پام کې ونیول شي، ښه به وي او ډیر کسان به به کې ګډون وکړي."
په ډیری اروپايي هیوادونو کې معمولاً د ښوونځیو او لوړو زده کړو د موسسو د دوبي رخصتۍ په جولای او اګست میاشتو کې وي.
د یادونې ده چې مخکې هم په بیلابیلو هیوادونو کې افغان هنرمندانو هنري پرګرامونو او کنسرتونه درلودل، خو سږ جون ډیره سندریزه شوه چې ښايي خاطرې یې تر ډیره په اروپا کې د میشتو افغانانو د مسافرۍ د زړه تنګو ورځو ملګرې وي.