دغو ادارو په یو ګډ راپور کې چې د جون پر ۱۹مه د ملګرو ملتونو ریلیف ویب پاڼې خپور کړی، ویلي چې یوازې په اپریل میاشت کې د شري شاوخوا ۱۸ زره او ۷۰۳ مشکوکې او ورنه د مړینې ۱۱۱ پېښې ثبت شوې دي.
راپور زیاتوي چې دا شمېرې د مارچ میاشتې په پرتله ۴۳ سلنه زیاتوالی ښيي.
راپور کې دا هم ویل شوي، چې په اپریل په میاشت کې د ملاریا ۲ زره او ۹۸۲ مشکوکې پېښې هم ثبت شوي، چې دا هم د مارچ میاشتې په پرتله ۷۳ سلنه زیاتوالی ښيي.
په همدې حال کې، د «ورلد ویژن» په نوم نړیوالې موسسې خبرداری ورکړی چې شری د نړۍ له تر ټولو ساري ناروغیو څخه دی، چې د ویروس له لارې خپرېږي او کولی شي انسان ته جدي ستونزې پېښې او ان ژوند یې واخلي.
دغې ادارې په خپل راپور کې چې د جون پر ۱۹مه یې خپور کړی، ټینګار کړی چې واکسین د ساري ناروغیو د مخنیوي لپاره حیاتي ارزښت لري.
ورلد ویژن وايي، په لرې پرتو سیمو کې د واکسین د خدمتونو نه شتون، ټولنه له مخ په زیاتېدونکي خطر سره مخ کوي، چې له امله یې د ماشومانو مرګونه او دوامداره روغتیایي ننګونې زیاتېږي.
د دې نړیوالې موسسې د معلوماتو له مخې، ۴۸ سلنه مرګونه په افغانستان کې د هغو ناروغیو له امله دي چې د واکسین له لارې یې مخنیوی ممکن دی.
په ورته وخت کې د افغانستان د بېلابیلو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي هم د ساري ناروغیو د پېښو له زیاتوالي شکایت کوي.
د کابل ښار یوه اوسېدونکي چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې یاد شي، ازادي راډیو ته وویل چې څو ورځې مخکې د هغه د کور څو غړي په شري اخته شوي وو:
«زموږ په کور کې کوچني او لږ غټ ماشومان په شري اخته شوي وو، د دوی سترګې پړسېدلې وې، په ټول بدن یې سرې دانې راوتلې وې، د سترګو شاوخوا سوروالی، شدیده تبه، د بدن درد، کانګې او خوا بدوالی هم ورسره وو، دا نښې ډېرې خطرناکې وې، خوب یې هم نه درلود.»
د ننګرهار ولایت یوه اوسېدونکي چې ده هم نهغوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل چې د هوا په ګرمېدو سره ملاریا زیاته شوې ده:
«دوه ورځې مخکې زموږ د کور یو ماشوم په ملاریا اخته شوی و، ډاکټر ته مو وروړ، درمل مو ورته واخیستل، اوس لږ ښه شوی، د تبې او عضلاتو د درد لپاره یې هم دوا ورکړې. ملاریا ډېره شوې ده.»
دا چې په روغتیايي برخه کې کار کوي، کورنیو ته مشوره ورکوي چې د شپې له خوا له پشهخانې استفاده وکړي او خپلو کورونو ته څېرمه د اوبو ډنډونه لهمنځه یوسي.
د روغتیا نړیوال سازمان مخکې د مې پر ۲۵مه ویلي و چې په ۲۰۲۵ کال کې د شري مشکوکې پیښې ۵۵ زره او ۶۷۸ وې، او ورنه د مړینې ۳۵۷ پیښې ثبت شوې وې، داسې مهال چې د ۲۰۲۴ کال په ورته موده کې ۵۲ زره مشکوکې پیښې ثبت شوې وې.
دغه سازمان مخکې هم ویلي و چې د اوړي په موسم کې د ملاریا پېښې زیاتېږي، او خبرداری یې ورکړی چې د واکسین د پوښښ ټیټه کچه، د اوبو ککړتیا، ناسم روغتیايي وضعیت، د کډوالو راستنیدنه، او موسمي بارانونه کولی شي د ساري ناروغیو بحران لا پراخ کړي.