د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۵ غبرګولی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۵۹

افغان تلپاتې سندرغاړی احمد ظاهر له مرګ څو لسیزې وروسته هم ګڼ مینه وال لري


د احمدظاهر د درنښت د مراسمو یو انځور
د احمدظاهر د درنښت د مراسمو یو انځور

نن د غبرګولي یا جوزا ۲۴ د افغان مشهور سندغاړي احمد ظاهر د زوکړې له ورځې سره برابره ده. هغه په همدې نېټه د ۳۳ کلنۍ په عمر د ژوند پور هم پرې کړ.

که څه هم د احمدظاهر له مرګه لسیزي اوړي، خو د لوړې هنري وړتیا او ذوق له امله چې درلود یې، لا یې هم خلک اوري او خوښوي یې.

له لوړو زده کړو راګرځول شوې یو افغان نجلۍ وه، چې وايي د احمد ظاهر سندري اوري، او د طالبانو د حکومت له خوا پر نجونو لګلول شوي محدودیتونه ژاړي.

دا چې نه غواړي د موضوع د حساسیت له امله یې نوم په راپور کې خپور شي ازادي راډیو ته یې وویل:

«کله چې د احمد ظاهر سندرې اورم، فکر کوم چې هغه زما هم نسله دی، او د سندرو اوریدل یې زما ذهن ارامه کوي، خصوصاً دا څلور کاله چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي او ټولې خوښۍ او هیلې یې له نجونو او ښځو اخیستې دي. واقعاً چې د احمد ظاهر غږ تل پاتې دی.»

احمدظاهر هغه افغان سندرغاړی چې له مرګ یې د لسیزو په تېرو سره هم، د هغه لوړې هنري وړتیا او ذوق له امله چې درلود، لا یې هم خلک اوري او خوښوي یې.
طالبانو پر افغانستان تر بیا ځلي واکمنېدو ورسته د موسیقۍ په غږولو او اورېدلو بندیز لګولی دی، خو د احمد ظاهر مینه وال وايي، په پټه یې اوري.

په کابل د یو ټکسي چلوونکی امید محمدي ازادي راډیو ته وویل:

«په افغانستان کې موسیقۍ بنده شوې او ان موټرو کې هم اجازه نه ورکوي چې وایې ورو، خو زه خپله د هغې علاقې له امله چې احمد ظاهر جان سره یې لرم، یو فلش لرم، چې موټر کې څوک نه وي یا مې دوستان وي اورم یې او ورنه خوند اخلم»

احمد ظاهر چې د افغانستان د لغمان ولایت اصلي اوسېدونکی و، د ۱۳۲۵ لمریز کال د جوزا په ۲۴ زېږېدلی او د ۱۳۵۸ لمریز کال په همدې نېټه په سالنګ کې ظاهراً په یوې ترافیکي پېښه کې ومړ.

هغه د کابل په شهدای صالحین کې خښ دی، طالبانو یې د خپلې لومړۍ واکمنۍ پر مهال په ۱۳۷۵ لمریز کال کې قبر هم وران کړی و، خو کله چې دا واکمنۍ سقوط شوه د ده مینه‌والو بېرته ورغاوه.

د احمد ظاهر مقبره
د احمد ظاهر مقبره

احمد ظاهر له دېرشو زیات د سندرو البومونه لري او په ټوله کې د سندرو شمېر یې ۴۳۰ ته رسېږي.

دا سندرې ډیری په فارسي دي خو په پښتو، اردو او انګریزي یې هم ځینې سندرې ویلي دي.

یو شمیر افغان شاعران له دې دلې وهاب مجیر چې ډیری شعرونه یې سندرې شوي او خپله هم د احمد ظاهر له مینوالو څخه دی، د احمد ظاهر د محبوبیت او بریا یو راز، سندرو ته د شعرونو په انتخاب کې د هغه ډیر دقت بولي:

«احمد ظاهر د هغو افغان سندرغاړو له ډلې و چې شعر ته یې جدي اهمیت ورکوو ، مونږ کولای شو په زغرده دا ووایو چې د احمد ظاهر د تلپاتې کېدو له رازونو یو راز په شعرونو کې د ده دقت او وسواس و»

د یادونې ده چې د احمد ظاهر سندرې یوازې اورېدونکي او لیدونکي نه بلکې په لکونو لوستونکي هم لري.

د دانش خپرندویې ټولنې مشر اسد دانش مخکې ازادي راډیو ته ویلي وو چې د (تنها صداست که می ماند) په نوم کتاب، چې ده خپله په ۱۳۷۳کال کې راټول او ټولنې یې چاپ کړی دی، شاوخوا لس لکه ټوکه خرڅ شوی دی.

احمد ظاهر، یوازې په افغانستان کې نه بلکې له افغانستان بهر هم ګڼ مینه‌وال لري.

یوې تاجکۍ سندرغاړې پروین احمدیار وړم کال د احمد ظاهر په تلین کې ازادي راډیو ته ویلي وو، هر کال یې په هېواد کې د غبرګولي په ۲۴مه د احمدظاهر د ياد مراسم ترسره کېږي.

XS
SM
MD
LG