د کابل اوسېدونکی دولس کلن رحیم کباړ خرڅوي. ده ازادي راډیو ته وویل، پلار نه لري، مور او درې خویندې یې دي، خویندې ترې مشرانې دي چې دوه یې ښوونځی کې دي، خو یوه خور او مور یې په کور دي او کار نه کوي.
رحیم وايي، د راټولو شویو کباړو په پیسو کورته سودا اخلي:
" د پنځوس او کله اویا روپیو راټولوم، دې باندې وړه ، غوړي او دا شیان اخلو."
د مور یو زوی رحیم داسې مهال دا کار کوي، چې د«هلو ټرسټ» په نوم د ماینپاکۍ موسسې تازه سه شنبه د غبرګولي په شلمه ویلي، چې هره میاشت شاوخوا ۴۰ ماشومان چې د خپلې کورنۍ د ملاتړ لپاره اوسپنې راټولوي، د ماین چاودنو له امله وژل کیږي یا سخت ژوبل کیږي.
" دلته مونږ ژاولې خرڅوو، مور او پلار مې وايي ځئ ژاولې خرڅې کړئ."
دیارلس کلنه کلپاڼه وايي، هره ژاوله کې ورته یوه افغانۍ پاتې کېږي.
که رحیم یې خویندو ته ګټي د پلار ملاتړې ګلپاڼه بیا خپله یوه یوه افغانۍ ګټه د خپلو وړو ورڼو لپاره سر په سر کوي، ځکه وايي پلار یې چې کراچۍ چلوي کله کار کېږي او کله نه:
" زمونږ کور کې یوازې یو مې مور ده یو زه یم، بله خور مې نشته، درې مې وروڼه دي، یو مې پلار دی، شپږکسان یو، پلار مې کراچۍ چلوي. "
نن د جون دولسمه د ماشومانو د کار په وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ ده.
سږ کال د دې ورځې شعار دی" پرمختګ څرګند دی، خو ډیر کارونه باید تر سره شي، راځئ چې هڅې چټکې کړو!"
دا ورځ چې په ۲۰۰۲ ميلادي کال کې د کار د نړیوال سازمان ( ILO ) له خوا نومول شوې موخه یې د دې نړیوالې ستونزې په اړه د عامه پوهاوي لوړول او د لمنځه وړلو لپاره یې هڅې دي.
دغه سازمان مخکې ویلي وو چې په ټوله نړۍ کې له ۱۶۰ میلیونو زیات ماشومان دا مهال کار کوي چې د ۲۰۲۱ کال د ارزونې پر بنسټ له یو میلیون زیات یې په افغانستان کې دي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق هم د تیر میلادي کال د فبروري په دولسمه د دغه سازمان یوې غونډې ته ویلي وو، چې دا مهال تر یو میلیونو ډیر افغان ماشومان د بې وزلۍ او اقتصادي ستونزو له امله په سختو او خطرناکو کارونو بوخت دي.
د کابل یوه اوسېدونکی د څلور کسیزې کورنۍ سرپرسته چې نه غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي، د غږ د بدلون په شرط یې ازادي راډیو ته وویل، د بې وزلۍ له امله اړه ده چې په خپل زوی کار وکړي.
دا وايي، خاوند یې مړ دی او لورګانې یې وړې دي، خپله یې مخکې یې په یوې دولتي اداره کې د اجیرې په توګه کار کاوه خو په افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو ورسته بې دندې شوې ده:
" څلور ماشومان لرم، درې یې لوڼې دي او یو یې هلک دی، نجونې وړې دي، هلک غټ دی، هلک ته مې یوه کراچۍ اخیستې، کله کار کېږي، کله نه کېږي، همدومره کېږي، چې وچه ډودۍ وشي. "
د ماشومانو د حقونو په نړیوال کنوانسیون کې چې افغانستان هم په ۱۹۹۴ میلادي کال کې ورسره یو ځای شوی دی، پر ماشومانو کار کول بند دي.
د ماشوم د حقونو فعال او مخکې د افغانستان د بشر د حقونو د خپلواک کمیسیون د ماشومانو د برخې مشر نجیب الله بببرک زي ازادي راډیو ته وویل:
" د کنوانسیون له مخې هر هغه جسمي فعالیت چې، ماشوم په کې ښکیل وي، یعنې عمر یې له اتلسو کلونو کم وي او د ده فزیکي او دماغي ودې ته زیان ورسوي او د ښوونې او روزنې مخه یې ونیسي، او دی خدای مه کړه په هغه کار کې معلول او زخمي شي، منع دی او ماشوم یې باید ونه کړي."
د ماشومانو د حقونو د نړیوال کنوانسیون له مخې هر انسان د زېږون له ورځې تر انلس کلنۍ پورې ماشوم ګڼل کېږي.
ښاغلی ببرک زی وايي، د افغانستان د کار د پخواني قانون پر بنسټ یوازې له پنځلسو کلونو پورته ماشومانو کولای شول حرفوي زده کړې وکړي، هغه هم د دولت په چوکاټ کې او په دې خاطر چې یو مسلک زده کړي او راتلونکي کې په خپلو پښو ودرېږي.
د یادونې ده چې د افغانستان د اساسي قانون په ۴۹مه ماده کې چې د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې پهدې هېواد کې نافذ و، هم راغلي وو چې پر ماشومانو د کار تحمیل جواز نهلري.
ومو غوښتل په افغانستان کې د کارګرو ماشومانو د کره شمیر په اړه او دا چې د دې ستونزې په اړه څومره عامه پوهای موجود دی اود لمنځه وړلو لپاره یې څه هڅې شوي د طالبانو حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمیع الله ابراهیمي وپوښتو خو نوموړي په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.
خو د دغه وزارت مرستیال محمد زاهد جان اغا مخکې رسنیو سره په خبرو ادعا کړې وه چې دوی په مرکز او ولایتونو کې کارګرو ماشومانو ته د زده کړو فرصتونه برابر کړي دي.
داسې مهال چې د امریکا د متحده ایالاتو د کار نړیوال دفتر په ۲۰۳۲ میلادي کال کې ویلي وو چې افغانستان د ماشومانو دکار د بدو بڼو د لمنځه وړولو په برخه کې هیڅ پرمختګ نه دې کړی.