د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۰۸

ایراني چارواکي؛ په ایران کې پاتي ناقانونه افغان کډوال په تور لیست کې شاملیږي او له اخراج وروسته ایران ته د بیا ننوتو اجازه نه ورکول کیږي


د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو اتباعو او کډوالو مرکز مشر د داوطلبانه وتلو پر اړتیا په ټینګار سره خبرداری ورکړی که "غیر مجاز اتباع" ونیول شي، تور لیست کې به شامل شي.

ایراني رسنیو ویلي نادر یار احمدي زیاته کړې، کوم کسان چې په دې لیست کې شامل شي، ایران ته د بیا ننوتلو اجازه ونه لري.

د ایران چارواکي او رسنۍ عموما د "د غیر مجاز اتباع" اصطلاح د هغو افغان کډوالو لپاره کاروي چې قانوني اسناد نه لري.

کوم کسان چې دوی ته کار ورکوي ورته جرمانه ټاکل شوې، که افغانان هلته کار وکړي، کار ورکوونکي یې باید جریمه پرې کړي
ایران کې میشت افغان کډوال

د ایران په قزوین ښار کې میشت یو افغان کډوال وايي، "ټول خلک له ستونزو سره مخ دي، نشي کولای چې دلته د یو کډوال له حقونو څخه استفاده وکړي".

ده چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې وویل شي ازادي راډیو ته یې وویل، په دې وروستیو کې د افغان کډوالو اندېښنې زیاتې شوې، په ځانګړي ډول هغه کسان چې په کار بوخت دي.

"خلک ډېر اندېښمن دي، په ځانګړي ډول هغه کسان چې دلته کار کوي، کوم کسان چې دوی ته کار ورکوي ورته جرمانه ټاکل شوې، که افغانان هلته کار وکړي، کار ورکوونکي یې باید جریمه پرې کړي".

یو بل افغان کډوال چې په تهران کې اوسي او ده هم ونه غوښتل نوم یې په راپور کې وویل شي ازادي راډیو ته وویل، پاسپورت، ویزه او د کار اجازه لري، خو بیا هم وخت په وخت د امنیتي ځواکونو له لوري د ایستلو او ورته دوخت ټاکلو له ګواښ سره مخ کېږي.

"وضعیت تر دې اندازې خراب دی چې ان هغه کسان چې پاسپورت او ویزه لري، له تاوتریخوالي سره مخ دي. دا وضعیت زموږ لپاره ډېر ستونزمن دی، زموږ پیسې د کار له خاوند سره پاتې دي، زموږ کورنۍ په افغانستان کې زموږ میاشتني معاش ته منتظرې دي، دلته زموږ پاسپورت ته ارزښت نه ورکول کېږي، او له ګڼو ستونزو سره مخ یو."

زموږ پیسې د کار له خاوند سره پاتې دي، کورنۍ مو په افغانستان کې د میاشتني معاش منتظرې دي، دلته زموږ پاسپورت ته ارزښت نه ورکول کېږي، او له ګڼو ستونزو سره مخ یو
په ایران کې میشت افغان کډوال

دا اندېښنې په داسې حال کې دي چې پر افغان کډوالو د فشارونو په دوام، ایراني چارواکو یو ځل بیا په داوطلبانه وتلو د ټینګار ترڅنګ خبرداری ورکړی که "غیر مجاز اتباع" ونیول شي، تور لیست کې به شي.

ایراني رسنیو له دې ډلې تسنیم خبري اژانس د ایران د کورنیو چارو وزارت له سلاکار او د بهرنیو اتباعو او کډوالو مرکز مشر نادر یار احمدي په حواله ویلي، هغه کسان چې تور لیست کې شامل شي، بیا به ایران ته د ننوتلو اجازه ونه لري.

په دوام کې راغلي چې نادر یار احمدي زیاته کړې، بهرني اتباع باید پاسپورت او ویزه ولري، او که د تیرو شرایطو له امله په ناقانونه توګه ایران ته تللي، دا نشي کولای د دوی اوسنی غیرقانوني حضور توجیه کړي.

د یادونې ده چې شاوخوا یوه اوونۍ مخکې د ایران حکومت اعلان وکړ چې د کډوالو د سرشمېرنې کارتونه لغوه شوي، او په بې اسناده کډوالو ښوونیز او روغتیايي خدمتونه هم بند شوي دي.

د کډوالو نړیوال سازمان (ای او ایم) په خپل یوه تازه راپور کې ویلي، په دې ورستیو کې او د ایراني چارواکو له دې اعلانونو ورسته له دغه هیواده د افغانانو د ایستلو بهیر چټک شوی.

(اې او ایم) زیاته کړې چې یوازې د روان میلادي کال په مې میاشت کې له ایران څخه د ۱۵ زرو کورنیو راستنېدنه ثبت شوې ده.

د یادنې ده چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت هم تازه ویلي چې په تېرو دوو میاشتو کې یې له هغه هېواده له ۲ لکه او ۶ا زرو زیات افغانان ایستلي دي.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

XS
SM
MD
LG