د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۳۱ چنګاښ ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۰۵

د افغانانو یوشمیر تجارتي مالونه په واګه کې ایسار دي


په پاکستان کې د افغان سوداګرو ایسار موټړ- عکس ارشیف
په پاکستان کې د افغان سوداګرو ایسار موټړ- عکس ارشیف

که څه هم د پاکستان او هندوستان د شخرۍ له امله له ۱۵۰ پنځوس څخه زیاتې لارې چې په افغان سوداګریزو توکو بار او یوه میاشت بندې پاتې وې شاوخوا دوه اونۍ مخکې هند ته د ننوتو اجازه ورکړل شوه خو ۱۱ لارې لا هم د پاکستان په واګه بندر کې بندې پاتې دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي دا هغه لارۍ دي چې د پاکستان دننه په ځینو ګمرکونو کې بندې وي او وروسته واګه بندر ته ورسېدې.

د دې خونې د مدیره پلاوي غړي خان جان الکوزي ازادي راډيو ته وویل چې د دغه ستونزې د حل هڅې روانې دي او ژر به دغه لاریو ته د تېرېدو اجازه ورکړل شي.

"دا هغه یولس لارۍ دي چې په ځینو ګمرکونو کې بندې پاتې وې او وروسته اجازه ورکول شوه، موږ یې لستونه تیار کړي، هندوستان، پاکستان او د افغانستان د سوداګرۍ وزارت ته مو ورکړي دي موږ سره ژمنه شوې چې ډېر ژر به د تېرېدو اجازه ورکول شي. "

نوموړي له افغان سوداګرو وغوښتل تر کومه چې واګه بندر په بشپړ ډول نه وي خلاص شوی هندوستان ته دې د صادراتو له کولو ډډه وکړي.

یو شمېر هندي رسنیو هم تازه خبر ورکړی چې په دې ۱۱ لاریو کې نیمه خرابیدونکې توکې بار دی په واګه بندر کې هندوستان ته د اوښتو انتظار باسي.

انډین ایکسپریس د یو شمېر سوداګریزو سرچینو له قوله ویلي په دې موټرو کې چې وچې میوې بار دي په هغه لست کې نه وې شاملې چې مخکې په واګه بندر کې بندې پاتې وې خو ښکاري چې دا یوه تخنیکي ستونزه وه.

دغه ورځپاڼې ویلي چې اوس د پاکستان حکومت په افغانستان کې د طالبانو له حکومته په دې اړه د اړینو اسنادو غوښته کړې ده.

په ورته وخت کې د افغانستان د وچو میوو د صادرونکو ټولنه وايي که څه هم دغه ۱۱ لاریو ته به ژر په بندر د اوښتو اجازه ورکړل شوي خو دې مسلې د یادو توکو د سوداګرو لپاره جدي اندېښنې پیدا کړي دي.

د دې ټولنې ویاند خالد احمد رحماني ازادي راډیو ته وویل:" د دغه ستونزې له امله څو اونۍ په سرحد کې بندې پاتې شوې، چې له امله یې د سوداګرو اندېښنې زیاتې شوې وې، ځکه په دې لاریو کې تر ډېره خوراکي مواد بار وو، دا چې د هندوستان او پاکستان هوا ډېره ګرمه ده نو د سوداګرو مالونه د خرابیدو له ګواښ سره مخ وو له همدې امله سوداګر ډېر اندېښمن وو."

د روان کال د اپریل په ۲۴ مه د هند د کشمیر په پهلګام سیمه کې له مرګوني برید وروسته چې له امله یې د هند او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی رامنځته شو د افغان سوداګرو لږ ترلږه ۱۵۰ لارې په واګه بندر کې بندې پاتې شوې خو له نږدې یوې میاشتې ځنډ وروسته ورته هندوستان خواته د تېرېدو اجازه ورکول شوه.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي وو چې په دې موده کې افغان سوداګرو ته میلیونونه ډالره زیان ورسېده.

د حبیب الرحمان په نوم یو افغان سوداګر چې سوداګریز مالونه یې نږدې یوه میاشت په سرحد کې بند پاتې وو ازادي راډيو ته یې وویل چې د بندر د بندیدو له امله یې زیات زیان ولید.

"موټرو ته په سرحد د تېرېدو اجازه ورکول شوه خو کوم مالونه چې په موټرو کې بار وو ۵۰ په سلو زیان ورته ورسېده."

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي چې دا هیواد هر کال د واګه بندر له لارې له هند سره د وچو میوو شاوخوا ۵۰۰ میلیونه ډالره سوداګري کوي.

د یادونې ده چې شاوخوا څلور میاشتې وړاندې، د هند د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان او هندوستان ترمنځ د سوداګري لپاره د چهابهار بندر یادونه هم کړې وه.

د تېر جمهوري نظام پر مهال افغانستان له هند سره د هوايي دهلیزونو له لارې هم سوداګریزه راکړه ورکړه کوله چې اوس مهال غیر فعال ده.

XS
SM
MD
LG