په افغانستان کې د«ام ډي سي» په نوم ماینپاکۍ موسسه خبرداری ورکوي، که چیرې د ماینپاکۍ پروګرامونو لپاره بیړنۍ نړیوالې مرستې برابرې نه شي، له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو راستنېدو ته په کتو، د ماینونو او ناچاودو توکو د چاودنو له امله تلفات به نور هم زیات شي.
د دې موسسې مشر شهاب حکیمي د سه شنبې په ورځ د جون په لسمه نېټه ازادي راډیو ته وویل، اوسمهال په میاشتني ډول تلفات شاوخوا ۶۰ تنه دي او شاوخوا ۸ میلیونه کسان د ماینونو او ناچاودو توکو له ګواښ سره مخامخ دي.
د افغانستان په مختلفو برخو لکه د جګړې سیمو او د ناټو د روزنې سیمو کې چې شاوخوا ۱۲۰۰ مربع کیلومتره ځمکه ده ماینونه او ناچاودې توکې پاتې دي. که چیرې په دې برخه کې مرسته ونشي، نو دا د نږدې اته ملیونو خلکو لپاره مستقیم او غیر مستقیم ګواښ دی، او دوی په خطر کې ديشهاب حکیمي
"د افغانستان په مختلفو برخو لکه د جګړې سیمو او د ناټو د روزنې سیمو کې چې شاوخوا ۱۲۰۰ مربع کیلومتره ځمکه ده ماینونه او ناچاودې توکې پاتې دي. که چیرې په دې برخه کې مرسته ونشي، نو دا د نږدې اته ملیونو خلکو لپاره مستقیم او غیر مستقیم ګواښ دی، او دوی په خطر کې دي."
هم مهاله، د«هلو ټرسټ» په نوم د ماینپاکۍ موسسه وایي، ماشومان د افغانستان د ماین چاودنو د مرګژوبلو ۸۰ سلنه برخه جوړوي.
دغې موسسې د سه شنبې په ورځ د جون په لسمه په یوه راپور کې زیاته کړې، چې هره میاشت شاوخوا ۴۰ ماشومان چې د خپلې کورنۍ د ملاتړ لپاره د اوسپنې راټولولو هڅه کوي، د ماین چاودنو له امله وژل کیږي یا سخت ژوبل کیږي.
په ورته وخت کې یو شمېر کورنۍ چې ماشومان یې د ماین د چاودنو له امله ټپیان شوي، د مرستې غوښتنه کوي.
د هرات یو اوسیدونکی، چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل، شاوخوا دوه کاله مخکې یې ۱۳ کلن زوی د ماین په چاودنه کې سخت ټپي شو، خو د مناسبې درملنې لپاره یې کومه مرسته ترلاسه نه کړه، او د اقتصادي ستونزو له امله یې پخپله هم درملنه ونشوه کړای.
"همدا ماشوم مې د ماین په چاودنه کې ژوبل شوی و، ټول بدن او مخ یې سوري شوي وو، موږ د کور ټولې غالۍ او لوښي وپلورل او د ده درملنه مو وکړه، خو زما زوی ورځ په ورځ کمزوری کېده، ځکه لا هم په پښو، تندي او لاسونو کې یې چرې دي، د هغه یوه پښه په بشپړه توګه فلج شوې ده، ډاکټر هغه ته درمل ورکړي وو، خو موږ ان د درملو د اخیستلو لپاره پیسې نه درلودې، اوس زما زوی په کور کې دی او اړتیا لري چې ډاکټر ته لاړ شي، موږ حتی نشو کولی هغه ته میوه یا یو کیلو شیدې واخلو."
۱۳ کلن زوی د ماین په چاودنه کې سخت ټپي شو، خو د مناسبې درملنې لپاره یې کومه مرسته ترلاسه نه کړه، او د اقتصادي ستونزو له امله یې پخپله هم درملنه ونشوه کړاید هرات اوسیدنکی
د «هلو ټرسټ» موسسې په تازه راپور کې، افغانستان د ماینونو له اړخه د نړۍ له تر ټولو ککړو هېوادونو څخه بلل شوی، او راغلي چې د نړیوالو مرسته کوونکو د ملاتړ کمېدو له امله، د دوی د کارکوونکو شمېر هم کم شوی دی.
راپور ښيي، چې د ناچاودو توکو ککړتیا د هېواد شاوخوا ۲۰ سلنه وګړي اغېزمن کړي، چې پکې له پاکستان او ایران څخه تازه راشړل شوي شاوخوا ۱۰۰ زره افغان کډوال هم شامل دي.
د «ام ډي سي»د ماين پاکۍ موسسه هم وایي، چې د طالبانو له بیا واکمنیدو مخکې، شاوخوا ۱۵ زره کارکوونکو دوی سره د ماینپاکۍ په برخه کې کار کاوه، خو د نړیوالو مرستو د دوامدار کمښت له امله اوس دا شمېر ۱۲۰۰ ته راټیټ شوی دی.
ویل کیږي چې په تیرو څلورو لسیزو جګړو د افغانستان ګڼ شمېر سیمو کې د مختلفو اړخونو لخوا ماینونه کرل شوې دي.
طالبان چې له تير جمهوري نظام سره په جګړه کې ښکیل وو، هم په ماینایښودنې تورن شوي دي.
د یادونې ده، چې تازه د طالبانو حکومت پېښو سره د مبارزې او چمتووالي د ملي ادارې سرپرست نورالدین ترابي له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې په افغانستان کې د ماینپاکۍ په برخه کې همکاري وکړي.