د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۱ غبرګولی ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۱۰

تمه ده چې سر له بل سبا افغانستان ته د حاجیانو د ستنیدو لړۍ پيل شي


June 5, 2025- حاجیان په عرفات کې. ارشیف
June 5, 2025- حاجیان په عرفات کې. ارشیف

په سعودي عربستان کې یو شمېر افغان حاجیان وايي، هیله من دي چې افغانستان د بېرته ستنېدو سفر یې په منظم ډول او له ستونزو پرته ترسره شي. د طالبانو د حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ویلي چې سږ کال شاوخوا ۳۰ زرو افغان حاجیانو د دې وزارت تر څارنې او مدیریت لاندې دحج مراسم په منظم او بریالي ډول ترسره کړل.

د سږ کال د حج د مراسمو له پای ته رسېدو سره، دا مهال زرګونه افغان حاجیان په سعودي عربستان کې خپلو کورونو ته د بیرته ستنېدو انتظارباسي.

یو شمېر دغو افغان حاجیانو ازادي راډیو ته وویل چې د رسمي اعلانونو له مخې، ټاکل شوې، د روانې اونۍ د چهارشنبې په ورځ د بیرته ستنیدوالوتنې پیل شي.

یو حاجي چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته وویل:

“افغانستان ته د حاجي صاحبانو الوتنې د چهارشنبې له ورځې پیلېږي،تر اوسه یې یوازې د دریو الوتنو مهالوېش په ګروپ کې شریک کړی دی، ټول په ترتیب را روان دي، هر حاجي نهایتاً دلته تر څلوېښتو ورځو پاتې کېږي تر څو چې یې نوبت رارسېږي.”

یو بل حاجي چې ده هم نه غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته وویل:

“د اختر له شپږمې الوتنې تنظیم او پیلېږي، ټول په هماغه ترتیب چې راغلي وه بېرته به وطن ته ستانه شي،هغه حاجیان چې دلته راغلي هر یو یې له ۴۲ تر ۴۵ ورځو په حرم شریف او مدینه منوره کې پاتې کېږي یعنې په ټوله کې په همدې موده کې دحج ټول مراسم ترسره کېږي.”

دا حاجیان وايي هیله من دي چې د ستنېدو سفر یې په منظم ډول او له ستونزو پرته ترسره شي.

د طالبانو د حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ویلي چې سږ کال شاوخوا دیرش زرو افغان حاجیانو د دې وزارت تر څار او مدیریت لاندې د حج مراسم په «منظم او بریالي» ډول ترسره کړل.

دغه وزارت د دوشنبې په ورځ، د جون په ۹مه، په خپله ایکسپاڼه کې زیاته کړې چې افغان حاجیان اوس له منی خپلو استوګنځایونو ته ستانه شوي دي.

د افغان حاجیانو د بېرته ستنېدو بهیر د طالبانو د حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په مدیریت پلان او پلي کیږي، خو لا ډیریو حاجیانو ته د الوتنو کره وخت او د مهالویش بشپړ معلومات مشخص شوي نه دي.

د حج او اوقافو وزارت د مخکینیو معلوماتو له مخې، د هر حاجي لپاره د سږ کال د حج لګښت تر ۲۸۲ زرو افغانیو زیات ټاکل شوی و.

د یادونې ده چې سعودي عربستان تېره اونۍ جمعه د لوی اختر لومړۍ ورځ اعلان کړې وه او طالبانو په افغانستان کې یوه ورځ وروسته تر هغه اختر وکړ. په افغانستان کې به د سولې په کلونو کې حکومتونو هر وخت له سعودي عربستان سره په یوه وخت اختر کاوه.

XS
SM
MD
LG