ولې د افغانستان او پاکستان پوله ساتي وخت ناوخت سره نښتې کوي؟
د هلمند په بهرامچه کې د افغان او پاکستاني پوله ساتو جګړې خلک زیانمن کړي دي. ځایي او د روغتون سرچینو ازادۍ راډیو ته ویلي چې لږ تر لږه پنځه تنه په کې ټپيان او ګڼ بې ځایه دي. د دغو جګړو لامل او انګیزه څه ده، اسدالله لودین په اسلام اباد کې له پخواني افغان ډيپلومات زردشت شمس سره پر همدې موضوع مرکه کړې