د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې په ۲۰۱۲ کال کې دا ورځ په دې نوم نومولې ده او هدف یې ترې د ماشوم په وده او روزنه کې د مور او پلار یا والدینو د حیاتي رول ستاینه او نمانځنه ده.
د ۲۰۲۵ کال لپاره د دې ورځې موضوع، د "والدینو روزنه" او پر دې ټینګار کوي چې میندې او پلرونه یا والدین وخت، سرچینو او ملاتړ ته اړتیا لري ترڅو ماشومان په یوه مهربانه او مثبت چاپیریال کې وروزي.
په افغانستان کې یو شمیر میندې او پلرونه وايي، د بې وزلۍ په شمول د بېلابیلو ستونزو او امکاناتو د نه شتون له امله لکه څنګه چې لازمه ده خپل ماشومانو نه شي روزلی.
د کابل ښار اوسېدونکې او د ۹ ماشومانو مور پښتون ګل خپلو ماشومانو ته د سرپناه له نه شتون او دغه شان پر لوڼو یې د طالبانو حکومت له خوا د زده کړو د بندیز له امله ځورېږي.
پښتون ګل ازادي راډیو ته وویل:
«اوس په یو کرایي کور کې یو چې یو لوی خراب سرای دی، دوه کوټې دي په کې، چې انسان په کې ژوند نه شي کولای، کار اوبار نشته، دندې نشته، نجونې ښوونځي ته نه پرېږدي، ډېر د مجبوریت او جګرخونۍ ژوند دی چې تېروم یې.»
پښتون ګل ازادي راډیو ته دا هم وویل چې په ۲۰۲۲ کال کې د خپلو لوڼو د تعلیم او ښې روزنې لپاره ان د هېواد پرېښودو ته اړ او پاکستان ته ولاړه خو په خبره یې هلته ژوند ونه چلېده او پاکستان بېرته خپل وطن ته راولېږله.
د کندهار ولایت اوسېدونکی عبدالغفار کاکړ هم وايي، په لوڼو یې د طالبانو حکومت د زده کړو بندیز دی سخت ځوروي:
«زما څلور زامن او څلور لورګانې دي، هوډ مې کړی و چې په دې اتو واړو به تعلیم کوم خو بد بختانه له شپږم«ټولګي» پورته مې په نجونو تعلیم بند شو،دا زموږ ډېر ارمان شو.»
طالبانو پر افغانستان تر بیا ځلي واکمنېدو ورسته له شپږم ټولګي پورته نجونې له ښوونځیو راګرځولې دي.
د ملګرو ملتونو ښوونیزې، علمي او کلتوري ادارې (یونسکو) په دې وروستیو کې ویلي چې په افغانستان کې دا مهال ۱.۴ میلیونه نجونې له زده کړو بې برخې دي او که په دغه هيواد کې د زده کړو بندیز تر ۲۰۳۰ کال پورې دوام وکړي، له ۴ میلیونو زیاتې نجونې به له زده کړو بې برخې شي.
خو د ناهیلو په دې فضا کې ځني میندې او پلرونه وايي، شته امکاناتو نه په ګټې اخیستنې یې د خپلو ماشومانو د استعدادونو د روزنې په ځانګړي ډول د هنرونو او ورزش په برخه کې خپله هڅه کړې ده.
د ننګرهار ولایت یو اوسېدونکی چې ځان محبزي شینواری معرفي کوي وايي، اته کلن زوی یې په کرکټ کې ښه استعداد لري، د ده ورته پام شوی، هڅوي یې او ملاتړ یې کوي.
«ځینې ماشومان له فطري چاپېریالي استعدادونو سره نړۍ ته راځي، د داسې استعدادونو د وړې لپاره اړتیا ده چې کورنۍ، ښوونځي او ټولنه یې ملاتړ وکړي، دا مهارتونه باید هڅونې روزنې او لا سمې لارښونه تر لاسه کړي تر څو ماشوم راتلونکي کې پیاوړی شخصیت جوړ کړي.»
ښوونه او روزنه، روحي او رواني روغتیا، فزیکي روغتیا او تغذیه، اخلاقي او ټولنیز ارزښتونه، محیط او چاپیرال، د لوبو او تفریح حق او د نورو حقونو پوهاوی دا په ماشوم روزنه کې مهم مسایل ګڼل کېږي.
ټولنپوهان سپارښتنه کوي چې د میندو او پلرونو رول د ماشومانو په روزنه کې ډیر مهم او حیاتي دی.
دوی انتقاد کوي چې په افغاني ټولنه کې د ماشومانو روزنه یوازې د مور مسوولیت ګنل کېږي، حال دا چې په خبره یې دا د دواړو ګډ مسوولیت دی:
ټولنپوه فضل غني حقمل د ماشومانو د روزنې په برخه کې د میندو او پلرونو د مسوولیتونو په اړه ازادي راډیو ته وویل:
«د اولادونو په روزنه کې د مور او پلار مسولیت ډېر مهم او حیاتی دی، ځکه د ماشومانو لومړني ښوونکي مور او پلار دي او د هغوی په روزنه کې معم رول لري که فرض کړو ماشومان په ښوونځي کې تعلیم زده کوي نو په کور کې له مور او پلار نه تربیه زده کوي او د مور او پلار مسولیت دا دی چې خپل ماشومان تعلیم ته وهڅوي له بدو کارو یې منع کړي همدارنګه د مسولیت احساس ورزده کړي، مینه ورسره وکړي نو دا د یو ښه مور او پلار صفات دي چې خپل اولادونو ته سالمه روزنه ورکړي او پالنه یې وکړي.»