د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۲ غبرګولی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۲۵

افغانستان کې د طالبانو حکومت او پاکستان خپلو کې اړیکې د سفیرانو کچې ته لوړوي


په عکس کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیرامیر خان متقي سره په کابل کې د دوه‌اړخیزو خبرو پر مهال د لاس ورکولو په حال کې لیدل کېږي. ډار د اپرېل پر ۱۹مه افغانستان ته په یو ورځني سفر تللی و.
په عکس کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیرامیر خان متقي سره په کابل کې د دوه‌اړخیزو خبرو پر مهال د لاس ورکولو په حال کې لیدل کېږي. ډار د اپرېل پر ۱۹مه افغانستان ته په یو ورځني سفر تللی و.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي، له پاکستان سره ډیپلوماټیکي اړیکې د سفیرانو کچې ته لوړوي.

دې وزارت د جمعې په ورځ ناوخته پر خپل ایکس/ پخواني ټویټر پاڼه ویلي، دا اقدام د پاکستان د ورته پرېکړې پر بنسټ ترسره کېږي.
تر دې مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ویلي وو، چې په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره ډیپلوماټیکې اړیکې د شارژدافیر له کچې د سفیر کچې ته پورته کوي.

ډار د جمعې په ورځ پر خپله ایکس/ پخواني ټویټر پاڼه ویلي وو، چې دا اقدام یې کابل ته د وروستیو سفرونو او هلته له چارواکو سره د لیدنو کتنو وروسته کوي.

په ورته وخت کې یو شمېر پاکستاني رسنیو په نژدې راتلونکې کې اسلام‌اباد ته د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د وزیر امیرخان متقي د سفر خبر هم ورکړی، خو د نوموړي د سفر د نېټې په اړه تر اوسه څه نه دي ویل شوي.

پاکستان دوه لسیزې وړاندې په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت پیژندلی و او ورسره یې نژدې اړیکې درلودې.

په افغانستان کې د طالبانو له بیاځلي واکمنۍ راوروسته، که څه هم پاکستان لکه نوره نړۍ د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی، خو تر ټولو نژدې ډیپلوماټیکې اړیکې یې ورسره لرلي. له هماغه پیله یې په پاکستان کې د افغانستان په ټولو سیاسي او کونسلي استازولیو کې د طالبانو د حکومت استازي منلي، او کابل کې یې هم خپل سفارت پرانیستی ساتلی.

خو په وروستیو څو کلونو کې اسلام‌اباد پر کابل پرله‌پسې د پاکستاني طالبانو د تحریک د ملاتړ تورونه پورې کوي، هغه څه چې د کابل طالب واکمن یې ردوي. دې تورونو ، له پاکستان څخه په جبري توګه د لسګونو زرو افغان کډوالو ایستلو او د دواړو خواوو ترمنځ پر ډیورنډ لاین وخت ناوخت نښتو ظاهرا د دواړو لورو اړیکې ترینګلې کړي دي.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار هېله څرګنده کړې چې د سفیرانو کچې ته د ډیپلوماټیکو اړیکو پورته کیدل به د دواړو هېوادونو ترمنځ امنیتي، اقتصادي او سوداګریزې همکارۍ پیاوړې کړي.

  • 16x9 Image

    اجمل اند

    اجمل اند (په انګرېزۍ کې: Ajmal Aand) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغانستان د څانګې خبریال او د پښتو برخې اډیټور دی. نوموړي کلونه- کلونه په افغانستان کې هم د ازادۍ راډیو لپاره کار کړی دی. 

XS
SM
MD
LG