خبرونه
ولسمشر ټرمپ وايي: پوتین یو مخ لېونی شوی

د روسیې لهخوا د اوکراین پر ښارونو له پراخو او وژونکو بریدونو وروسته، د امریکا د متحدوایالتونو ولسمشر، په خپله تر ټولو توندو څرګندونو کې، د کرملېن پر مشر ولادیمیر پوتین انتقاد وکړ او ویې ویل: «پوتین پوره لیونی شوی دی!» هغه خبرداری ورکړ چې که پوتین هڅه وکړي ټول اوکراین ونیسي، دا به د روسیې «سقوط» ته لاره هواره کړي.
دونالد ټرمپ د دوشنبې په سهار (د غبرګولي پنځمه) په خپله ټولنیزه شبکه کې ولیکل: «ما تل له ولادیمیر پوتین (د روسیې ولسمشر) سره ډېرې ښې اړیکې لرلي، خو څه ورپېښ شوی؛ پوره لیونی شوی دی!»
ښاغلي ټرمپ زیاته کړه: «هغه بېځایه ډېر خلک وژني، او زه یوازې د سرتېرو خبره نه کوم. توغندي او بې پېلوټه الوتکې بې له کوم دلیل څخه د اوکراین پر ښارونو توغول کېږي.»
د امریکا ولسمشر په دوام کې لیکلي: «ما تل ویلي چې هغه ټول اوکراین غواړي، نه یوازې یوه برخه، او ښايي دا خبره سمه وي، خو که هغه دا کار وکړي، نو دا به د روسیې د سقوط سبب شي!»
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
روسیه وايي، له افغانستانه منځنۍ اسیا ته د افراطي ډلو خطر متوجه دی خو طالبان یې ردوي

د طالبانو حکومت د روسیې د دفاع وزیر هغه اندېښنه بې بنسټه بللې چې وايي، د روسیې دفاع وزیر اندری بیلوسوف د ډله ییز امنیت تړون سازمان د غړو هیوادونو د دفاع وزیرانو شورا په غونډه کې خبرداری ورکړ چې د منځنۍ اسیا لپاره لومړنی تهدید په افغانستان کې میشتو افراطي ډلو څخه راځي.
ده زیاته کړه چې "د دې ډلو د فعالیتونو د پراختیا خطر ګاونډیو هیوادونو ته مخ پر زیاتیدو دی."
د یادونې وړ ده چې مسکو له طالبانو سره نژدې اړیکې لري.
د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، په افغانستان کې تر ۲۰ زیاتې افراطي ډلې فعالیت کوي.
د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو د واک ته د رسیدو راهیسې، د طالبانو تر کنترول لاندي افغانستان د افراطي ډلو د ساتلو له پراخو تورونو سره مخامخ شوی دی.
د طالبانو حکومت تل دا تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې د افغانستان له خاورې هیڅ هیواد ته خطر نه دی متوجه.
د اسراییل صدراعظم: د حماس ډلې مشر محمد سنوار له منځه وړل شوی دی

د اسراییل صدراعمظم بنیامین نتنیاهو د چهارشنبې په ورځ (د می ۲۸مه) وویل چې د حماس مشر، محمد سنوار، چې د دوی یو له خورا مطلوبو کسانو څخه و او د حماس ډلې د وژل شوي مشر، یحیی سنوار کشر ورور دی، له منځه وړل شوی دی.
محمد سنوار د روانې میاشتې په پیل کې د غزې په جنوب کې په یوه روغتون کې د اسراییلو د برید هدف ګرځېدلی او نتنیاهو د می په ۲۱مه وویل چې احتمال شته دی وژل شوی وي.
حماس لا تر اوسه د سنوار مړینه نه ده تایید کړې. امریکا او اروپايي ټولنه حماس ډله د تروریستي سازمان په توګه پېژني.
سنوار تیر کال وروسته له هغه چې اسراییلو د هغه ورور یحیی په جګړه کې وواژه، د حماس فلسطیني وسله والې ډلې لوړې رتبې ته پورته شو.
یحیی سنوار د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په میاشت کې پر اسراییل د لوی برید پلان جوړ کړی و چې په نتیجه کې یې جګړه پیل شوه، او وروسته د اسراییلو لخوا په ایران کې د حماس پر مخکیني مشر اسماعیل هنیه تر حملې وروسته، د دې ډلې عمومي مشر وټاکل شو.
د افغانستان د ۱۶ کلنو فوټبال ملي لوبډله به نن د تاجکستان له ټیم سره مخامخ شي

ټاکل شوې ده چې د افغانستان د ۱۶ کلنو فوټبال ملي لوبډله نن چهارشنبه ماښام (د می ۲۸مه) د تاجکستان سره مخامخ شي.
دا لوبه، چې د مرکزي اسیا د اتلولۍ یوه برخه ده، د افغانستان پر وخت د مازدیګر پر ۵:۰۰ بجو پیليږي.
د افغانستان د ۱۶ کلنو فوټبال ملي لوبډلې د سیالیو په لومړۍ لوبه کې د ترکمنستان پر وړاندې ماتې وخوړه.
د افغانستان، ازبکستان، ایران، تاجکستان، ترکمنستان او قرغزستان ترمنځ د مرکزي آسیا اتلولي په تاشکند کې دوام لري.
د نړۍ د دوتوښې د لوړېدو وړاندوینه شوې

د نړۍ دوو مخکښو د هوا پېژندنې سازمانونو وړاندوینه کړې چې په راتلونکو څو کلونو کې به مځکه له بې ساري او ډیرې شدیدې تودوښې سره مخامخ شي چې له ځان سره به وژونکي خطرونه او ډیرې نا آرامۍ راولي.
د هوا پېژندنې نړیوال سازمان او د برتانیا د هوا پېژندنې دفتر په وینا، ۸۰٪ امکان شته چې د راتلونکو پنځو کلونو څخه په یوه کې به د نړۍ د تودوښې ریکارډ مات شي، او ۸۶٪ امکان شته چې کلنۍ تودوښه د پاریس په تړون کې تر ټاکل شوي ۱.۵ درجې سانتي ګراد حده زیاته شي.
ساینس پوهانو خبرداری ورکړی چې د نړۍ د تودوښې لوړېدل په دې مانا ده چې د تودوښې څپې، وچکالي، سیلابونه، ځنګلي اورونه او سخت طوفانه به زیات شي.
د پوټسډام د اقلیم د اغیزو د څیړنې انسټیټیوټ رییس، یوهان راکسټروم وايي چې د تودوښې په هره لسمه درجې کې زیاتوالی د دې پیښو احتمال زیاتوي.
په خوست کې د طالبانو نوی افتتاح کړی بند ونړېد

په خوست ولایت کې د اوبو یو بند، چې تېره اونۍ د طالبانو چارواکو له خوا پرانیستل شو، د باران له امله ویجاړ شو.
د ليژه د اوبو زېرمه کولو بند د هغو شپږو پروژو څخه یوه ده چې تېره اونۍ د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزیر لخوا پرانستل شوه. د طالب چارواکو د معلوماتو له مخې دا پروژې په خوست ولایت کې د شا او خوا شل ملیونه افغانیو په لګښت جوړې شوې دي.
په همدې حال کې د خوست ولایت د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د ګربزو ولسوالۍ اړوند د لېژې بند د ماتېدو په اړه هر اړخیزې څېړنې روانې دي.
د طالبانو تر کنترول لاندي د خوست ولایت ویاند، مستغفر ګربز، پر خپله ایکس شبکه لیکلي چې بند د مې په ۲۷مه، د سې شنبې په ورځ د ناببره سیلابونو له امله ویجاړ شو.
د دې بند نړېدو د خلکو سخت انتقادونه راپارولي چې ګواکي بندونه باید داسي جوړ شي چې د اوبو د زیاتوالي، بارونونو او سېلاب زور یووړای شي.
یونېسف: افغانستان ته له ۱۰۰ ټنه زیات ژغورونکي درمل رسېدلي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) وايي، چې روانه اونۍ افغانستان ته له ۱۰۰ ټنو ډېر درمل وارد شوي دي.
یونېسف د سېشنبې په ورځ ناوخته ، په خپله ایکس پاڼه (پخوانۍ ټویټر) کې لیکلي چې دغه درمل افغانستان ته د ځانګړې الوتنې له لارې انتقال شوي دي.
د یونېسف په وینا، دا درمل به د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د ۲۴۰۰ روغتیايي مرکزونو د عاجلو اړتیاوو د پوره کولو سره مرسته وکړي.
دا درمل د نړیوال بانک او یو شمېر نورو مؤسسو په مرسته برابر شوي دي.
افغانستان ته درملو دا مرستې په داسې حال کې رسیږي چې د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په خپلو وروستیو راپورونو کې د بېلابېلو ناروغیو د خپرېدو او د مالي ملاتړ د نشتوالي له امله د لسګونو روغتیايي مرکزونو د تړل کېدو خبرداری ورکړی و.
د ټرمپ اداره د هارورډ پوهنتون د ټولو پاتې فدرالي قراردادونو د لغوه کولو هڅه کوي

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې د متحده ایالاتو ټولو فدرالي ادارو ته یوه لیک استولی، چې له مخې یې اراده لري هارورډ پوهنتون سره د فدرالي حکومت ټول پاتې قراردادونه له لغوه کړي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دغه لیک د امریکا د عامه خدماتو ادارې د سېشنبې په ورځ ټولو فدرالي ادارو ته لېږلی او هغو ته یې امر کړی چې له هارورډ سره خپلې قراردادونه وڅېړي، او یا یې لغوه کړي او یا په کې بدلون راولي.
د امریکا یوه رسمي چارواکي د دې قراردادونو ارزښت شاوخوا ۱۰۰ میلیون ډالره اټکل کړی دی.
په بوستن کې یوه فدرالي قاضي د جمعې په ورځ، ، د امریکا د کورني امنیت وزارت له خوا د بهرنيو زدهکوونکو د نومليکنې د لغوه کولو موقتي مخه ونیوله.
سره له دې، د ټرمپ ادارې خپلو بهرنیو ماموریتونو ته امر کړی چې د زدهکړو او تبادلې د ویزو لپاره د نوو ملاقاتونو د تنظیم بهیر ودرول شي.
د سېشنبې په ورځ، سلګونه معترضان چې زدهکوونکي او د هارورډ پوهنتون استادان هم پکې شامل وو، په دغه پوهنتون کې راټول شوي وو ترڅو له بهرنيو زدهکوونکو خپل ملاتړ وښيي او د ټرمپ د بودیجې د کمښت پر وړاندې اعتراض وکړي.
د اماراتو د بهرنیو چارو وزارت دوبۍ کې د طالبانو د حکومت د قونسل باورلیک منلی

د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د دفتر مسوول په دوبۍ کې د طالبانو د سرقونسل عبدالرحمان فدا باورلیک منلی دی.
یاد وزارت دا خبره د مې په ۲۷مه، سېشنبه کړې ده او ویلي یې دي چې عبدالرحمان فدا د افغانستان لپاره د طالبانو د قونسلګرۍ د سرقونسل په توګه د دوبۍ او شمالي اماراتو لپاره د اعتبارنامه سپارلې ده.
شاوخوا څلور کاله کېږي چې طالبان په افغانستان واک ته رسېدلي، خو تر اوسه هېڅ هېواد د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی. سره له دې، یو شمېر ګاونډي او سیمهییز هېوادونه له طالبانو سره نږدې اړیکې لري او د دوی ډیپلوماتان یې منلي دي.
سراجالدین حقاني له پخوانیو انتقادونو وروسته دا ځل د طالبانو د مشر ستاینه کړې

د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراجالدین حقاني، چې په وروستیو کې په عامه غونډو کې ډېر نه ښکاره کېده، د سېشنبې په ورځ په کابل کې په یوې غونډه کې راڅرګند شو او د طالبانو د مشر هبتالله اخونزاده ویناګانې یې د دوی لپاره د روزنې او لارښوونې سرچینه وبلله.
یادې څرګندونې هغه په کابل کې د طالبانو د وزارتونو د ریسانو لپاره د "اصلاحاتو او ظرفیت جوړونې" تر سرلیک لاندې په جوړه شوې غونډه کې وکړې.
حقاني تر دې وړاندې په خپلو څو ویناګانو کې د طالبانو پر مشر نېوکې کړې وې او په غیری مستقیمه توګه یې نوموړی د واک پر انحصار تورن کړی و.
حقاني د تېر کال د قوس میاشتې په وروستیو کې د یوې مدرسې د فراغت غونډې پر مهال وویل: "دا فکر مه کوه چې زه نن او وروسته ځواکمن یم، که څوک زما خبرې ومني ښه، که نه، نو ګواکې اسمان ځمکې ته راځي؛ نه، ته د خدای پر وړاندې مسوول یې، خدای به درڅخه پوښتنه کوي."
تر دې مخکې په څو عامه غونډو کې د طالبانو پر مشرتابه د حقاني غیرې مستقیمو انتقادونو دا باور رامنځ ته کړی و چې ګوندې حقاني او ملاتړي یې په کندهار کې د طالبانو له رهبر او د هغه د شا او خوا راټولو شوې ډلې سره په یو شمېر مسالو اختلافات لري.
په يوه ورځ له پاکستان او ايرانه د افغان کډوالو ۷۵۲ کورنۍ خپل هېواد ته ستنې شوې دي

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د کډوالو چارو وزارت وايي په يوه ورځ له پاکستان او ايرانه د افغان کډوالو ۷۵۲ کورنۍ خپل هېواد ته ستنې شوې دي.
هغه وزارت د مې پر ۲۷مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې يوه ورځ مخکې ستنو شويو کډوالو کې ۱۰۳ له پاکستانه او پاتې له ايرانه ورغلې دي. د خبرپاڼې ترمخه، هغو کورنيوو سره ابتدايي مرستې شوې، ځینې يې خپلو سیمو او ځينې یې جوړو لنډمهاله کمپونو ته لېږدول شوې دي.
ملګرو ملتونو په هرات، کندهار، نيمروز او ننګرهار کې د تازه ورستنو شويو کډوالو لپاره مرکزونه جوړ کړي چې پکې دوايانې او خوراکي مواد ویشي. خو هغې ادارې ويلي چې نورو نړيوالو مالي مرستو ته ضرورت لري.
پاکستان او ايران له تېرو دوو کلونو راهیسې له خپلو ملکونو د افغان کډوالو اېستلو ته زور ورکړی دی. دوی په لومړي قدم کې بې اسناده کډوال وویستل خو وروسته یې وويل چې ټول افغانان وباسي.