د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۵ غبرګولی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۵۲

خبرونه

ایر انډیا په انګلستان کې د الوتنو د ځنډ له امله تر ټولو بد هوايي شرکت بلل شوی دی

اېر انډیا په انګلستان کې د الوتنو د ځنډ له امله تر ټولو بد هوايي شرکت بلل شوی دی.

د انګلستان د ملکي هوايي چلن ادارې د معلوماتو له مخې، د دې شرکت الوتنې په ۲۰۲۴ کال کې په اوسط ډول ۴۵ دقیقې او ۴۸ ثانیې په ځنډ شوې وې.

تر ټولو اوږد ځنډ د ګیټوک څخه بنګلور ته پر لاره کې و، چې په اوسط ډول د ۵۰ الوتنو لپاره یو ساعت او ۲۳ دقیقې ځنډ راپور شوی و.

اېر انډیا ویلي: د ځنډ لامل "هغه عوامل دي چې د دوی له کنټروله دباندي دي".

په دې سروې کې د انګلستان له هوايي ډګرونو څخه د هغو هوايي شرکتونو الوتنې شاملې وې چې تیر کال یې تر ۲۵۰۰ زیاتې الوتنې ترسره کړې وې.

ټاټا ګروپ، اېر انډیا شرکت، د ۲۰۲۲ کال په جنوري کې د هند له حکومته واخیست.


د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د غزې روغتیا وزارت: په یوه ورځ کې ۳۷ کسان وژل شوي دي

عکس ارشیف
عکس ارشیف

په غزه کې د روغتیا وزارت د یکشنبې په ورځ (د مې په ۲۵مه) اعلان وکړ چې په یوه ورځ کې په سیمه کې د اسراییلو په بریدونو کې لږ تر لږه ۳۸ کسان وژل شوي دي.

امریکا او اروپايي ټولنه حماس د یوې ترهګرې ډلې په توګه پیژني.

یاد وزارت ویلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۰۴ نور کسان ټپیان شوي دي.

د اسراییلو پوځ تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د غزې د روغتیا وزارت په وینا، پدې شمېر کې هغه قربانیان شامل ندي چې د سیمې په شمال کې په روغتونونو کې ثبت شوي دي ځکه اوس مهال هلته لاسرسی خورا ستونزمن دی.

د جرمني خبري اژانس ډي پي اې د راپور له مخې، له تېرې اونۍ راهیسې چې اسراییلو نوي بریدونه پیل کړي، په غزه کې هره ورځ د لسګونو کسانو د وژل کېدو راپور ورکړل شوی دی.

په ۱۷ ولایتونو کې د سختو بارانونو خبرداری

د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلن وزارت د هوا پېژندنې څانګې خبرداری ورکړی چې سبا (دوشنبه، د غبرګولي ۵مه) به د افغانستان په ۱۷ ولایتونو کې سخت باران وشي.

د دې ادارې په نننۍ مطبوعاتي اعلامیه کې ویل شوي چې د دوشنبې په ورځ په بدخشان، تخار، نورستان، کنړ، ننګرهار، لوګر، خوست، پنجشیر، پروان، بغلان، سمنګان، سرپل، بامیان، دایکندي، غور، بادغیس او میدان وردګو ولایتونو کې د درنو بارانونو، برېښنا او سیلابونو د راتلو احتمال شته.

په مختلفو ځایونو کې به د باران اندازه د ۱۰ او ۳۰ ملی مترو ترمنځ وي.

د اعلان له مخې، په ختیځو، شمالي، لویدیځو او مرکزي ولایتونو کې هم د ۵۰ څخه تر ۱۰۰ کیلومتره په ساعت کې د قوي بادونو تمه کیږي.

د فرانسې په دیجون ښار کې یو کس په ډزو ووژل شو

عکس له ارشیفه
عکس له ارشیفه

د ډیجون ښار د څارنوالۍ دفتر ویلي چې تیره شپه په ښار کې یو ۲۹ کلن سړی په ډزو ووژل شو.

دا پېښه د شينوو په جنوبي ولسوالۍ کې رامنځته شوه، چې د مخدره توکو د قاچاق لپاره مشهوره ده.

د څارنوال اولیور کاراکوش په وینا، "د وژنې په ځای کې د اتوماتیکو وسلو شاوخوا دوولس تشې مرمۍ موندل شوي".

ځینې مرمۍ په نژدې موټرونو او د دریم پوړ اپارتمان کې ولګېدې، خو بل څوک ټپي نه شو.

د جنايي پولیسو د څېړنو له مخې، بریدګر د شپې په نیمایي کې د خلکو هغې ډلې ته نژدې شو چې قرباني ورسره روان و، پر هغوی یې ډزې وکړې او بیا په موټر کې وتښتېد.

قرباني د دیجون اوسیدونکی و او د مخدره توکو اړوند هیڅ جرمي ریکارډ یې نه درلود.

له دې پيښې اړوند د "منظم قتل او په جرمي فعالیتونو کې د ګډون" په اړه تحقیقات پیل شوي دي.

د هند حکومت د افغانانو لپاره د ویزو پروسه بیا پیل کړه

د هندو ورځپاڼې د راپور له مخې، د هند حکومت د افغانانو لپاره د ویزو پروسه بیا پیل کړې ده.

دې هندۍ ورځپاڼې د یکشنبې په ورځ د مې په ۲۵مه نېټه راپور ورکړی چې دغه هېواد افغانانو ته د سوداګرو او هنرمندانو په ګډون د څو ډوله ویزو ورکول بیا پیل کړي دي.

په اګست ۲۰۲۱ کې، هند په افغانستان کې خپل سفارت او قونسلګرۍ وتړلې او د طالبانو تر واک ته رسیدو وروسته یې د قونسلګرۍ خدمات وځنډول.

د هند حکومت تر اوسه په رسمي ډول افغانانو ته د ویزې ورکولو د بیا پیل په اړه څه نه دي ویلي؛ خو یوې حکومتي سرچینې هندو ورځپاڼې ته ویلي چې د اپریل په وروستۍ اونۍ کې، افغانانو ته د ویزو ورکولو لپاره یوه نوې انلاین طریقه پیل شوې ده.

ایراني فلم جوړونکي د کن د ۷۸م نړیوال فلم فستیوال د سرو زرو نخل جایزه وګټله

د کن ۷۸م فلم فستیوال - د پای مراسم
د کن ۷۸م فلم فستیوال - د پای مراسم

د ایران د معترض فلم جوړونکي جعفر پناهي لخوا جوړ شوی فلم "یوه ساده حادثه د کن د ۷۸م نړیوال فلم فستیوال د سرو زرو نخل جایزه وګټله؛ دا یوه معتبره جایزه ده، هغه فلم جوړونکي ته چې له تېرو ۱۵ کلونو راهیسې له ایران څخه د وتلو اجازه نه درلوده.

د شنبې په ورځ، مشهورې اداکارې کیټ بلانشټ پناهي ته جایزه ورکړه، او د هغه د نوم له اعلان وروسته لیدونکو د ولاړو ستاینو سره د هغه هرکلی وکړ.

"یوه ساده حادثه" فلم د وحید په نوم د یو سړي کیسه بیانوي (د وحید مبصري لخوا لوبول شوی) چې یو سړی چې مصنوعي پښه لري تښتوي، په دې باور چې دا هماغه کس دی چې هغه یې په زندان کې شکنجه کړی او ژوند یې ویجاړ کړی دی. هغه بیا هڅه کوي چې د نورو ژوندي پاتې شویو کسانو سره تایید کړي چې دا هماغه پخوانی شکنجه کوونکی دی او پریکړه کوي چې د هغه سره څه وکړي.

د سې شنبې په ماښام، د غویي په ۳۰مه، ښاغلی پناهي له دوو لسیزو څخه راپدیخوا د لومړي ځل لپاره د کن فلم فستیوال په سره فرش کې راڅرګند شو.


ترکیې ولسمشر استانبول کې د سوریې له ولسمشر احمد الشرع سره د کتنې په ترڅ کې د سوریې پر وړاندې د بندیزونو د لرې کولو هر کلی کړی

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان (ښي) او د سوریې لنډمهاله ولسمشر احمد الشرع د ۲۰۲۵ کال د فبروري په ۴مه د انقرې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د خپلې غونډې وروسته د ګډ مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې لاسونه ورکوي. ( عکس ارشیف)
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان (ښي) او د سوریې لنډمهاله ولسمشر احمد الشرع د ۲۰۲۵ کال د فبروري په ۴مه د انقرې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د خپلې غونډې وروسته د ګډ مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې لاسونه ورکوي. ( عکس ارشیف)

د ترکیې ولسمشرۍ ماڼۍ اعلان وکړ چې رجب طیب اردوغان د شنبې په ورځ په استانبول کې د سوریې له ولسمشر احمد الشرع سره د کتنې په ترڅ کې د سوریې پر وړاندې د بندیزونو د لرې کولو په اړه د متحده ایالاتو او اروپايي ټولنې د پریکړې هرکلی وکړ.

دا غونډه یوه ورځ وروسته له هغه وشوه چې د ټرمپ ادارې پر سوریې د بندیزونو د یویې برخې د لرې کولو امر وکړ. اروپايي ټولنې هم تېره اونۍ موافقه وکړه چې په تدریجي ډول به د دمشق پر وړاندې بندیزونه لرې کړي.

په دې غونډه کې د ترکیې او سوریې د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو او همدارنګه د دواړو هېوادونو د استخباراتي ادارو مشرانو ګډون کړی و. د ترکیې او سوریې رسنیو راپور ورکړی چې خبرې اترې په عمده توګه په سوریه کې د بیارغونې پروسې او د امنیتي همکارۍ راتلونکي باندې متمرکزې وې.

بریتانیا کې د یوه کال په ترڅ کې پاکستانیانو تر افغانانو د مهاجرت لپاره ډیر درخواستونه ورکړې دي

( دعکس له ارشیف څخه)
( دعکس له ارشیف څخه)

د بریتانیا د کورنیو چارو د وزارت د راپور له مخې د روان کال د مارچ تر میاشتې پورې په یوه کال کې یولس زره اته څلویښت پاکستانیانو په بریتانیا کې د پناه غوښتنه کړې ده.

د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت د دې راپور له مخې چې پرون له رسنیو سره شریک شو، تر پاکستانیانو وروسته د افغانانو شمیر زیات دی چې په دغه هیواد کې یې د یوه کال په ترڅ کې د مهاجرت غوښتنلیکونه سپارلې دي، د دغو افغانانو شمیر د راپور له مخې اته زره نهه شپیتو ته رسیږي.

په مجموع کې په تیر یوه کال څه باندې یولک او نهه زره کسانو په بریتانیا کې د پناهندګي درخواستونه ورکړې دي.

طالبانو په کابل او لغمان کې یو ویشت تنه عام محضر کې په درو وهلې دي.

( عکس ارشیف څخه )
( عکس ارشیف څخه )

طالبانو یو ویشت تنه په عام محضر کې په کابل او لغمان کې په درو وهلې دي.

د طالبانو د حکومت سترې محکمې په دو خبرپاڼو کې د دغو کسانو د تورونو په اړه ویلي دي چې دوی د نامشروع جنسي اړیکو، غلا او د مخدر موادو د قاچاق په تور محکوم شوې دي.

په کابل کې یولس تنو ته او په لغمان کې لسو تنو ته دغه تعزیري سزاګانې پرون ورکړل شوې او دا تورن کسان هر یو د دوی د جرمونو له مخې له پنځو تر شپږو کلونو په بند محکوم شول.

د بشري حقونو ډلو د طالبانو له لورې په عام محضر کې تورنو کسانو ته له دغه ډول تعزیري سزاګانو سره تل مخالفت کړی دی او ویلي یې دي چې دا له بشري حقونو څخه سرغړونه ده.

د سالنګ د لویې لارې اصلي سړک د مسافروړونکو او باروړونکو موټرو پرمخ بند شو

د سالنګ د لویې لارې یوه برخه
د سالنګ د لویې لارې یوه برخه

د سالنګ د لویې لارې اصلي سړک نن د مسافروړونکو او باروړونکو موټرو پرمخ بند شو. د طالبانو د حکومت د ټولګټو چارو وزارت پر خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې ویلي دي چې د سالنګ د لویې لارې د بیارغونې پاتې چارې پیل شوې دي نو ځکه لوی مسافروړونکي بسونه دې د دې لویې لارې له فرعي سړک څخه چې شپه او ورځ خلاص دی، کار واخلي.

بیان زیاتوي چې باروړونکو موټرو ته په وار سره یوه شپه له شمال څخه جنوب ته او بله شپه له جنوب څخه شمال ته د تېرېدو اجازه ورکول کېږي.

په بیان کې دا یادونه نه ده شوې چې د سالنګ د لویې لارې د بیارغونې چارې به د څومره وخت لپاره دوام وکړي خو له خلکو څخه غوښتنه شوې چې د غبرګولي له دریمې څخه د دې پروژې تر پایه له زغم څخه کار واخلي.

سالنګ د هېواد د شمالي او جنوبي ولایتونو ترمنځ د تماس یوازینۍ لویه لاره ده.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG