د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي د روسیې تر یوه بل لوی هوايي برید وروسته د ده په خبره "د امریکا چوپتیا" غندلې ده.
په اوکراین کې په برید کې تر لسو زیات کسان ووژل شول.
زیلینسکي نن، یکشنبه (د می ۲۵مه) پر ټولنیزو رسنیو ولیکل، "د امریکا چوپتیا، په نړۍ کې د نورو چوپتیا، یوازې پوتین هڅوي."
روسیې دوهمه پرله پسې شپه پر اوکراین د توغندیو او ډرون الوتکو پراخ بریدونه وکړل. د می د ۲۵مې د شپې بریدونه یوه ورځ وروسته له هغه وشول چې یوې بلې حملې بندري ښار اوډیسا او پلازمینه کیېف په نخښه کړل او په دغو حملو کې لږترلږه ۱۵ کسان په پلازمېنه کیېف کې ټپیان شول.
د بریدونو دا څپه د روسیې او اوکراین ترمنځ د بندیانو تر تبادلې وروسته ده.
دا پروسه د جمعې په ورځ پیل شوه او ټاکل شوې ده چې نن پای ته ورسیږي.
د اوکراین هوايي ځواک ویلي چې روسیې ۳۶۷ هوايي بریدونه کړي دي، چې پکې نهه اسکندر بالستیک توغندي، تر ۵۰ زیات کروز توغندي او نژدې ۳۰۰ ډرونونه یې کارولي دي.
د اوکراین د پوځ ویاند وویل چې دا له ۲۰۲۲ کال راهیسې تر ټولو لوی برید دی.
په ورته وخت کې، د روسیې دفاع وزارت وویل چې د دوی هوايي دفاع سیسټم د شپې ۱۱۰ اوکرایني بې پیلوټه الوتکې ویشتلي دي.
له دواړو خواوو ورکړل شوي ارقام په خپلواکه توګه نه دي تایید شوي.
په روسیه کې د ازادې اروپا راډیو/ ازادي راډیو ځايي څانګه منع ده او هلته فعالیت نشي کولی.
کیېف د روسیې د وروستي برید اصلي هدف و؛ خو نور ښارونه او سیمې هم په نښه شوې دي.
په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۲ کسان ووژل شول او لسګونو نور ټپیان شول.
د سیمه ییزو چارواکو په وینا، په ژیتومیر سیمه کې درې ماشومان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.
د اوکراین ولسمشر ویلي: "د روسیې پر مشرتابه له سخت فشار پرته، دا وحشت نشي بندیدلی."
ولودومیر زیلینسکي زیاته کړه: "بندیزونه به خامخا مرسته وکړي."
زیلینسکي او اروپايي هیوادونو غوښتنه کړې چې که مسکو د واشنګټن لخوا وړاندیز شوی دیرش ورځنی اوربند ونه مني، پر روسیې دې اضافي بندیزونه ولګول شي؛ خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره خپلې وروستۍ خبرې ستایلي، او پر مسکو یې نورو بندیزونو ته تمایل نه دی ښودلی.
پوتین په دې ټیلیفوني اړیکه کې د هیڅ ډول اوربند په اړه موافقه نه ده کړې.