د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ غبرګولی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۲۵

د افغان کډوالو ترخه کیسه؛ هغه کسان چې د قانوني اسنادو سره سره له پاکستان څخه ایستل شوي وو


له پاکستان څخه د افغان کډوالو ایستل
له پاکستان څخه د افغان کډوالو ایستل

یو افغان کډوال دی چې په پاکستان کې له لسو ورځو زنداني کېدو وروسته ازاد او اوس افغانستان ته ستون کړل شوی دی.

نوموړي چې نه يې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډيو سره یې خبرو کې وويل، چې د پاکستان په پنجاب ايالت کې د استوګنې دقانوني اسنادو لرلو سربېره نیول نيول شوى او اوس بېرته افغانستان ته ستون شوى دى:

د پاکستان حکومت ډېر ناسم وضعیت او چلند کاوه،زموږ کورنۍ هلته وه،اوس زه نه پوهېږم چې ایا هغوی هم راستانه شويکه لا هلته پاتې دي،

«د پاکستان حکومت ډېر ناسم وضعیت او چلند کاوه،زموږ کورنۍ هلته وه،اوس زه نه پوهېږم چې ایا هغوی هم راستانه شويکه لا هلته پاتې دي،موږ د خپل کار،روزګار او ژوند په اړه اندېښمن یو»

یو بل افغان کډوال دولت خان چې د پاکستان له زندانه تر خوشې کېدو وروسته مستقیماً افغانستان ته ستون شوی، هم وايي چې د پاکستان په راولپنډۍ کې نیول شوی وه:

« د پولیسو چلند ناسم وه، اسناد مو هم درلودل خو بیا یې هم ونیولو،ان ښځې او ماشومان یې نیولي وه،یوه اونۍ مو زندان کې تېره کړه او بیا افغانستان ته راډیپورت شوو،کور، د کور وسایل او هر څه مو هلته پاتې شول»

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت په دې وروستیو کې د پاکستان له زندانونو د ۲۸۷ افغان کډوالو د خلاصون او هېواد ته یې د ستنېدو خبره کړې ده.

دغه وزارت د شنبې په ورځ (د جوزا پر ۳مه) پر خپل ایکس پاڼه لیکلي، چې دغه کډوال چې له ۱ تر ۱۰ ورځو د پاکستان په زندانونو کې وو، دجوزا په لومړۍ او ۲مه افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.

وړاندې راغلي، چې د کندهار او ننګرهار ولایتونو د سرحدي ریاستونو د معلوماتو له مخې، دغه کډوال د اسنادو لرلرو سربېره د پاکستان په بېلابېلوسیمو کې نیول شوي وو.

دا په داسې حال کې ده چې د کړکېچ نړیوالې ډلې (ICG) په دې وروستیو کې له اروپايي ټولنې غوښتي چې له پاکستانه وغواړي چې خپلو نړیوالومسوولیتونو ته ژمن پاتې او د افغان کډوالو جبري ایستل ودروي.

پاکستان په دې وروستیو کې وروسته له هغه چې اعلان یې وکړ چې دوی به د ۲۰۲۵ کال د اپرېل له لومړۍ نېټه په پوره کېدو د افغان تابعیت (اې سي سي) کارت لرونکي وباسي،د افغان کډوالو د نیولو او شړلو لړۍ ګړندۍ کړې ده.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (یو ان اچ سي ار) په دې وروستیو کې ویلي چې د اپریل له لومړۍ نېټې د می تر ۲۰مې نیټې پورې له پاکستانه تر ۲۰۰ زره ډېر افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي چې له دې ډلې ۳۸ زره او ۷۰۰ یې په زوره ایستل شوي دي.

دې ادارې زیاته کړې چې په همدې موده کې د دغه هېواد په پنجاب او بلوچستان ایالاتونو کې ۳۳زره او ۸۰۰ کسان نيول شوي دي.

XS
SM
MD
LG