د امریکا سنا جرګې ته په شرایطو د برابرو افغان کډوالو د انتقال په اړه د هغه هیواد د بهرنیو چار وزیر له تازه څرګندونو ورسره په پاکستان کې میشت یو شمېر افغان پناه غوښتونکي وايي، هیله من دي چې دا بهیر ژر تر ژره بېرته پیل شي.
دوی وايي، دا مهال په پاکستان کې له جدي ستونزو او ناڅرګند حالت سره مخ دي.
د پاکستان په اسلام اباد کې میشت یو افغان پناه غوښتونکې چې په خبره په کیس ورسره دوه اولادونه او میرمن هم شامل دي او نه غواړي د موضوع د حساسیت له امله یې نوم په راپور کې خپور شي ازادي راډيو ته وویل:
" زه د پي ۲ کیس لرم، د امریکا د نوي اعلان هرکلی کوو، هیله ده دا پروسه ژر ترژره پیل شي، دلته موږ له ډېرو ستونزو سره مخ یو، د ویزو نه موجودیت او ډیپورت خطر او دا چې که موږ افغانستان ته جبري شړل کیږو هلته د مرګ له ګواښ سره مخ یو. "
په اسلام اباد کې میشت یو بل افغان چې دا هم متحده ایالاتو ته د ایس ای وي په نوم کیس لري د غږ د بدلون او نوم نه خپرېدو په شرط ازادي راډيو ته وویل چې د ده په ګډون سلګونه نور افغانان دا مهال له پاکستانه د ډیپورټ له ګواښ سره مخ دي.
" دلته زرګونه کورنۍ له تېرو دوه درې کلونو راهیسي میشت دي، دوی ټول له سختو ستونزو سره مخ دي، مالي او اقتصادي ستونزې شته، امنیتي ستونزې شته، همدا اوس د پاکستان پولیس په ښارګوټو ګرځي او بې ویزې افغانان نیسي او ډیپورت کوي یې دا هغه کسان دي چې که افغانستان ته استول کیږي هلته دوی له ډېرو امنیتي ستونزو سره مخ کیږي."
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ واک تر بیا ځلې رسېدو وروسته د روان کال په جنورۍ کې د یو ځانګړي اجرايي فرمان په ترڅ کې امریکا ته په شرایطو د برابرو افغان پناه غوښتونکو د ورتګ مخه ونیوله.
سپینې ماڼۍ ویلي وو چې په دې برخه لانورې امنیتي څېړنې ته اړتیا ده.
د ولسمشر ترمپ دې اقدام هغه افغانان ډیر اندیښمن کړل چې امریکا ته د تګ او هلته د بیا میشتیدنې کیسونه لري.
خو تازه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي متحده ایالاتو ته په شرایطو د برابرو افغانانو د انتقال پروسه نه ته تړل شوې او په دې اړه پرمختګ به ډېر ژر اعلان شي.
نوموړي سې شنبه د مۍ ۲۰ مه د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې غړو ته وویل چې امریکا ته د هغو افغانانو د انتقال په پروسه کې چې د امریکا له پوځ سره یې مرسته کړې، ځنډ د پخوانیو امنیتي ارزونو د بیا کتنې او امنیتي اندېښنو له کبله رامنځته شوی دی.
مارکو روبیو په دې برخه کې ستونزې ومنلې خو ویل یو څه ګډوډي له دې امله ده چې ایا د ویزو تر تایید وروسته په شرایطو برابر دغه کسان باید امریکا ته خپل سفر په خپله تنظیم کړي او که د دوی لګښت د امریکا د حکومت په غاړه دی.
دا په داسې حال کې ده چې په متحده ایالاتو کې د افغان کډوالو یوه مدافع بنسټ افغان ایواک، د امریکا کانګرس ته په یوه پرانیستي لیک کې، د بودجې په اړه په ناسته کې د افغان کډوالو وضعیت ته د لومړیتوب ورکولو غوښتنه کړې ده.
په لیک کې راغلي چې په افغانستان کې له ۲۱۲ زره څخه ډیر او د پاکستان په ګډون د نړۍ په ۷۵ هیوادونو کې لسګونه زره نور هغه کسان چې امریکا ته د راتګ کیسونه لري په ناڅرګندو شرایطو کې ژوند کوي.
دغه بنسټ مخکې هم په دې اړه ورته اندېښنې او غوښتنې مطرح کړې دي.