د بریتانیا، کاناډا او فرانسې مشرانو ګواښ کړی چې که اسراییل پر غزه خپله تازه حمله و نه دروي او لا هم د مرستو د رسیدو مخنیوي ته دوام ورکړي، نو پر دغه هېواد به بندیزونه ولګوي او فشارونه به پرې زیات کړي.
دغو درېیو لوېدیځو هېوادونو د دوشنبې په ورځ، (د غويي په ۲۹مه) په یوه ګډ بیان کې ټینګار کړی چې د اسراییل له لوري ملکي وګړو ته د ضروري مرستو نه رسېدل «نه منونکی عمل» دی.
دوی ویلي، چې تل یې د اسرائیل د ځان د دفاع حق په رسمیت پېژندلی، خو دا وضعیت چې اوس زیات شوی، بېخي نا متناسب دی.
اسراییل د تېر کال د کب یا حوت له ۱۲مې نېټې راهیسې غزې تړانګې ته د خوراکي توکو، درملو او سونګ توکو د ننوتو مخه نیولې ده، او ملګرو ملتونو او نورو مرستندویو بنسټونو خبرداری ورکړی چې د غزې د محاصرې له امله هلته د قحطۍ جدي خطر رامنځته شوی.
سره له دې، په وروستیو ورځو کې چې د اسراییلي پوځ نوی عملیات پیل شوي، اسرائیلي چارواکو اعلان کړی چې غزې ته به د خوړو یوه محدوده اندازه پرېږدي.
د بریتانیا، فرانسې او کاناډا مشرانو په خپل ګډ بیان کې ویلي چې د اسراییل له لوري د لږ څه خوراکي موادو داخلېدو ته اجازه په هیڅ صورت بسنه نه کوي.
د درې واړو هېوادونو مشرانو همداراز په لوېدیځه غاړه کې د ښارګوټو د پراختیا مخالفت کړی او د امریکا، قطر او مصر د منځګړیتوب د هڅو ملاتړ یې کړی، چې هدف یې په غزه کې د اوربند سمدستي ټینګښت دی. دوی ټینګار کړی چې د دوو هېوادونو د حل ملاتړ کوي او ژمن دي چې د یو خپلواک فلسطیني دولت د جوړېدو لپاره هڅه وکړي.
د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو د بریتانیا، کاناډا او فرانسې د مشرانو د بیان سخت مخالفت وکړ.
هغه په یوه اعلامیه کې ویلي: «د لندن، اوټاوا او پاریس مشران د اکتوبر د اوومې نېټې نسلوژونکي برید ته ستره جایزه ورکوي او له دې سره نورې ورته پېښې هم هڅوي.»
نتانیاهو یو ځل بیا ټینګار وکړ چې اسراییل به تر بشپړې بریا پورې د خپل ځان دفاع وکړي. هغه د جګړې د پای ته رسولو لپاره شرطونه بیا یاد کړل، لکه د پاتې برمته کسانو خوشي کول او د غزې تړانګې بېوسلې کول.