د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۳ غبرګولی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۱۸

چین ته د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر سفر؛ د کارپوهانو په وینا، د دې سفر پایله به څه وي؟


د ۲۰۲۲ کال د مارچ په میاشت کې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، امیرخان متقي، د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي په کابل هوایي ډګر کې هرکلی.
د ۲۰۲۲ کال د مارچ په میاشت کې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، امیرخان متقي، د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي په کابل هوایي ډګر کې هرکلی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د دغه وزارت سرپرست امیرخان متقي به چین ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د بهرنیوچارو له وزیر سره د لیدو ترڅنګ د چین او پاکستان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره په درې اړخیزه ناسته کې هم ګډون وکړي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې چې د دوشنبې په ورځ (د می په ۱۹مه) په خپله ایکس پاڼه خپره کړې، راغلي چې متقی به د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ يي سره پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو خبرې وکړي.

وړاندې راغلي، چې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره په مل پلاوي کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیالاحمدالله زاهد هم شامل دی.

که څه هم په دې درې اړخیزه ناسته کې د بحث کېدونکو موضوعاتو جزییات نه دي ورکړل شوي، خو د طالبانو، چین او پاکستان په تېره درېاړخیزه غونډه کې چې د می په ۱۰مه په کابل کې ترسره شوې وه، د خبرو تمرکز یې پر اقتصادي او امنیتي همکاریو و.

خو د چارو شنونکي د دې سفر په اړه محتاطانه لیدلوري لري، ځینې وايي چې که څه هم د طالبانو سفرونه او غونډې د دوی د حکومت لپاره یوفرصت کېدای شي، خو د سیاسي او قانوني مشروعیت د نشتوالي له امله دغو هڅو په تېرو څلورو کلونو کې کومه پایله نه ده ورکړې.

د دوی په خبره، زبرځواکه هېوادونه افغانستان تر څار لاندې لري او هڅه کوي دغه هېواد یې د سیالانو تر اغېزې لاندې نه وي.

د اقتصادي چارو پوه بشیر دودیال ازادي راډيو ته وویل چې له څلورو کلونو وروسته لا هم افغانستان انزوا او له بشري ناورین سره مخ دی، په داسې حال کې چې په خبره یې، په دې موده کې مهمې اقتصادي پروژې نه دي عملي شوي.

د کورني او بهرني مشروعیت له ترلاسه کولو پرته دا ډول سفرونه د هېواد اقتصادي وضعیت نه شي ښه کولای.

دی په دې باور دی، چې د کورني او بهرني مشروعیت له ترلاسه کولو پرته دا ډول سفرونه د هېواد اقتصادي وضعیت نه شي ښه کولای.

“له اوسني حالته په دې ډول وتل اسانه نه دي په یو،دوه دریو ناستو او سفرونو حالت نه شي ښه کېدای،بلکې د خپله خلکو په زیاتو هڅو او د هیلو په رامنځته کولو، د کورنیو او بهرنیو پانګونو او د خلکو په معنوي ځواک او د بهرنیو مرستو په ملاتړ بهموږ وکړای شو چې اقتصاد له دغه حالته وباسو."

پخوانی ډیپلومات او د سیاسي چارو شنونکي عزیز الدین معارج په دې باور دی چې د چین او پاکستان په څېر هېوادونه د خپلو ګټو په لټه کې دياو په خبره یې، طالبان باید دې ته پام وکړي چې د زبر ځواکو هېوادونو ترمنځ په سیالۍ کې متوازن سیاست پلی کړي.

په تېرو څلورو کلونو کې یې چې کوم سفرونه کړي کومه لاسته راوړنه نه لري

“دا کومه ګټه نه لري، دوی «هېوادونه»یوازې د خپلو ګټو او د امنیت د خوندیتوب او د دې لپاره چې له تحولاتو معلومات لري چې «ګینې» لودیځ کوم پلان لري، نو د روسیې، چین او پاکستان په شان هېوادونه هڅه کوي چې طالبان په یو ډول د ځان پهلوري کړي،له همدې امله که طالبان منځلاری او بې پرې سیاست ونه لري او چمتوالی هم ونه لري، ځکه له هغو سفرونو چې په تېرو څلورو کلونو کې یې کړي کومه لاسته راوړنه ترې نه لري،نو که مبذول ته دقیق پام ونه کړي د افغانستان په زیان به تمامشي.”

که څه هم تر اوسه د طالبانو حکومت کوم هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی، خو د چین په ګډون ځینو هېوادونو له دوی سره اړیکې ساتلې دي.

د يادونې ده، چې ګاونډيو او د سيمې هېوادونو په افغانستان کې د ثبات پر ټينګښت ټينګار کړى او په دې باور دي، چې په افغانستان کې دکړکېچ د زياتېدو مخنيوى د ټولې سيمې په امنيت او پرمختګ کې مهم رول لري.

د طالبانو حکومت هم تل د سیمې له هېوادونو سره پر تعامل ټینګار کړی دی.

د چارو ځینو شنونکو په اند، چین ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست سفر او په درې اړخیزه ناسته کې د هغه ګډون د سیمه ییزې ډیپلوماسۍ په ډګر کې د طالبانو د حضور د دوام د هڅو نښه کېدای شي، خو دوی وايي، چې له منځلاري سیاست او کورني او بهرني مشروعیت پرته ښايي دا هڅې د افغانستان په پرتله زیات د نورو هېوادونو په ګټه تمامې شي.

XS
SM
MD
LG