خبرونه
افغانستان د اروپايي بشري فورم کنفرانس د اجنډا د سر له موضوعاتو دی

ټاکل شوې ده نن د دوشنبې په ورځ اروپايي ټولنه د اروپايي بشري فورم څلورمه برخه پرانیزي. په دې فورم کې پالیسي جوړونکي، د بشري حقونو سازمانونه او نړیوال متخصصین ګډون کوي او افغانستان به د اجنډا له لومړیو موضوعاتو یو وي.
دا دوه ورځنی فورم د اروپايي کمیسیون او د پولنډ په کوربه توب جوړیږي.
افغانستان له هغو هیوادونو دی چې له خورا سختو بشري حالاتو سره مخامخ دی.
په کابل کې د اروپايي اتحادیې دفتر پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې دا فورم به "د افغانستان د کړکیچ اصلي لاملونه په ګوته کړي او د نوښتګرو او دوامداره حل لارو لپاره به سیمه ایزې همکارۍ ته وده ورکړي."
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
بریتانیا او اروپايي ټولنې د سوداګرۍ او ګمرکي محدودیتونو کمولو او امنیتي همکارۍ زیاتولو لپاره یو نوی تړون لاسلیک کړ

دا تړون چې د دوشنبې په ورځ، د غویي په ۲۹مه لاسلیک شو، د "تاریخي" تړون په نوم یادیږي چې د دفاع او سوداګرۍ په برخه کې د نږدې اړیکو لپاره لاره هواروي، چې پنځه کاله دمخه له اتحادیې څخه د بریتانیا د سخت وتلو وروسته یو نوی فصل پرانیزي.
د برتانیا لومړي وزیر کایر سټارمر وویل چې دا تړون د دوی په اړیکو کې د نوي دور پیل په نښه کوي، او دوی به د وخت سره سم یو نوې ستراتیژیکه ملګرتیا ترلاسه کړي.
توافق دفاعی میان دو طرف به معنای برگزاری گفتوگوهای منظم امنیتی، احتمال پیوستن بریتانیا به مأموریتهای نظامی اتحادیه اروپا و همچنین بهرهبرداری کامل لندن از صندوق دفاعی ۱۵۰ میلیارد یورویی (۱۶۷ میلیارد دلاری) است که این بلوک در حال ایجاد آن است.
د دواړو خواوو ترمنځ د دفاعي هوکړې معنا دا ده چې منظمې امنیتي خبرې به ترسره کیږي، بریټانیا به د اروپایي ټولنې له نظامي ماموریتونو سره د ګډون امکان ولري، او لندن به وکولای شي له هغه ۱۵۰ میلیارد یورو ( ۱۶۷ ډالر) دفاعي صندوق څخه پوره ګټه واخلي، چې اروپایي ټولنه یې جوړوي.
افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه به موندنې ډېر ژر خپرې شي

د امریکا د دفاع وزیر وايي چې له افغانستان څخه د امریکا د وتلو په اړه ځینې موندنې به ډېر ژر خپرې شي.
د امریکا د دفاع وزیرپیټ هګسټ ددوشنبې په ورځ له فاکس نیوز سره په یوه مرکه کې وویل، چې له افغانستان څخه د امریکا له وتلو وروسته د ناورین په اړه به د ځانګړې څېړنې ډلې ځینې موندنې به په راتلونکو ورځو کې خپرې شي.
هغه وويل چې موندنې به نن (سه شنبه) یا چهارشنبه خپرې شي.
د امریکا د دفاع وزیر په وینا، له افغانستان څخه د وتلو په اړه څېړنه به وخت ونیسي، خو دوی ژمن دي چې بشپړه څېړنه وکړي او ټول مسؤل کسان به ځواب ویونکي ووسي.
د امریکایي ځواکونو ناڅاپي وتل تل د امریکا د اوسني ولسمشر په ګډون د ډیرو نیوکو سره مخ شوي دي.
تېره اونۍ، منځني ختیځ ته د خپل سفر په جریان کې، ډونالډ ټرمپ، په قطر کې د العدید په هوايي اډه کې امریکایي سرتیرو ته په خپله وینا کې، یو ځل بیا وویل چې که هغه ولسمشر وای، نو د بګرام هوايي اډه به یې نه پریښوده، چې د هغه په وینا چین ته نږدې ده.
هغه یو ځل بیا ادعا وکړه چې دا هوايي اډه اوس مهال د چین په اشغال کې ده.
ډونالډ ټرمپ، چې د خپلې لومړۍ ولسمشرۍ په دوره کې یې د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې د سولې تړون لاسلیک کړ، مخکې له دې یې د بایډن د ولسمشرۍ پر مهال له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو ناڅاپي وتلو باندې نیوکه کړې وه او دا یې د امریکا لپاره شرموونکې بللې وه.
نړیوال بانک به ډېر ژر افغانستان کې د خپلو پورونو ورکول پیل کړي

د طالبانو د مالیې وزارت وايي ، چې نړیوال بانک به ډېر ژر د خپلو پورونو ورکول پیل کړي.
دې وزارت د دوشنبې په ورځ یوه اعلامیه خپره کړه چې پکې ویل شوي چې نړیوال بانک د لوژستیکي او ساختماني شرکتونو شاوخوا ۵۰ ملیون ډالر پوروړی دی، او دا پورونه باید په څلورو قسطونو کې ورکړل شي.
د طالبانو حکومت د مالیې وزارت په وینا، نړیوال بانک د دوشنبې په ورځ په لومړي پړاو کې خصوصي شرکتونو ته د ۱۰ ملیون ډالرو څخه ډیر پور ورکول پیل کړل، او ټاکل شوې ده چې د بانک له ۳۹ ملیون ډالرو څخه ډیر پور په دریو نورو مرحلو کې د وزارت له لارې ورکړل شي.
پخوا، خصوصي شرکتونو په وار وار د نړیوال بانک له خوا د دوی د پیسو د نه ورکولو په اړه شکایت کړی و.
د دغو شرکتونو په وینا، دوی د پرځول شوي جمهوري نظام پر مهال د نړیوال بانک اړوند پروژې پلي کړې، خو د دوی ځینې پیسې لا تر اوسه نه دي ورکړل شوي.
د اروپا د بشري مرستو څلورم فورم په غونډه کې به د افغانستان پر بشري وضعیت خبرې وشي

د اروپا د بشري مرستو څلورم فورم په غونډه کې به ټاکل شوې ده چې نن د یوشمیر نورو موضوعاتو ترڅنګ د افغانستان پر بشري وضعیت هم خبرې وشي.
په دې دوه ورځنۍ غونډه کې چې پرون پیل شوه پالیسي جوړونکي، د بشري حقونو سازمانونه او نړیوالو متخصصینو ګډون کړی دی.
په کابل کې د اروپايي اتحادیې دفتر پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې دا فورم به "د افغانستان د کړکیچ اصلي لاملونه په ګوته کړي او د نوښتګرو او دوامداره حل لارو لپاره به سیمه ایزې همکارۍ ته وده ورکړي."
دا دوه ورځنی فورم د اروپايي کمیسیون او د پولنډ په کوربه توب جوړ شوی دی.
یونان به د شارجه نړیوال کتاب نندارتون په ۴۴مه ګڼه کې افتخاري میلمه وي

یونان به د شارجه نړیوال کتاب نندارتون په ۴۴مه ګڼه کې افتخاري میلمه وي.
دا خبره د شارجه کتاب ادارې (SBA) مشرې، شیخه بدور بنت سلطان القاسمي کړې ده. دې ویلي چې یونان، د خپل بډایه تاریخي میراث او نړیوال کلتوري نفوذ سره، د انساني تخلیق په بهیر کې یوه مهمه ستنه دی.
د شارجه نړیوال کتاب نندارتون د ادارې د معلوماتو له مخې دا په نړۍ کې دریم لوی د کتاب نندارتون دی او په عربي نړۍ کې ترټولو معتبر ګڼل کیږي.
د شارجه کتاب نندارتون اداره هر کال، په خپرونو او اړوندو برخو کې غوره نړیوال استعدادونه منځني ختیځ ته جلبوي. د سږ کال نندارتون به د ۲۰۲۵م کال د نومبر له ۵مې تر ۱۶مې دوام وکړي.
جاپان د افغانانو لپاره د ماسترۍ سکالرشپونه اعلان کړي دي

په افغانستان کې د جاپان سفارت اعلان کړی چې د جاپان د پوهنې، کلتور، سپورت، ساینس او ټیکنالوژۍ وزارت (MEXT) هغو افغان زده کونکو ته سکالرشپونه ورکوي چې غواړي د جاپان په پوهنتونونو کې ماسټري وکړي.
د دې سفارت د اعلامیې له مخې به بریالي کاندیدان د څیړنیزو زده کونکو په توګه د جاپان حکومت د سکالرشپ پروګرام له لارې د ماسترۍ په کورسونو کې د 2026 کال لپاره زده کړې وکړي.
په اعلامیه کې راغلي چې د غوښتنلیکونو راټولولو او لیکلي ازموینې پروسه به د آغا خان بنسټ، افغانستان سره په همکارۍ ترسره شي او هغه کسان چې غواړي ګډون وکړي، د نورو معلوماتو لپاره دې د دې سفارت ویب پاڼې ته مراجعه وکړي.
برتانیا او اروپايي ټولنه د خپلو اړیکو "بیا رغولو" لپاره یوې موافقې ته رسیدلي دي

ډیپلوماتانو د دوشنبې په ورځ ویلي چې د اروپايي اتحادیې او برتانیې مذاکره کوونکي د بریګزیت یا - له دغې اتحادیې د بریتانیې له وتلو- وروسته د خپلو اړیکو "بیا رغولو" لپاره یوې موافقې ته رسیدلي دي.
دا په داسې حال کې چې د بریتانیا صدراعظم کایر سټارمر په لندن کې د اروپايي اتحادیې د مشرانو د غونډې کوربه توب ته تیاری نیسي.
د اروپايي اتحادیې ډیپلوماتانو وویل چې غړو هیوادونو په دې سرمشریزه کې د امنیت او دفاع، تجارت او د کبانو د ښکار، او د ځوانانو د میشتیدو په هکله د همکاریو په برخه کې درې سندونه د لاس لیک لپاره تصویب کړل.
په نهایی توافق کې، بریتانیا منلې چې په ۲۰۲۶ کال کې د اوسني تړون له پای ته رسیدو وروسته به د ۱۲ کلونو لپاره اروپایی کب نیونکو ته اجازه ورکړي چې ښکار وکړي؛ په بدل کې به یې، اروپايي اتحادیه له بریتانیا څخه د خوړو پر وارداتو اداري محدودیتونه کم کړي.
د ځوانانو د مېشتېدو په مسئله کې - د اختلاف یوه بله لویه خبره، د لندن دا اندیښنه وه چې دا ډول پلان به د اروپايي اتحادیې او بریتانیا ترمینځ د سفر آزادۍ ته د بیرته ستنېدو لامل شي خو مذاکره کوونکو پر یوه عمومي متن موافقه وکړه، چې جزئیات به یې په راتلونکو خبرو اترو کي وڅیړل شي.
د نورستان خلکو د وایګل ولسوالۍ د ټاکل شوي د مرکز پر سر اعتراض کړی دی

د نورستان د نوې تاسیس شوې وایګل ولسوالۍ یو شمیر اوسیدونکو د والي د وروستۍ پریکړې پر وړاندې چې د ولسوالۍ د مرکز لپاره یې ځای ټاکلی دی، اعتراض وکړ.
دوی وايي چې والي زین العابدین په دې پریکړه کې له خلکو سره مشوره نه ده کړې، او هغه ځای یې چې د ولسوالۍ د مرکزلپاره ټاکلی دی، دې غرنۍ ولسوالۍ ته د خلکو لاسرسی ستونزمن دی.
خو، د نورستان د ولایت د مطبوعاتي دفتر اعلامیه وايي چې د "کوشمه" سیمه د خلکو د اختلافاتو د حل لپاره د پرله پسې بیاکتنو وروسته او د ریاست الوزراء د مقام د رسمي لارښوونې پر اساس د ولسوالۍ مرکز ټاکل شوې ده.
د قومي مشرانو او عالمانو په ګډون اعتراض کوونکو د وایګل او پارون - کنړ ترمنځ سړک هم بند کړی دی.
دوی د طالبانو د والي له خوا د خلکو سره د چلند او هغه څه په اړه هم شکایت کوي چې دوی یې "د سیمې د خلکو دودونو ته بې اعتنایي" بولي.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په چین کې په درې اړخیزه غونډه کې ګډون کوي

ټاکل شوې ده د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سبا د (د می په ۲۰مه) پیکنګ ته سفر وکړي چې د چین، پاکستان او افغانستان په ګډون په درې اړخیزه غونډه کې ګډون وکړي.
د راپورونو له مخې د دې سرمشریزې هدف د سیمه ییزې سولې او امنیت اندیښنو ته رسېدل دي.
په ورته وخت کې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، اسحاق ډار چین ته روان شوی دی. د هغه د سفر هدف د لوړې کچې په دوه اړخیزو خبرو کې برخه اخیستل دی.
د یادونې وړ ده چې د ۲۰۲۵ کال د می په ۱۰مه په کابل کې د دې سرمشریزې اول دور غونډه جوړه شوه چې پکې طالبان، پاکستان او چین شامل وو.
د راپور له مخې دا درې اړخیزې خبرې به د ترهګرۍ ضد هڅې، اقتصادي همکارۍ او د زیربناوو د پراختیا په ګډون پر یو لړ موضوعاتو راوڅرخي.
تر دې مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي و چې د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي، یو شیاویونګ، متقي ته د چین د سفر بلنه ورکړې وه چې متقي منلې وه.