د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۵ غبرګولی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۰۰

د ایران ولسمشر ژمنه کړې چې په دې هېواد کې دېره افغان کډوالو ته به اسانتیاوې برابرې کړي


د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو وزیر امیرخان متقي له خپل ایراني سیال سره د کتنې پرمهال
د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو وزیر امیرخان متقي له خپل ایراني سیال سره د کتنې پرمهال

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د ایران ولسمشر مسعود پزشکان د دې وزارت له سرپرست امیر خان متقي سره په لیدنه کې ویلي هیواد یې چمتو دی چې له افغانستان سره په ټولو برخو کې خپلې اړیکې پراخې کړي.

دې وزارت د یوې اعلامیي او د ګډو عکسونو په خپرولو سره ویلي دا ناسته د یکشنبې په ورځ د مۍ په اتلسمه په تهران کې وشوه او د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو په نږدېوالي ټینګار وشو.

په اعلامیه کې راغلي چې د ایران ولسمشر په ایران کې افغان کډوالو ته د اسانتیاوو د برابرولو ډاډ هم ورکړو.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي چې امیرخان متقي د دواړو هیوادونو ترمنځ د سیاسي اړیکو په پراختیا، د سوداګرۍ په زیاتوالي او د مخدره موادو د قاچاق په کنترول ټینګار وکړو او د کډوالو د ستنېدو د ستنېدو په برخه کې یې د تدریج اصل د پلې کېدو غوښتنه هم وکړه.

ایران واي چمتو دی چې له افغانستان سره په ټولو برخو کې خپلې اړیکې پراخې کړي.

نوموړي له دې مخکې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره هم په لیدنه کې د افغان کډوالو د ستنېدو ، د بندیانو په انتقال او یو شمېر نورو مسایلو خبرې کړې وې.

امیرخان متقي شنبه ( د مې په مه۱۷) د یو پلاوي په مشرۍ ایران ته ورسېده.

د طالبان حکومت د بهرنیوچارو وزارت ویلي چې نوموړی به د تهران د خبرو په فورم کې د ګډون ترڅنګ له خپل بیلابیلو ایراني چارواکوسره وګوري.

په همدې حال کې یو شمېر کارپوهان وايي ایران هیله لري چې د داعش په وړاندې په مبارزه کې له طالبانو سره د همکارۍ له لارې له افغانستان سره د سیاسي اړیکو د پراخولو لپاره شرایط رامنځته کړي.

له ډلې یې د سیاسي او امنیتي چارو کارپوه اسحاق اتمر ازادي راډیو ته وویل"د دواړو هیوادونو ترمنځ امنیتي مسایل د ایران د پام وړ دي، یعني ایران په افغانستان کې د داعش د حضور په اړه اندېښنه لري، او که د طالبانو له لوري په دې برخه کې ډاډ ورکړل شي، او ایران له دې اړخه مطمین شي نو د دواړو هیوادونو په اړیکو کې مثبت بدلون راوستی شي."

له بله خوا یو شمېر اقتصادي کارپوهان وايي چې طالبان په تېرو څلورو کلونو کې د کورني او بهرني مشروعیت په ترلاسه کولو نه دي توانېدلي او تر هغه چې د دغه مشروعیت شرایط پوره نه کړي فغانتسان نه شي کولای د دوامداره اقتصادي او سیاسي ودې او ثبات شاهد اووسي.

له ډلې یې نصرت الله وفا ازادي راډيو ته وویل"که څه هم افغانستان د ایراني محصولاتو لپاره یو مهم مصرفي بازار ګڼل کیږي او د طالبانو حکومت هم د خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره له ګاونډیو هیوادونو سره په تعامل تکیه کوي خو په اوسني وضعیت یوازې دا ډول ژمنې او همکاري د افغانانو په ورځني ژوند کې د پام وړ بدلون نشي راوستلی."

طالبانو په دې وروستیو کې د سیمې له هېوادونو سره خپل تماسونه پراخ کړی دي.

ښاغلی وفا زیاتوي"تر څو چې د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پېژندل شي او دوی یو باور ترلاسه نه کړي دا ژمنې نه شي کولای چې موفقې اووسي او افغانان هم باید د دې هیله ونه لري، ځکه دا تعاملات خپل شرایط لري چې له بده مرغه د طالبانو حکومت تر اوسه دا شرایط نه دي پوره کړي."

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې له ګاونډیو هېوادونو او سیمې سره د طالبانو اړیکې پراخ شوې.

د پاکستان، قزاقستان، هند او روسیې په ګډون د څو هېوادونو چارواکو په وروستیو کې افغانستان ته سفرونه کړي او یا یې له ورسره اړیکي ساتلي دي.

یوشمېر طالب چارواکو هم ځینو هیوادونو ته سفرونه کړي چې د کارپوهانو په وینا د طالبانو د بهرنیو اړیکو د پراخولو او په سیمه کې د خپل دریځ د پیاوړي کولو هڅې په ګوته کوي.

د همدې هڅو په لړ کې یو شمېر پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د مۍ په ۲۰ مه به د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي چین ته سفر وکړي او هلته به د چین، پاکستان او افغانستان په درې اړخیزه ناسته کې برخه واخلي.

دا خبر وروسته له هغه خپور شو چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د پاکستان مرستیال صدراعظم او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار به د دوشنبې په ورځ، د می په ۱۹مه، چین ته سفر وکړي ترڅو د سیمه ایزو مسلو په اړه خبرې وکړي.

د یادونې وړ ده چې تر دې مخکې د مۍ په ۱۰مه، په کابل کې د طالبانو او د پاکستان او چین د استازو ترمنځ درې اړخیزه غونډه شوې وه.

په دې غونډه کې پر بېلابېلو مسلو، په ځانګړې توګه اقتصادي او امنیتي همکارۍ خبرې وشوې.

XS
SM
MD
LG