د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۸ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۲۳

د طالبانو د چارواکو، روسیې او منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراخېدل په څه مانا ده؟


عکس ارشیف
عکس ارشیف

د طالبانو د حکومت د چارواکو، روسیې او منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ د اړیکو او تعاملاتو زیاتوالي ته په پام، د چارو ځینې شنونکي په دې باور دي چې د اړیکو دا پراختیا د طالبانو د هغو هڅو یوه برخه ده چې غواړي نړیواله انزوا راکمه او د افغانستان د اقتصادي ننګونو لپاره حل لارې ومومي.

د نړیوالو اړیکو شنونکي غوث جانباز د یکشنبې په ورځ، د می په ۱۸مه، ازادي راډیو سره خبرو کې وویل چې له دې تماسونو کې د سیمې دهېوادونو هدف د سیاسي ملاتړ په پرتله د امنیتي ګواښونو مخنیوی او د اقتصادي ګټو ترلاسه کول دي:

"د طالبانو هدفونه ډېر عادي دي له یو لوري دوی غواړي چې د سیمه ییزو هېوادونو په جلبولو په رسمیت وپېژندل شي او اوس دوی له شدیدو اقتصادي ستونزو سره مخ دي نو په دې فکر دي چې په دې ډول به وکړای شي د افغانستان اقتصاد بیا ورغوي او هغو ستونزې چې ورسرهمخ دي حل کړي، د سیمې هېوادونه غواړي چې افغانستان له یو اړخه د سیمې په مدیریت کې پاتې شي او بل لوري ته دا هېوادونه ستر اقتصادي پلانونه لري چې له افغانستان اوړي."

خو نوموړي زیاته کړه چې دا تعاملات به په هیواد کې دننه اقتصادي بنسټ رامینځته نه شي کړای او یوازې به سیمه ایزو بازارونو ته د افغانستان د پانګې د وړاندې کولو لامل شي.

د طالبانو حکومت په ځلونو ټینګار کړی چې د سیمې له هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې دوی ګاونډیو، سیمه ییزو هیوادونو او نړۍ سره د رغنده همکارۍ د رامنځته کولو په لټه کې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر د شنبې په ورځ، د می په ۱۷مه، په کازان کې په ۱۶م نړیوال اقتصادي فورم کې له ګډون وروسته، د روسیې له تاتارستان څخه کابل ته د راستنیدو پر مهال دا سفر «له لاسته راوړنو ډک» وباله.

د طالبانو د حکومت د ارګ د خبرپاڼې له مخې، ملا برادر خبریالانو ته ویلي چې د خپل څلور ورځني سفر په ترڅ کې یې د تاتارستان او موردوویاله ولسمشرانو سره د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو مسایلو او همدارنګه یې له ځینو روسي چارواکو سره د دوه اړخیزې سوداګرۍ د پراختیا، په افغانستان کې د روسیې د پانګونې او ګډو اقتصادي همکاریو په اړه خبرې کړي دي.

په ورته وخت کې د روسیې ټاس خبري اژانس د می په ۱۶مه د روسیې د صدراعظم مرستیال الیکسي اویرچوک په حواله راپور ورکړی چې د طالبانو د حکومت استازي په ځینو برخو کې ورته د همکارۍ وړاندیزونه کړي چې اوس مهال تر څار لاندې دي او د پراختیا لپاره یې د پام وړ ظرفیت لري.

په ورته وخت کې ځینې اقتصاد پوهان وايي چې د طالبانو حکومت په داسې حال کې چې د نړیوالو له خوا په رسمیت نه دی پېژندل شوی، د سیمه ایز مشروعیت په لټه کې دی او هڅه کوي چې د دې اړیکو له لارې د یو باثباته او مسؤل حکومت انځور وړاندې کړي.

له دې ډلې بشیر دودیال ازادي راډیو ته وویل، تر کومه چې طالبان کورنی او نړیوال مشروعیت ترلاسه نه کړي، له ګاونډیوهیوادونو سره د لنډمهاله اقتصادي تړونونو لاسلیک به په کورني اقتصاد کې د ریښتینيو بدلونونه له رامنځته کولو پرته، بې اغیز وي:

“تر کومه چې قوي اقتصادي بیارغونه رامنځته نه شي، دا لنډمهالي پروتوکولونه هغه هم د زبر ځواکو هېوادونو د سیاستونو تر سیوري لاندې به زموږ د خلکو په ګټه نه وي،اوس په اقتصاد کې سفرونه او هوکړې نه بلکې د خلکو رضایت او د دوی د ژوند کچه معیار دی.”

که څه هم په نږدې څلورو کلونو کې د طالبانو حکومت هیڅ هیواد په رسمیت نه دی پیژندلی، خو په دې وروستیو میاشتو کې د روسیې او منځنۍآسیا هیوادونو سره د دوی اړیکې پراخې شوې دي.

د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت د روانې می میاشتې په ۱۵مه نیټه د یو بیان په خپرولو وویل چې د قزاقستان د صدراعظم مرستیال او د بهرنیوچارو وزیر مراد نورتیلیو «د افغانستان »د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي سره په ټیلیفوني خبرو کې د سوداګرۍ، زده کړو او سیمه ییز امنیت په برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

له دې مخکې بیا د قزاقستان د صدراعظم مرستیال سریک ژومنګارین، د اپریل په ۲۳مه، د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت سرپرست ملا حمیدالله اخندزاده سره په خبرو کې، د سوداګرۍ او ټرانزیټي اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی و او د ۱۲۰ ملیون ډالرو په ارزښ تیې ورسره ۲۰ تړونونه لاسلیک کړل.

د یادونې ده چې د طالبانو او روسیې ترمنځ اړیکې، چې پخوا ښې ګڼل کېدې، ظاهرا د ترهګرو ډلو له نوملړه د طالبانو د نوم له لرې کولو وروسته، چې د اپریل په ۱۷مه د روسیې د سترې محکمې لخوا یې اعلان شو، نورې هم ښې شوې دي.

خو یو شمېر سیاسي کارپوهانو مخکې ازادي راډیو ته ویلي وو چې د طالبانو په کورنیو پالیسیو کې له بدلون پرته به دا اړیکې لنډمهاله او تکتیکي وي.

د دوی په خبره، تر کومه چې د طالبانو حکومت د حکومتولۍ اساسي اصول لکه د ښځو د حقونو خوندیتوب، د نجونو زده کړې، او د یو ټول ګډونه حکومت جوړول ونه مني، له دغو هېوادونو به هیڅ یو هم بنسټیز اقدامات ترسره نه کړي.


XS
SM
MD
LG