د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۶ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۳۰

د کلونو - کلونو جګړو ډېری افغانان په رواني ستونزو اخته کړي


د روغتیا نړیوال سازمان وایي لسیزو دوامدارو جګړو او ژورو اقتصادي ستونزو افغانان په رواني او روحي لحاظ سخت ځپلي دي.

«ډبلیو اچ او» په خپل یو تازه راپور کې د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي سره له دې چې ډېری افغانان د یادو لاملونو له امله له ژورخفګان، اضطراب، روحي فشارونو او بېلابېلو رواني ناروغیو سره لاس او ګرېوان دي خو د افغانستان په ټولو ۳۴ ولایتونو کې ډیری روغتونونه لاهم ځانګړي رواني خدمتونه نه لري.


د پنځو ماشومانو پلار او د خپلې کورنۍ یوازیني سرپرست د ننګرهار ولایت اوسېدونکی ۳۶ کلن فرید وايي، «جګړې خو ټول افغانان ځپلي خو موږ معلولینو باندې یې اغېزې لا هم دوام لري.»

دا چې په دواړو پښو معلول دی، وایي جګړو نه یوازې ترې فزیکي توان اخیستی بلکې په روحي او رواني لحاظ یې هم سخت ځپلی دی.

فرید ازادي راډیو ته وویل چې د شدیدو کورنیو جګړو پرمهال د لازمو روغتیایي خدمتونو او ډاکتر د نشتون له امله چې ناروغ و کورنۍ کې چا ناسم پیچکاري کړی او له همدې امله په خبره یې اوس په دواړو پښنوفلج دی.

ده د خپل ژوند د ستونزو په اړه زیاته کړه:

"په موږ باندې خو ۹۰ سلنه روحي رواني «فشار» زیات دی، ځکه یو خو بې کاري او بې وزلي ده، بله دا چې معلول یو، نو دې تشویش او خفګان مو ذهنیت بلکل خراب کړی، ځکه ماشومان لرو، په اندېښنه کې یم چې موږ څه وکړو نور، زما اوښی هم معلول شوی، پر هغه چې کوم بمب استعمال شوی، چرې یې پر بدن شته او هغه بیخي نور رواني تکلیف لري، بېچاره ډېرستونزو کې دی د کور مشکلات یې زښته زیات شوي دي."

د کابل ښار اوسېدونکی صمیم هم وایي چې کلونه مخکې یې د سړک غاړې ماین په چاودنه کې پښه پرې شوې او اوس د همدې معلولیت له امله د خپلې کورنۍ لپاره نفقه ګټلو کې له ګڼو ستونزو مخ کېږي چې په رواني اړخ یې سخت ځپي.

ده ازادي راډیو ته وویل:

"دا حالت ډېر سخت دی ځکه اقتصادي ستونزې زیاتې وي او کور کې درته ماشومان ژاړي، خوراک غواړي، لباس او پوښاک غواړي او چې تا سره نه وي نو زیات راوني تکلیف راپیدا کېږي."

دا په داسې حال کې ده چې د روغتیا نړیوال سازمان په خپل وروستي راپور کې چې د می په ۱۴ مه یې خپور کړی ویلي چې افغانستان کې د کلونوجګړو او روان اقتصادي ناورین افغانان له روحي رواني اړخه ځپي او په ټکو یې دوی یې له ژورخفګان، استرس او اضطراب، روحي فشارونو او بېلابېلو شدیدو رواني ناروغیو سره مخ کړي دي.

«ډبلیو اچ او» په خپل دې راپور کې چې د ملګرو ملتونو د ریلیف پر وېب پاڼه یې خپور کړی اندېښنه ښودلې چې په افغانستان د روحي رواني ستونزو د شدت سربېره، لا هم د دغه هېواد په ټولو ۳۴ ولایتونو کې ډېری روغتونونه ځانګړي رواني څانګې او خدمتونه نه لري.

په دې اړه د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان د ازادي راډیو پوښتنه ځواب نه کړه خو د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې د دې تشې د ډکولو لپاره، دوی د رواني روغتیا پاملرنې په روغتیایی مرکزونو کې د داخلي یا بستري او روغتون نه بهر ناروغانو د مدغم کولو لپاره یو ازمایښتي نوښت پیل کړی، چې هدف یې دې ناروغانو ته د درملنې زمینه برابرول دي.

دې سازمان ویلي، “افغانستان کې د کلونو جګړو او اقتصادي ستونزو رواني روغتیا ته درنه ضربه رسولې او د دې ستونزو د حل لپاره، دغه سازمان د اروپایي ټولنې په ملاتړ د ژوند بدلونکې رواني روغتیا او رواني ټولنیز ملاتړ پروګرامونه هغو کسانو ته وړاندې کوي چې شدیدا ورته اړتیالري."

په راپور کې په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازی اډوین سلواډور په حواله راغلي چې یاد سازمان د ۲۰۲۵ کال د نومبر تر میاشتې پورې د رواني روغتیا پاملرنې پنځه مدغم پروګرامونه ساتلي خو اندېښنه یې ښودلې چې د دې خدمتونو د دوام راتلونکی نامعلوم دی او ۲۷ نورو ولایتي روغتونونو ته د خدمتونو غځول یوه ننګونه ده.

د رواني روغتیا متخصص افغان ډاکټران وايي چې رواني ناروغیو په دې په وروستیو کلونو کې شدت موندلی دی.

له دې ډلې د رواني روغتیا متخصص او ارواه پوه ډاکتر عبدالمتین احمدي ازادی راډیو سره خبرو کې د هېواد اوسنیو شرایطو او د تېرو جګړو یجاړوونکو اغیزو ته په کتو، د رواني ناروغانو کورنیو او ټولنې ته بېلابېلې سپارښتنې داسې مطرح کړې:

“ډېری خلک زموږ په ټولنه کې له رواني ناروغیو او ستونزو سره مخ دي، په ځینې د ټولنې، کورنیو او دوستانو لخوا پرې ملنډې وهل کېږي،چې دا تمسخر د دې لامل کېږي دوی نور خپلې ستونزې بیان نه کړي، دوی نور هم ژور خفګان سره مخ کېږي،ان داستونزه دوی کې د تل لپاره پاتې کېږي، نه تشخصېږي، د دوی احساسات او شخصیت ځپي، دا خلک دې زما یوه هیله واوري چې لطفا د دې کسانو احساساتو باندې ملنډې مه وهئ، ځکه د دوی اضطراب نور هم زیاتوي، نو که امکان لري دوی سره سمچلند وشي او د درملنې مراجعو ته معرفي کړل شي.”

په افغانستان کې په پرلپسې ډول د رواني فشارونو او ستونزو راپورونه او شکایتونه داسې وخت مطرح کېږي چې ډیری خلک پر دغه هېواد د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د دوی لخوا پر خلکو د بېلابېلو بندیزونو او محدودیتونو لګولو، بې کاریو، اقتصادي ناورین، د اقلیم بدلون له امله بېلابېلو درنو طبیعي پېښو او ان د بد بشري وضعیت له امله له سختو روحي رواني فشارونو او ننګونو سره مخ شوي دي.

XS
SM
MD
LG