د لاسرسۍ وړ لېنکونه

 
کابل پوهنتون څخه د ښځینه استادانو لرې کول؛ د طالبانو له لوري د ښځو له لوړو زده کړو څخه د حذف دوام
تازه خبر
چهارشنبه ۲۵ چنګاښ ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۳۱

کابل پوهنتون څخه د ښځینه استادانو لرې کول؛ د طالبانو له لوري د ښځو له لوړو زده کړو څخه د حذف دوام


افغان ښځې
افغان ښځې

په داسې حال کې چې په افغانستان کې پر ښځو محدودیتونه لا هم دوام لري، د کابل پوهنتون یوشمېر ښځینه استادانې وایي، د طالبانو حکومت دوی له دندو تنقیص کړې دي.

دوی ازادي راډیو ته ویلي، دا خبره ورته د شنبې په ورځ په شفاهي ډول شوې ده.

یوه ښځینه استاده، چې تر دوکتورا پورې یې زده کړې کړي او د موضوع د حساسیت له امله یې ونه غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، سه شنبه د مې په ۱۳ مه ازادي راډیو سره خبرو کې ادعا وکړه، چې د پوهنتون ټولې ښځینه استادانې له دندو لېرې کړل شوې دي:

«موږ ته احوال راکړل شو چې د طالبانو د لوړو زده‌ کړو وزارت له خوا یو مکتوب راغلی، خو موږ ته یې مکتوب ونه‌ ښود، یوازې یو لېست یې راولیږه چې تاسې تنقیص شوي یاست. که څه هم موږ په کور وو، خو لا هم رسمي حسابېدلو، کولای مو شو په داخلي او نړیوالو ژورنالونو کې مقالې خپرې کړو او د ترفیع پروسه تعقیب کړو، خو اوس چې تنقیص شوو، نه ترفیع کولی شو او نه هم مقالې خپرولی شو، له رسمیاتو څخه لیرې کړل شوو.»

د طالبانو حکومت دا هڅه کوي چې په عمومي توګه ښځې له ټولنې څخه حذف کړي، په ځانګړې توګه له علمي ټولنې څخه.

بله ښځینه استاده چې دې هم ونه غوښتل نوم یې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل، د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته کورناستې شوه او یوازې پنځه زره افغانۍ معاش یې اخیست، خو اوس له دندې هم برطرفه شوه:

"له بده مرغه ډېر شمېر استادان تنقیص شول، لومړی یې معاش کم کړ او پنځه زره افغانۍ یې وټاکو، او وروسته یې تنقیص کړل چې زه خپله هم په هغو کې یم. د طالبانو حکومت دا هڅه کوي چې په عمومي توګه ښځې له ټولنې څخه حذف کړي، په ځانګړې توګه له علمي ټولنې څخه. دوی د یوې پلمې په لټه کې دي، که اضافه بست وي او که د تنقیص په پلمه وي ښځې له دندو لرې کوي. له بده مرغه، ډېری ښځې له ډېرو ادارو څخه تنقیص شوې دي."

خو د پوهنتون د یوې پوهنځي یوه مسؤول، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، ازادي راډیو ته په یو پیغام کې ویلي، چې دغه تنقیصاتو کې د پوهنتون ښځینه او نارینه استادان دواړه شامل دي.

شاوخوا درې اوونۍ مخکې، د طالبانو حکومت د لوړو زده‌ کړو وزارت یوې سرچینه ازادي راډیو ته ویلي و، چې د دې وزارت په چوکات کې له ۱۹ زره بستونو څخه شاوخوا ۴۵۰۰ بستونه تنقیص شوي، چې ډېری یې ښځې دي.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه تازه څه نه‌ دي ویلي، خو ویاند یې ذبیح الله مجاهد مخکې د ځینو ملکي ادارو تنقیص تایید کړی و او دا یې یو عادي اقدام بللی و.

نوموړي ویلي وو دا اقدام د بیروکراسۍ د مخنیوي او د ادارو، معاشونو او کارکوونکو د ښه مدیریت په هدف دی.

طالبانو تازه د دولتي، ملکي او نظامي ادارو په بېلابېلو برخو کې د بستونو د تنقیص تر پرېکړه ورسته زرګونه کسان، په ځانګړي ډول ښځینه کارکوونکې، له دندو لیرې کړي دي.

د زده کړو د برخې یو شمیر فعالان وایي، له دندود د ښځینه استادانو لېرې کول ښيي چې طالبان د ښځو د حقونو د خوندیتوب هیڅ اراده نه لري.

دا کار ښيي چې طالبان نه یوازې ښځو ته ارزښت نه ورکوي، بلکې هغه فرصتونه چې مخکې ورته موجود وو، هم ترې اخلي.

د کابل پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي پخوانی استاد او اوس د نیویارک په راچسټر پوهنتون کې مېلمه څېړونکی حمید بیت‌الله، ازادي راډیو ته وویل:

«دا کار ښيي چې طالبان نه یوازې ښځو ته ارزښت نه ورکوي، بلکې هغه فرصتونه چې مخکې ورته موجود وو، هم ترې اخلي. دغه شان دا ښيي چې د طالبانو دا ادعا، چې د نجونو د لوړو زده کړو د بیا پیل لپاره پلان لري، یو دروغجن تبلیغ دی.»

د طالبان حکومت ادعا کوي چې د اسلام د شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقوق خوندي دي، خو په تېرو نږدې څلورو کلونو کې د دوی له خوا پر ښځو پراخ محدودیتونه لګول شوي دي.

د دې محدویتونو په لړ کې په ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان تر بیا واکمنېدو ورسته دوی نجونې له شپږم ټولګي پورته له زده کړو منع کړې او دغه شان په ډېرو دولتي او نادولتي ادارو کې یې له کار هم راوګرځولې.

XS
SM
MD
LG