د دې تړون جزئیات لا نهدي خپاره شوي، خو راپورونه وايي چې په تړون کې د انرژۍ، کانونو او دفاعي برخو هوکړې شاملې دي.
ټرمپ د مې پر ۱۳مه د سعودي عربستان پلازمېنې ریاض ته ورسېد او د خلیج سیمې ته یې خپل سفر پیل کړ، چې په ترڅ کې به یې قطر او متحده عربي اماراتو ته هم ولاړ شي.
دا دویم ځل دی چې ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ په دوران کې سعودي عربستان د خپل لومړني رسمي بهرني سفر لپاره غوره کوي؛ نوموړي په ۲۰۱۷ کال کې د خپلې لومړۍ ولسمشرۍ په پیل کې هم همدا هېواد د لومړي بهرني رسمي سفر لپاره غوره کړی و.
کله چې ټرمپ ریاض ته ورسېد، په هوايي ډګر کې یې محمد بن سلمان هرکلی وکړ، چې د شاهي مراسمو په ترڅ کې د ارغواني رنګ غالۍ غوړول شوې وه او د قهوې دودیز مراسم ترسره شول.
د ریاض سړکونه د سعودي عربستان او امریکا د بیرغونو په رپولو سره ښکلي شوي وو، او د سعودي عربستان ایف-۱۵ جیټ الوتکې د امریکا د ولسمشر د ځانګړې الوتکې (ایر فورس ون) بدرګه کوله.
په سعودي عربستان کې د ټرمپ د سفر اصلي تمرکز د لویو سوداګریزو تړونونو کول دي، چې په کې مصنوعي ځیرکتیا، انرژۍ او لویو پوځي معاملو ته ځانګړې پاملرنه کېږي. ټرمپ غواړي چې په دې سفر کې له یو ټریلیون ډالرو څخه زیات تړونونه وروستي کړي، که څه هم کارپوهان وايي چې داسې یوه لویه شمېره به بېسارې وي.
له سعودي عربستان سره د اقتصادي تړون له لاسلیکولو مخکې، ټرمپ د سعودي ولیعهد د ۶۰۰ میلیاردو ډالرو پانګونې ژمنه وستایله او په ټوکو یې وویل چې دا شمېره باید یو ټریلیون ډالره وي.
ولسمشر ټرمپ د سعودي ولیعهد ته وویل: "نن دلته د نړۍ تر ټولو ستر سوداګریز مشران راغلي، او دوی به له ځان سره ګڼ شمېر چکونه یوسي."
ټرمپ زیاته کړه: "موږ دلته د امریکا لپاره تقریباً د دوه میلیونه نویو کاري فرصتونو د رامنځته کېدو خبره کوو."
په دې سفر کې د پانګونې په فورم کې ګډون، دوه اړخیزې خبرې او له ولیعهد سره رسمي ماښامنۍ هم شامل دي.
یو له هغو اصلي تړونونو چې په دې سفر کې پرې خبرې کېږي، د امریکا او سعودي عربستان ترمنځ د ملکي اټومي انرژۍ تړون دی، چې موخه یې د سعودي عربستان د ملکي اټومي سکتور وده ده.
په دې کې د پام وړ خبره دا ده چې د ټرمپ اداره اوس د سعودي عربستان لپاره له اسراییلو سره د اړیکو عادي کول د اټومي خبرو د پرمخ بیولو لپاره د شرط په توګه نه رامخې ته کوي. دا د جو بایډن تر ولسمشرۍ لاندې د امریکا د پخوانۍ تګلارې پرتله لوی بدلون دی، ځکه هغه مهال د اټومي همکاریو په برخه کې پرمختګ له اسراییلو سره د سعودي د اړیکو له عادي کولو سره تړلی و.
د سعودي عربستان سره د ملکي اټومي تړون او له اسراییلو سره د اړیکو د عادي کولو د مسلې جلا کول، له یوې خوا د غزې د جګړې له امله د سولې پروسې ټکني کېدل ښيي، او له بلې خوا ریاض ته د واشنګټن له خوا یو لوی امتیاز ګڼل کېږي.
سره له دې چې ځینې اټکلونه او د اسراییلو هیلې موجودې وې چې ښايي ټرمپ په دې سفر کې بیت المقدس یا تلابیب ته هم ولاړ شي، خو د سپینې ماڼۍ چارواکو او خپله ټرمپ تایید کړې چې په دې سفر کې به اسراییلو ته ورنه شي.
ټرمپ تېره اونۍ وویل: "موږ به اسراییلو ته حتماً سفر کوو، خو نه په دې سفر کې."
دا پرېکړه د اسراییلو د چارواکو لپاره د اندېښنې سبب شوې، ځکه هغوی دا د سیمهییزو لومړیتوبونو د بدلون یو نښه ګڼي، او د ټرمپ او اسراییلي صدراعظم بنیامین نتنیاهو ترمنځ د اختلاف د زیاتېدو نښه یې بولي.
دغه اختلاف په ځانګړې توګه د غزې جګړې، د ټرمپ د ایران تګلارې، او د نوموړي د سیمهییزې ستراتیژۍ له امله رامنځته شوی دی.