د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ غبرګولی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۴۴

اوچا: د بودیجې کموالي یې افغانستان کې لومړیتوبونه بدل کړي


د یو سیلاب زپلې افغان کورنۍ عکس دی. له ارشیف اخیستل شوی دی.
د یو سیلاب زپلې افغان کورنۍ عکس دی. له ارشیف اخیستل شوی دی.

اوچا وايي چې د بودیجې د کموالي له امله یې په افغانستان کې د مرستو لومړیتوبونه بدل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د سې شنبې په ورځ (د ثور په ۲۳مه ) پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې له بودیجوي اندېښنو سره-سره دا مهال یوازې دولس نیم میلیونه افغانان د دغې ادارې د مرستو په لومړیتوب کې شامل دي.

تر دې مخکې اوچا ویلي و، چې څه کم اولس میلیونه اړمن افغانان د بشري مرستو تر پوښښ لاندې راوستلی شي.

اوچا زیاتوي، د روان میلادي کال په اوږدو کې په افغانستان کې بشري مرستو ته د اړو کسانو شمېر نژدې درویشت میلیونو ته رسېږي.

د ملګرو ملتونو ددې ادارې د معلوماتو له مخې، دا مهال د د دولس نیم میلیونو اړو افغانانو د لاسنیوي لپاره څه باندې یو نیم میلیارده ډالرو ته اړتیا ده.

وروسته له هغې چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شول، په هېواد کې اقتصادي بحران او بیکاري لا شدید شوي، او له دې سره د اقلیمي بدلونونو پایلو لکه وچکالۍ او سېلابونو هم مرستو ته د اړو کسانو شمېر زیات کړی دی.

XS
SM
MD
LG