یو شمېر بزګران وايي چې سږ کال د ورښتونو بې ساري کمښت د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې د کرنې پروړاندې جدي ننګونه رامنځته کړې ده.
دوی وايي هغه څه چې یې د پسرلي موسم په پیل کې کرلي وو د اړتیا وړ ورښتونو د نشتوالي له امله یې حاصلات ترې تر لاسه نه کړل او ډیری بزګران یې زیانمن کړل.
اوچا وايي چې وچکالي د فاریاب په څېر ولایتونو کې په جدي اندیښنې بدله شوې ده.
د کندوز ولایت یو بزګر چې نه یې غوښتل راپور کې بې نوم خپور شي ازادي راډیو ته یې وویل“وچکالۍ سږ کال ډېر بد اغېز کړی، ټول للمي وچ شول، هېڅ باران ونه شو،هغه څه چې خلکو کرلي وو، حاصل یې ترې تر لاسه نه کړ. د پسرلي په پیل کې ښه ورښت ته اړتیا وه چې ونه شو. خلک ډېر زیانمن شول. هغه څه چې یې کرلي وو، په پور وو. اوس پر دوی هم پاتې دی او حاصل یې ترلاسه نه کړ. یوکس چې له داسې حال سره مخامخ شي نو د هغه روزګار به څنګه وي؟ ښځې او ماشومان یې ټول خوار و زار دي.”
د افغانستان په لویدیځ کې هم د ورته وضعیت په اړه راپور ورکړل شوی دی.
د بادغیس ولایت یوه بزګر معروف ازادي راډیو ته وویل چې په دې ولایت کې د کرنې وضعیت د تیرو کلونو په پرتله خراب دی.“د بادغیس په اړه ښایي تاسو اورېدلي وي چې سږنی کال د تېرو نورو کلونو په پرتله ښه کال نه دی،ممکن له ۲۰ تر ۳۰ سلنه کرنې شوې وې، خو۷۰ سلنه کرنې خړوبې شوې نه دي لکه غنم، نخود او ځینې نور شیان،هغه ډول چې باید حاصل تر لاسه شوی وه، ونه شو.”
دا بزګران د طالبانو له حکومت او نړیوالو ادارو غواړي چې د بشري او اقتصادي ناورین د مخنیوي لپاره په سمدستي اقداماتو لاس پورې کړي.
په ورته وخت کې، د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) اعلان کړی چې افغانستان سږکال هم له اوسط نه د ټیټې کچې ورښتونو سره مخ دی.
یو شمېر بزګران وايي چې د پرله پسې وچکالیو له کبله له جدي ستونزو سره مخامخ دي.
(اوچا) د یکشنبې په ورځ، د می په ۱۱مه، په خپله ایکس پاڼه د وچکالۍ د دوام او له امله یې د اغیزو په اړه په ځانګړې توګه د فاریاب په څېر ولایتونو کې اندیښنه څرګنده کړې ده.
وړاندې راغلي چې فاریاب یو له هغو ولایتونو دی چې په تیرو څو کلونو کې یې تر ټولو بد شرایط تجربه کړي دي او موندنې ښیي چې دا ولایت اوس د وچکالۍ له خطر سره مخامخ دی.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې (اوچا) لس ورځې وړاندې ویلي و، چې د افغانستان په شمال او شمال ختیځ کې د وچکالۍ داغیزو د کمولو لپاره ۱۶.۶ ملیون ډالر ځانګړي شوي دي، او په دې اقدام کې څلور ولایتونه فاریاب، سرپل، تخار او بدخشان شامل دي، چې په ټکویې دا ولایتونه لاهم له دوامدارې وچکالۍ سره مخ دي.
د ځینو نړیوالو بنسټونو د راپورونو له مخې، په افغانستان کې د بارانونو دوامداره کمښت او د وچکالۍ دوام نه یوازې د خوړو خوندیتوب ګواښي،بلکې په خبره په ټکو یې د داخلي بې ځایه کیدو خطر او بشري مرستو ته د اړتیاوو کچه یې هم لوړه کړې ده.