د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۵ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۱۲

د بشري مرستو یو شمېر کارکوونکي ادعا کوي چې طالبان د مرستو د وېش په بهیر کې لاسوهنې کوي


په کندهار کې له بېوزلو خلکو سره د خیریه ټولنو د مرستو یوه څنده
په کندهار کې له بېوزلو خلکو سره د خیریه ټولنو د مرستو یوه څنده

د بشري مرستو یوشمېر کارکوونکو له ازادي راډيو سره خبرو كې ادعا وكړه، چې طالبان بشري مرستو ته د اړمنو كسانو نوملړ بدلوي  او دوی پرځای د خپلو غوره شويو كسانو او یا د خپلو خپلوانو نومونه شاملوي.

د یوې مرستندویې ادارې یوې کارکوونکې آزادۍ راډیو ته وویل چې مرستې اړمنو کسانو ته نه رسېږي او دا له دې امله سخته خفه ده.

دا چې د موضوع د حساسیت له امله نه غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي ادعا کوي چې طالبان د مرستو د وېش په بهیر کې لاسوهنې کوي او په خبره یې د اړمنو کسانو په نوملړ کې د هغوی پرځای د خپلې پېژندګلوۍ له مخې د خلکو نومونه ځای په ځای کوي.

دا مېرمن وايي "زه ډېره خپه کېږم چې کله موږ ته د اړمنو کسانو لیستونه راځي، د طالبانو له خوا بدلېږي او د اړمنو کسانو پرځای د هغو کسانو نومونه پکې لیکل کېږي چې له طالبانو سره پېژني او دوی په خپله د طالبانو غړي وي."

د اړمنو پرځای د هغو کسانو نومونه لیکل کېږي چې طالبان پېژني یا طالبان وي.

د بشري مرستو یوې بلې کارکوونکې چې دې هم د ورته ستونزې له امله نه غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته د خپلو ننګونو په اړه وویل او زیاته یې کړه چې "د پروژو په ویش کې منفعت غوښتنه د عادلانه ویش پرتله ډېره ده. ځینې پروژې د پېژندګلوۍ او ځینې د ګټو پر بنسټ ورکول کېږي؛ د دې پرځای چې د عدالت یا اړو خلکو ته د ګټو په اساس ورکړل شي."

دا ادعاوې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې (AAN) په خپل یوه تازه تحلیلي راپور کې چې د مې په لسمه نېټه د ملګروملتونو د سازمان پر "ریلیف" ویبپاڼه خپور شوی د افغانانو پر ژوند او د هېواد پر اقتصاد د امریکا د مالي مرستو د ځنډېدو اغېزې ارزولي او هغه ننګونې یې هم په ګوته کړې دي چې مرستندویې ادارې ورسره مخامخ دي.

په دې راپور کې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش ادارې (سیګار) د موندنو په حواله راغلي چې د مرستندویه ادارو کارکوونکي له بېلابېلو ستونزو لکه د طالبانو له مستقیم فشار، د پروګرامونو په طرح، تطبیق او تاییدولو، د دوی له خوا غوره شویو کسانو ته د خوراکي توکو او نورو مرستو په لېږد او د استخدام په بهیر کې د طالبانو د کسانو له لاسوهنو سره مخ دي.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) هم د مرستو د وېش په بهیر کې د طالبانو د لاسوهنو اړوند راپورونه خپاره کړي وو.

خو د طالبانو حکومت په ځلونو دغه تورونه بې بنسټه بللي او ویلي یې دي چې د دوی حکومت د مرستو په وېش کې د اړتیا په صورت کې له نړیوالو موسسو سره همکاري کوي.

امریکا له افغانستان او یمن سره مرستې د ناسمې استفادې له وېرې ځنډولې دي.

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ټمې بروس د مې په اتمه تایید کړه چې له افغانستان او یمن سره د دغه هېواد مرستې د طالبانو او حوثي یاغیانو په ګډون د دې په وینا د ترهګرو ډلو له خوا د ناسمې استفادې په اړه د جدي اندېښنو له کبله په بشپړ ډول درول شوي دي.

له افغانستان سره د امریکا د مرستو ځنډېدلو د خلکو پر ژوند مستقیمې اغېزې پریښې دي.

د سیګار د وروستي راپور له مخې چې د اپریل په ۳۰مه خپور شو، په افغانستان کې د متحده ایالاتو په ملاتړ بیړنۍ خوراکي مرستې، د میندو او ماشومانو روغتیا ته پاملرنه، د نري رنځ څیړنه، د کډوالو مرستې، او د نجونو د زده کړو په ګډون ۲۲ پروګرامونه په تیرو دریو میاشتو کې ځنډول شوي، چې ټول لګښت یې ۱.۳ میلیارده ډالر ښودل شوی وه.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې په افغانستان کې سږ کال کابو ۲۳ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړ دي.

XS
SM
MD
LG