تمه کېده چې دا اوربند به هغه کړکېچ پای ته ورسوي چې د هندي کشمیر په پهلګام سیمه کې په یوه تروریستي برید کې د ۲۶ سیلانیانو له وژل کېدو وروسته د دواړو هېوادونو په اړیکو کې رامنځ ته شو.
هند پر پاکستان تور لګولی چې د دې تروریستانو ملاتړ کوي خو پاکستان دا تور رد کړی دی. هند د چارشنبې ورځې په سهار د پاکستان په قلمرو کې پر نهو سیمو حمله وکړه او ویې ویل چې د تروریستانو مرکزونه یې په نښه کړي دي او پاکستان هم ځوابي حملې وکړې.
د هندي کشمیر په مرکز سرینګر او جمو ښار کې پرون د چاودونو غږونه واورېدل شول.
په تېرو څو ورځو کې دواړو خواوو پر یوبل حملې کولې. پرون ماښام د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ پر ټروټ سوشل ټولنیزې شبکې ولیکل چې نوې ډیلي او اسلام آباد د امریکا په منځګړتوب له خبرو وروسته پر اوربند موافقه وکړه.
خو د هند تر ولکې لاندې کشمیر د مرکز سرینګر او جمو ښار اوسېدونکو تېر ماښام د چاودنو غږونه واورېدل چې ورپسې په دواړو ښارونو کې بریښنا ولاړه. د دې چاودنو د تلفاتو په اړه سمدستي جزییات نه دي ورکړل شوي.
په بهرنیوچارو کې د هند د دولت وزیر ویکرم مسري تېره شپه ناوخته یوې خبري غونډې ته وویل چې اوربند مات شوی دی او پر پاکستان یې تور ولګاوه چې د متحدوایالتونو په منځګړتوب له شوې موافقې څخه یې سرغړونې کړې دي.
ښاغلي مسري پر پاکستان غږ وکړ چې د دې د سرغړونو د مخنیوي لپاره لازم اقدامات وکړي او زیاته یې کړه چې د هند پوځ له سرحد څخه د پاکستاني لوري د اوښتو پر وړاندې ځوابي اقدام وکړ. مسري زیاته کړه "په تېرو څو ساعتونو کې له هغې موافقې څخه چې نن ماښام د هند او پاکستان د دفاع وزارتونو ترمنځ شوې وه، بیا بیا سرغړونې وشوې. موږ له پاکستان څخه غواړو چې د دې سرغړونو د مخنیوي لپاره مناسب اقدام ترلاس لاندې ونیسي او له روان وضعیت سره په جدیت او مسوولیت چلند وکړي."
د هغه په وینا د دواړو هېوادونو د پوځونو مشرانو پرون ماسپښین خبرې سره وکړې او موافقه یې وکړه چې په ځمکه، هوا او سمندر کې به ډزې او ټول پوځي اقدامات بندوي.
هند او پاکستان موافقه کړې وه چې په ځمکه، هوا او سمندر کې به ډزې بندوي.
د پاکستان د بهرنیوچارو وزارت بیا هندي ځواکونه له اوربند څخه په سرغړونه تورن کړل. دې وزارت په یو بیان کې وویل چې پاکستان د اوربند موافقې ته ژمن پاتې شوی او ځواکونه یې وضعیت په مسوولیت او زغم سره کنټرولوي. په بیان کې راغلي دي چې پاکستان باور لري د اوربند د تطبیق پر وړاندې هر خنډ باید په مناسبه سطحه د تفاهم له لارې لیرې شي.
د امریکا په منځګړتوب پر اوربند او خبرو د دواړو لورو له موافقې وروسته بیګا د پاکستان صدراعظم شهباز شریف په یوه وینا کې وویل چې هېواد یې په سیمه کې د سولې او ثبات لپاره اوربند ومانه او هیله یې څرګنده کړه چې له هند سره د کشمیر د زړې لانجې په ګډون ټول مسایل باید له سوله ایزې لارې حل شي.
په عین حال کې د امریکا د بهرنیوچارو وزیر مارکو روبیو پرون وویل چې ده او مرستیال ولسمشر جې ډي ونس له تېرو ۴۸ ساعتونو راهیسې د دواړو هېوادونو له مشرانو سره خبرې کولې. د روبیو په وینا په دې خبرو کې د هند او پاکستان صدراعظمان، د هند د بهرنیوچارو وزیر اس جېشنکر او د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر ښکېل وو. روبیو زیاته کړه چې دواړو لورو موافقه وکړه چې د پراخو مسایلو په اړه به خبرې سره کوي.