د دغه ښارګوټي یو شمېر اوسېدونکو د شنبې په ورځ د مۍ ۱۰ مه ازادي راډيو ته وویل چې د تېر جمهوري حکومت پر مهال چې ښې دندې یې درلودې د خپلو کورونو قسطونه یې په وخت ورکول خو اوس د بیکارۍ او اقتصادي ستونزو له امله، نشي کولی د دریو کلونو قسطونه په یو ځل ورکړي.
د دغه ښارګوټي یو اوسېدونکي چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم واخیستل شي ازادي راډيو ته وویل دوی اړ دي چې په کلني ډول یو لک افغانۍ قسط ورکړي.
د ښارګوټي اوسېدونکي وايي، په اوسنیو شرایطو کې د قسطونو ورکولو توان نه لري.
هغه زیاتوي"د هر اپارتمان مالک باید درې قسطونه ورکړي؛ د بېلګې په ډول که یو کور ۱۲۰ متره مربع وي باید په کلني ډول ۱۸۰ زره افغانۍ قسط ورکړي، زه خپله باید ۳۲۷ زره افغانۍ ورکم خو دا چې زه دنده نه لرم، معاش نه لرم نو دا پیسې له کومه کم؟د برښنا او اوبو لګښتونه نه شم ورکولای، د ماشومانو لپاره خواړه نه شم برابرولی، په ټول ښارګوټي کې یو ډول اندېښنه پیدا شوې ده، او هر سړی فکر کوي چې که طالب سهار راشي او موږ له کوره وباسي موږ به څه کوو؟"
د دې ښارګوټي یو بل اوسېدونکي او د ګذر وکیل لطف الله رسولي ازادي راډيو سره په خبرو کې د طالبانو له حکومت وغوښتل چې د خلکو اقتصادي وضعیت ته پام وکړي. ښاغلی رسولي وايي"د ښارګوټي خلک ډېر بې وزله دي، دوی نه شي کولای د درې کلونو قسطونه په یو ځل ورکړي، دا په رښتیا له خلکو سره ظلم دی، زموږ غوښتنه له حکومت څخه دا ده چې باید مرسته وکړي، خلک کار او معاش نه لري، دوی باید د خلکو ستونزې ته پام وکړي."
دوی وايي د دې ښارګوټي ډیری اوسیدونکي ټیټ پوړي دولتي ماموریت او بېوزلي خلک دي چې په دې ښارګوټي کې ورته کورونه په شل کلنو قسطونو ورکول شوي او د تېر جمهوري حکومت پر مهال دوی دندې درلودې او د کورونو قسطونه یې په خپل وخت حکومت ته ورکول.
په دې اړه د طالبانو د حکومت د ښارجوړولو وزارت ویاند کمال افغان د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې.
په همدې حال د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان وايي طالبان دې اول خلکو ته کاري فرصتونه رامنځته کړي څو خلک وکولای شي د خپلو کورونو اقساط په خپل وخت ورکړي.
حکومت باید خلکو ته کاري زمینې برابرې کړي تر څو وکولای شي چې د دولت پورونه ورکړي.
له ډلې یې بشیر دودیال ازادي راډیو ته وویل"تر هغه چې دوی بې کاره وي، د دوی لپاره به د خپلو قسطونو ورکول ستونزمن وي. له بلې خوا، حکومت اړ دی چې د خپلو لګښتونو د تمویل لپاره مالیه راټوله کړي، هغه پیسې راټولې کړي چې په خلکو یې پور دي، خو مهمه داده چې حکومت باید خلکو ته کاري زمینې برابرې کړي تر څو دوی وکولای شي چې خپل ژوند هم برابر کړي او د دولت پورونه هم ورکړي."
ښاغلی دودیال ټینګار کوي چې د طالبانو حکومت باید پانګونې راجلب کړي، د پانګوالو د هڅولو لپاره ګمرکي او مالیاتي تعرفې کمې کړي او کانونه استخراج کړي تر څو دولتي بودجه ترې تمویل کړي.
ډیری افغانان د بې کارۍ او اقتصادي ستونزو څخه په داسې حال کې شکایت کوي، چې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (UNDP) د یوې نوې څیړنې له مخې چې دوه ورځې وړاندې خپره شوه، د افغانستان ۷۵ سلنه وګړي د ژوند لومړنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولای.
دغه ادارې لس ورځې وړاندې هم ویلي وو چې د افغانانو ۹۰ سلنه کورنۍ د دندو او عاید د له لاسه ورکولو له امله اړ شوي چې خپل ورځنۍ لګښتونه تر وروستۍ کچې راټیټ کړي.