په کندهار کې یو فرهنګي فعال چې د موضوع د حساسیت له امله نه غواړي په راپور کې یې نوم خپور شي، آزادۍ راډیو ته وویل "په هلمند، زابل، ارزګان، نیمروز کې چې زه خبر یم او معلومات لرم کومه رسنۍ نه چاپېږي. چاپي رسنۍ اوس په افغانستان، خصوصاً په کندهار کې بیخي په نشت حساب دي، یوه "صداقت" مهالنۍ تقریبا میاشت مخکې چاپ شوه او یوه هم اوڅار مهالنۍ ده چې له بولدک ولسوالۍ څخه خپرېږي بله شخصي یا خصوصي رسنۍ فعالیت نه لري."
د کابل اوسېدونکې حسینه وايي " په پلازمینه کې هم اوس د چاپي رسنیو تشه احساسېږي. مخکې به چې قرطاسیه پلورنځي ته ولاړو ډیرې مجلې او اخبارونه به وو، اوس چې ولاړ شو نه مجله شته نه اخبار، وايي نه چاپېږي، اوس وخت کې مونږ ډیر ضرورت لرو، ځکه کار نشته، وظیفه نشته، مکتبونه نشته."
د جمهوري نظام پرمهال لسګونه چاپي رسنیو په ټول هېواد کې فعالیت کاوه.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو تر بیا واکمنېدو مخکې په افغانستان کې په پلازمینه او ولایتونو کې لسګونه چاپي خصوصي رسنۍ موجودې وې چې په بیلابیلو برخو سیاسي، ادبي، هنري، اجتماعي، ورزشي او نورو کې یې فعالیت درلود.
ژورنالیست عبدالاکبر اکبر چې د افغانستان په چاپي رسنیو کې د کار اوږده تجربه لري د خصوصي چاپي رسنیو د فعالیتو د کمېدو او بندېدو لاملونه بیلابیل ګني.
ښاغلي اکبر ازادي راډیو ته وویل"څو لاملونه کیدای شي چې اوس چاپي رسنۍ په افغانستان کې فعالیت نه کوي، د حاکم نظام له حده زیات سانسور، د وړیا پیسو نه شتون چې د یو شمیر نړیوالو ملاتړو بنستونو له خوا به رسنیو ته ورکول کېدې، د انساګرام او ټیک ټاک په شان د یو شمیر ټولنیزو رسنیو مطرح کېدل، د ځوانانو اقتصادي فقر او د پام وړ کچه باندې له هیواده د چاپي رسنیو د خبریالانو وتل، نور لاملونه هم کیدای شي."
وموغوښتل په دغه راپور کې په افغانستان د تړل شويو چاپي خصوصي رسنیو له مسوولینو سره هم خبرې وکړو خو حاضر نه شول.
د یادونې ده د کتابونو په هغه لست کې چې ځنيو کتاب پلورنځیو ازادي راډیو سره شریک کړی چې په خرڅلاو یې د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت له خوا بندیز لګېدلی په ۸۱ شمیره کې د مینې په نوم د خصوصي مجلې په پلور هم بندیز شامل دی او د لامل په اړه یې لیکل شوي چې د ملي ګټو خلاف خپرونې کوي.
مینه مجله چې په دې لست کی کلتوري او هنري ګڼل شوې د یو شمیر کتاب پلورونکو د معلوماتو پر بنسټ ۸۹ ګڼې چاپ شوې چې درې ګنې یې د طالبانو تر بیا ځلي واکمنېدو ورسته چاپ شوې دي.
د مینې مجلې مسوول مدیر عزت الله ځواب هم ازادي راډیو سره خبرې ونه کړې.
لیکوال او په یو خصوصي پوهنتون کې د ژورنالیزم د پوهنځي پخوانی استاد مجیب لحاظ په افغانستان کې د چاپي خصوصي رسنیو تشه د حاکم نظام له خوا پراخ سانسور بولي او اندېښنه څرګندوي چې په دې ډول به په اوږدمهالي کې دې مهمې برخې سره چې په ټوله کې د لوستلو له فرهنګ عامولو سره مرسته کوي خلک یو ډول بیګانه ګي پیدا کړي.
د چاپي رسنیو تشه به هغه مهال وګورو چې ورسره یوډول بیګانه ګي احساس کړو.
ښاغلی لحاظ زیاتوي"متاسفانه چې د جمهوریت له سقوط ورسته چاپي رسنۍ په ټوله مانا له منځه تللي دي، ځني چې چاپیږي هم هغه ډیرې محدودې چاپېږي او په پوره سانسور سره چاپېږي، چې د عامو لوستونکو مینه نه شي خړوبولی اومتاسفانه زه ویلی شم چې دا به یو ډیر بد راتلونکی ولری او د دې اغیزې به څو کلونه ورسته مونږ وګورو چې یو ډول بیګانګي زمونږ ورسره پیدا شي."
ومو غوښتل چې د دغو انتقادونه په اړه او دا چې دا مهال څومره چاپي خصوصي رسنۍ په افغانستان کې فعالې دي د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند حبیب الله غفران وپوښتنو خو نوموړي زمونږ پوښتنې ځواب نه کړې.
خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد مخکې ویلي و، چې د ډیری رسنیو د بندیدو لاملونه مالي ستونزې او پرې د مرستو بندېدل دي.
نوموړي دا هم ویلي، چې دوی د اسلامي شریعت او ملي ګټو په چوکاټ د رسنیو او د بیان د ازادۍ ملاتړ ته ژمن دي.
که څه هم د تېر جمهوري نظام تر ړنګېدو وروسته د تړل شویو چاپي رسنیو کره شمیر نه دی معلوم خو د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ بنسټ د مې په دریمه د مطبوعاتو د ازادۍ په نړیواله ورځ وویل چې په افغانستان کې په ټوله کې له ۵۴۷ بیلابیلو فعالو رسنیو اوس یوازې ۲۹۶ پاتې دي.