ښاغلي ټرمپ دا خبره پر ټروت ټولنیزې شبکې پر خپل اکاونټ لیکلې او ویلي یې دي چې د امریکايي منځګړو د تېرې شپې له اوږدو خبرو وروسته دواړه لوري پر اوربند سره سلا شول. ټرمپ هند او پاکستان دواړه ستایلي دي چې د ده په وینا له هوښیارۍ یې کار واخیست.
د امریکا بهرنیوچارو وزارت بیګا ناوخته او نن سهار وختي په جلا بیانونو کې وویل چې د بهرنیوچارو وزیر مارکو روبیو بېګا د پاکستان د پوځ له لوی درستیز او د پاکستان او هند د بهرنیوچارو له وزیرانو سره په ټلفوني خبرو کې له هغوی وغوښتل چې ډیالوګ پیل کړي.
د امریکا د بهرنیوچارو وزیر مارکو روبیو تېره شپه هند او پاکستان اوربند ته وهڅول.
رویټرز خبري اژانس د هندي او پاکستان چارواکو له قوله تایید کړې چې دواړه خواوې به سملاسي پر یو بل ډزې دروي. رویټرز د هند د بهرنیو چارو وزارت په حواله ویلي چې هند او پاکستان به د مې په ۱۲مه خبرې پیل کړي.
د هند او پاکستان ترمنځ کړکېچ وروسته له هغه پراخ شو چې د هندي کشمیر په پهلګام سیمه کې د وسله والو په برید کې ۲۶ تنه سیلانیان، چې ډېری هندوان وو، ووژل شول. نوې ډيلي پر پاکستان تور ولګاوه چې د دې وسله والو ملاتړ کوي خو اسلام آباد دا تور رد کړی دی.
د تېرې چارشنبې په ورځ هند د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر او نورو سیمو کې نهه ځایونه چې د هندي چارواکو په وینا د تروریستي ډلو مرکزونه پکې وو، وویشتل او وروسته پاکستان هم د هند پر بېلابېلو سیمو ځوابي حملې وکړې.
هند د افغانستان پر خاوره د توغندویي برید په اړه د پاکستان د پوځ ادعا رد کړه.
د دې حملو په ترڅ کې د پاکستان د پوځ ویاند جنرال احمدشریف نن ادعا وکړه چې هند د خپلو حملو په دوام د افغانستان پر لور هم څو توغندي ویشتلي دي خو افغانستان او هند دا اعا رد کړه.
د طالبانو پلوي رسنۍ حریت راډیو د دفاع وزارت د ویاند عنایت الله خوارزمي له قوله خبر ورکوي چې نوموړی وايي د افغانستان پر خاوره د هند د توغندویي برید په اړه ادعاوې حقیقت نه لري.
د هندي رسنیو د راپورونو له مخې په بهرنیوچارو کې د هند د دولت وزیر ویکرم مسري دا یوه بې مفهومه ادعا بللې ده او ویلي یې دي چې د افغانستان خلک ډېر ښه پوهېږي چې په تېر یوه نیم کال کې یې کوم هېواد پر وګړو او تاسیساتو حملې کولې. د هند پوځ هم دا ادعا رد کړې ده.
په عین حال کې د آزادۍ راډیو مشال څانګې د خیبرپښتونخوا مرکز پېښور ښار ته نژدې د یوې چاودنې خبر ورکړ. د مشال خبریال ویلي دي چې د شنبې په ورځ سهار وختي په شاوخوا دریو بجو د یوې چاودنې په غږ له خوبه راویښ شو او بیا یې د ډزو غږونه واورېدل چې نژدې یو ساعت یې دوام وکړ.